د جمهوریت لوري بېلابېلې طرحې

لیکوال: عبدالوحيد وحيد

یادونه: «په لیکنه کې راغلي نظرونه په لیکوال پورې اړه لري او مجله یې رد یا پخلی نه کوي!»
که په جګړه کې ښکېل اړخونه د هوا ګزول پرېږدي، په خيالي نيليو باندې له الوت راښکته شي او د حقائقو په هنداره کې د خپل هېواد اوسني څپڅپانده سياسي او امنيتي وضعیت ته ځير شي، نو به پوه شي چې؛ دلته روانه جګړه د هغوى نه ده، دوی د خپلو ستونځو د هوارولو وړتیا نلري، نن لاسته راغلي فرصتونه بيا بيا نه راځي ، که د وخت په حساسیت پوه نشي هرڅه به بايلي، که د اوسنيو هوايي ډزو او احساساتي شعارونو سره د ترکيې غونډې ته ځي، نو پښيمانه به شي، د دوحې د بين الافغاني مذاکراتو ناکامي زمونږ سرونه ښکته کړل، جګړه ختمول اړين دي، بيه غواړي، هغوى د قيمت ورکولو ته مجبوريت لري، د ترکیې ناسته کې به افغانان د مالکانو نه، بلکې د ميلمنو حيثيت ولري. د ځانونو لپاره د سولي په نوم امتیاز غوښتل دغه هېواد او ملت ته ستونځه او ناورين جوړوي. هغه ناورين چې کېداى شي د نظام د نسکوريدو لامل وګرځي چې بيا به يې يقيناً هېڅ لورۍ د مديريت وس ونلري.
د روانو څو لسیزو جګړو د ختمولو په موخه مونږ ته دوه ځله فرصتونه برابر شوي چې لمړي ځل د ملګروملتونو د ځانګړي استازي بينن سيوان په منځګړيتوب د سولي بهیر و، (تبصره ورباندې نکوم) خو له بده مرغه سبوتاژ کړاى شو. بل فرصت همدا اوس برابر شوی، خداى دې وکړي چي يو ځل د خپلو او پرديو په لاس سبوتاژ نشي او هېواد مو د يوې بلې خوسا کورنۍ نيابتي جګړې ډګر و نه ګرځي.
په افغانستان کې له جګړو د افغانانو کرکه، د امریکا ستوماني او د ختمولو لپاره يې ددغه هېواد اراده، د خپلو ځواکونو د مسئولانه ایستلو لپاره د ابرومندانه لارې لټون او په دغه هکله له چين روسيې، پاکستان او د سيمې له هېوادونو سره د همغږي هڅې عموماً فرصتونه ګڼلاى شو.
شک نشته چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې داسې ابهامات شته چې ځينې کورني اړخونه او د سيمې هېوادونه دغه تړون ته د بې باورۍ او شک په سترګه ګوري. که د هغوى اندېښنې بيځوابه پاتې کېږي، نو له کورنیو ناراضه اړخونو سره د لاس يو کولو په صورت کې د ممکنه نيابتي جګړو پيلولو ته لاره هوارېږي.
امریکا، چين، روسيه او پاکستان د افغانستان مسئلې په تړاو نسبي هوکړې ته له رسيدو او د مسکو له ناستې وروسته د دغې اندېښنې کچه ښکته شوې ده چې د امریکا سوکه، کمزورئ او متمائل دریځ د مذاکراتو بهیر اوږد کړی دی. دغه اوږدوالئ په نظام کې د انتشار او وارخطايي ان تردې چې عمداً او سهواً د نظام سقوط لامل ګرځيداى او داسې ناورين يې زيږولاى شو چې مديريت به د حکومت، آن د امریکا له توان څخه بهر وه. خو اوس هم د هند او ايران ناڅرګند دریځونه (چوپتیا) د هېواد د جګړه مارانو وروستي مسافرتونه د افغانانو او نړیوالو لپاره باید د ژورې اندېښنې وړ مسئله وى. دواړه هېوادونه په ځانګړي ډول هند په هرحال باید د افغانستان د سولې په بهیر کې په اعتماد کې واخيستل شي.
مونږ پوره باور لرو چې سوله نه په خيرات کې راکول کيږي او نه هم وړيا ترلاسه کيداى شي. سوله پياوړې اراده، مستحکم عزم او قيمت ورکولو ته اړتیا لري. زه په فکري لحاظ له امریکا د ډېرو دلائلو پربنسټ کرکه لرم، خو د سولې هنر باید ورڅخه زده کړو. امریکا اوس هم د نړئ تر ټولو پياوړئ هېواد دی. دغه هېواد عموماً په نړيوالو مسائلو او شخړو کې متکبرانه دریځ او مغرورانه چلن کوي. خو کله چې پوه شو له طالبانو سره سوله يې د ملي ګټو په چوکاټ کې سمون خوري، نو له همدغې ډلې سره په چلن کې يې څومره په لوړه کچه انعطاف، تمائل او تنزل وښوده. د همدغه انعطاف له امله يې وکولاى شول له دښمن سره سوله او آن ځان د دريمګړي په توګه مطرح کړي. زمونږ حکومت او سياسي ډلې هم باید د انعطاف لاره خپله کړي، سولې ته د قرباني او قيمت ورکولو لپاره تيار شي. که امریکا له طالبانو او طالبان له امریکا سره سوله کولاې شي نو حکومت او طالبان له خورا زیاتو مشترکاتو لرلو سره سره دغه کار ولې نشي کولاى؟
