بې پولې خبریالانو له طالبانو وغوښتل چې افغاني الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبودي خوشی کړي

۸صبح، کابل: د بې پولې خبریالانو سازمان د طالبانو له خوا د فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.
بې پولې خبریالانو، د فرانسې څوارلسو رسنیو او تولیدي شبکو یکشنبې د سلواغې په ۱۶مه په یوه اعلامیه کې د طالبانو له بنده د بهبودي د خلاصون غوښته کړې ده.
مرتضی بهبودي یوه میاشت مخکې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په اړه د راپور برابرولو په موخه کابل ته راغی. هغه کابل ته له راتلو ۴۸ ساعته وروسته کله یې چې غوښتل د رسنیز فعالیت اعتبار لیک ترلاسه کړي، د طالبانو له خوا ونیول شو.
طالبانو مرتضی بهبودي چې په اصل کې د افغانستان دی او د فرانسې تابعیت لري، په جاسوسۍ تورن کړی دی.
دغه افغاني الاصله خبریال د فرانسې له بېلابېلو رسنیو سره په کار کولو په ۲۰۲۲ کال کې د جګړې د خبریالانو جایزه او د فرانسې د وارن ورځپاڼې ملي جایزه ترلاسه کړې ده.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د خبریالانو نیول نوې خبره نه ده. دغې ډلې تراوسه زیات شمېر خبریالان نیولي او شکنجه کړي یې دي.