۸صبح، کابل: د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو په دایکندي کې د نسیم راډیو پخوانی مسوول مدیر سلطان علي جوادي له بنده ازاد کړی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز شنبه د وري پر ۱۸مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې جوادي د دایکندي مرکز نیلي زندان کې له ۱۳۴ ورځو تېرولو وروسته خوشې شوی دی.
دغه بنسټ د جوادي له ازادېدو د هرکلي ترڅنګ ویلي چې د نوموړي نیول د هېواد د ټولییزو رسنیو قانون خلاف و او په خبره یې، پکار وه چې له پېله یې ازادي سلب شوې نه وای.
ورته مهال، د سلطان علي جوادي مېرمنې نجیبې واحدي د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي چې نوموړی نن د غرمې شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې له زندانه خوشې او کور ته راستون شوی دی.
د نوموړې په خبره، خاوند یې د اختر په مناسبت د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده د «بښنې فرمان» له مخې ازاد شوی دی.
د خبریالانو مرکز د معلوماتو په حواله، طالبانو د نسیم راډیو پخوانی مسوول مدیر د «دغې ډلې پر وړاندې په پروپاګند او بهرنیو هېوادونو ته پر جاسوسۍ» تورن او په یو کال بند محکوم کړی و.
بل پلوه، په خبرپاڼه کې راغلي: «د هېواد د ټولییزو رسنیو د قانون له مخې، خبریالان او رسنۍ د خپلو مسلکي کارونو په ترسراوي کې ازاد دي او باید په خپلو کارونو کې له ګواښ او خنډ سره مخ نه شي.»
د یادولو ده چې سلطان علي جوادي پروسږکال د تلې په میاشت کې طالبانو په دایکندي کې استخباراتو ریاست ته غوښتی و چې وروسته یې ونیوه.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، لسګونه خبریالان د بېلابېلو لاملونو له کبله نیول شوي دي.