مونږ د نظام له نسکورېدو د وېرې په موخه په نظام کې د سمون او بدلون پلوي کوو. موقت حکومت د نظام د تسلسل په وړاندې ننګونه ده. د پرمختګونو مخه نيسي، د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولي په تړاو ضد او نقيض دریځونه، سولې ته د رسيدو په تړاو د افغانانو تياره شاليد د سولې په موخه ننګونکې ستونځه ګڼلاى شو، خو موقت حکومت که د طالبانو لخوا د سولې لپاره د شرط په توګه مطرح کېږي، نو د دواړو خواوو ترمنځ د باور د نه شتون له امله د نظام د نسکورولو د خطر د مخنیوي په موخه په نظام کې وقفه د سولې د قيمت په توګه موجه ګڼو. له شخص څخه د دفاع پرځاى له سولې او ملي ګټو ملاتړ اړين دی. مهمه نه ده چې راتلونکی حکومت د کوم ميکانيزم په چوکاټ کې وي، خو اړينه ده چې يې په ديني حساسيتونو او ملي ارزښتونو پوه پاک او له هر ډول تعصباتو پاک شخصیت وي.
د بهرنیو ځواکونو د وتلو په تړاو د امریکا او اروپايي ټولنې ترمنځ د نظر واټن شتون لري، خو بهرني ځواکونه، نه زمونږ په سلا او مشوره راغلې او نه هم زمونږ مني، ځکه خو ناکام شو، خو په دغو ځانګړو حالاتو کې زمونږ غوښتنه ورڅخه داده چې وتل يې څومره ژر چې ممکن وي باید په مسئولانه توګه او ځمکنیو حقایقو ته په کتو عملي شي. په ښکېلو غاړو د هغوى اغيزې زياتې دي او دغه اغيزې باید د سولې په موخه وکارول شي.
اوس افغانان د ترکيې ناستې ته روان دي. د وخت غوښتنه داده چې د امتیاز اخيستلو په فکر کې د پريوتو پرځاى يې د انعطاف په ښودلو یې فکر کړی واى. خو داسې ښکاري چې ولسمشر غني د خپل واک له قرباني کولو پرته هرې قربانۍ ته تيار دى. زه هم نه غواړم ولسمشر آن ګوښه شي، خو که سوله د نوموړي په استعفا پورې وتړل شي او نړيوال تضمین شتون ولري، نو ملت ته سوله لومړیتوب لري. طالبان تراوسه متاسفانه ځانګړې طرحه نلري، عمومي متحد المال اصطلاحات کاروي. د خپلو احتمالي ستونځو د مخنیوي لپاره لا هم ولس ته د خپلو مشخصو غوښتنو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي.
له اوسني وخيم سياسي وضعیت او هراړخیزو ګواښونو له شتون سره سره له حکومت او طالبانو پرته د سياست نور مخکښان او مدني ټولنې هم د ترکیې ناستي ته داسې طرحې جوړوي چې په ملي ګټو ارمانونو او اجندا د تمرکز پرځاى په شخصي، انډيوالۍ، ګوندي جنسيتي او سمتي ګټو راڅرخي. زمونږ د سياست په خد او خال کې پوخوالئ او د ايماني فراست څرک لاهم نه ليدل کېږي. ولسمشر غني هره ورځ د خپل واک د خوندیتوب لپاره تازه طرحې وړاندي کوي، ورځ تر بلې انعطاف ښئي، خو په هر طرحه کې واک حتماً د ځان ګڼي او په همدغه کنډو کې اوښ حتماً په شا کېږي. د مصالحې عالي شورا ځانته طرحه لري، هر سياسي ګوند ځانته طرحې لري. د ټولو اړخونو ټول تمرکز په دې وي چې څنګه د راتلونکي حکومت په اډانه کې ښه غوښن امتیاز ترلاسه کړي. خو له بده مرغه دغه ذهنيت مو د مکې پرځاى ترکستان ته بيايي. که په ملي اجندا سره راټول نشو، بيا به افسوس کوو خو هېڅ به په لاس نه راځي.
فکر کوم ګاونډي هېوادونه هم تر بل هر وخته ښه فرصت په لاس کې لري چې له افغانانو او نړیوالو سره په ګډه د پخوانیو تېروتنو د تکرار او ناروا ګټو د لټون پرځاى د روا ګټو د خوندي ساتلو لپاره هڅې همغږې کړي. آرام افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه جوړيږى. په سيمه کې اقتصادي پروژې پيل او ګټې له يو بل سره وتړل شي. داسې مشترکات ولټوي او داسې ستراتیژی جوړه کړي چې د افغانستان له ګټو سره په ټکر کې نه وي. له داسې تحرکاتو او مانورونو ډډه وکړي چې په افغانستان او سيمه کې د جګړو د لمبو پراختیا ته لاره هواره کړي. هغه لمبې چې د هغوى سر اومال هم ننګولاى شى.
موږ په افغانستان او سيمه کي د سولې د هڅو د بري لپاره په کور د ننه او له بهرنۍ نړۍ سره همغږي، ګډ کار، ګډه مبارزه، ګډ ژوند او د ګډو ګټو په چوکاټ کې د يو بل لاس نيوى او له يو بل سره په سوله کې د ژوند کولو پوهې او عمل ته اړتیا لرو.

ورته لیکنې

Back to top button