۸صبح، کابل: بې پولې خبریالان وايي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دغه هېواد کې ۴۰ سلنه رسنۍ تړل شوې او ۸۰ سلنه ښځينه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د بې پولې خبریالانو د ارزونو له مخې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ۵۴۳ رسنیو له ډلې ۲۳۱ رسنۍ تړل شوې او ۶۴۰۰ خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
راپور کې راغلي، چې له هرو پنځو ښځينه خبریالانو څلورو یې خپلې دندې له لاسه ورکړې او ۶۰ سلنه خبریالانې د بېلابېلو دلایلو له کبله نه دي توانېدلې، خپلو دندو ته دوام ورکړي. دې راپور کې ویل شوي، چې ۸۴ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د بې پولې خبریالانو په راپور کې راغلي، د جوزجان په ۱۹ رسنیو کې ۱۱۲ مېرمنو کار کاوه، خو د دغه راپور د جوړولو پر مهال فعالو ۱۲ رسنیو کې یوه مېرمن هم ګومارل شوې نه ده.
دې ارزونه کې راغلي، د افغانستان ۱۵ ولایتونو کې ټولو ښځينه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. دې ارزونې ویلي، ننګرهار کې چې له یو کال په کمه موده کې د رسنیو څلور ښځينه کارکوونکې وژلې شوې، د ۶۵ ښځينه خبریالانو له ډلې یوازې ۱۷ یې خپلو دندو ته دوام ورکړی دی.
دا ارزونه د بې پولې خبریالانو (RSF) او د افغانستان د خپلواکو خبریالانو انجمن (AIJA) له لوري په ګډه شوې ده، چې د دې ارزونې د پایلو له مخې د افغانستان ۴۳ سلنه رسنۍ له فعالیته پاتې دي.
دې ارزونې کې ویل شوي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې ډېریو ولایتونو کې لږ تر لږه لسو خصوصي رسنیو فعالیت لاره، چې اوسمهال ځينې سیمې هېڅ ځايي رسنۍ نه لري. د دې راپور له مخې، پروان کې د لسو رسنیو له ډلې یوازې درې رسنۍ فعالیت لري، هرات کې د ۵۱ رسنیو له ډلې یوازې ۱۸ رسنۍ فعالې دي او اووه نورو ولایتونو کې کم تر کمه ۶۰ سلنه رسنۍ له فعالیته پاتې دي.
د دې ارزونې موندنې ښيي، چې د اګست میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په رسنیو کې لس زر او ۷۸۰ کسانو (اته زره او ۲۹۰ نارینهوو او دوه زره او ۴۹۰ ښځينهوو) کار کاوه، چې اوسمهال یوازې څلور زره او ۳۶۰ کسان (درې زره او ۹۵۰ نارینه او ۴۱۰ ښځينه) یا د رسنیو له هرو لسو کارکوونکو څلور کارکوونکي د دې سروې پر مهال دندو ته تلل.
د بې پولې خبریالانو په ارزونه کې ویل شوي، ډېرو سیمو کې ښځينه خبریاله پاتې نه ده او په شپږو ولایتونو کې له هرو څلورو نارینه خبریالانو درېیو یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
بې پولې خبریالانو ویلي، د طالبانو سختدریځه شرایط د دې لامل شوي، چې پلازمېنه کې د یو زر او ۱۹۰ ښځينه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو له ډلې یوازې ۳۲۰ تنه یې خپلې دندې ته دوام ورکړي.
دې ارزونه کې ویل شوي، چې پلازمېنه او د هېواد نورو سیمو کې خبریالانو ته شرایط ناارامه شوي دي. اوسمهال رسنۍ باید د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت له یوولس مادهییزې کړنلارې پیروي وکړي.
د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د طالبانو حکومت د رسنیو له ازادۍ د هېواد د لویو او تعریف شويو ګټو په چوکاټ او اسلام او شریعت ته د درناوي پر بنسټ ملاتړ کوي.
د بې پولې خبریالانو په راپور کې راغلي، چې تر دې وړاندې ډېری رسنۍ د نړیوالو مرستو له ملاتړه برخمنې وې، چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته یې دا ملاتړ له لاسه ورکړ.
تېره میاشت په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوال نوملړ خپور شو، چې هغې کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۲۲ ځای کې و.
بې پولې خبریالانو او د خبریالانو خپلواک انجمن ویلي، دا څېړنه یې په ټول افغانستان کې د نومبر له ۱۵ د ډسمبر تر اتمې کړې ده.