په دې ورځو کې د سیاسي نظام غیرمرکزي کول د جمهوريت د دورې د سیاستوالو او بې ځایه شویو مشرانو له تودو او جنجالي موضوعاتو څخه دي. قومي مشران او سیاستوال چې په تېرو شلو کلونو کې یې د واک د غیرمتمرکز کولو لپاره مناسب ځای او پلاتفورم درلود، خو له واکمن نظام څخه د ډېرو امتیازاتو د ترلاسه کولو له امله یې د فډرالیزم په بڼه غیرمتمرکز کول ښکاره او آن عمومي کول هم ناشونی ګڼل. په داسې حال کې چې د حکومت غیرمتمرکز کول د ۱۹۴۰ لسیزې راهیسې له خورا مهمو سیاسي موضوعاتو څخه دي. له بلې خوا د غیر متمرکز کېدو مخالفین دي. دغه سیاسي ډله په دې باور ده، چې غیرمرکزي کېدل ملي یووالی له منځه وړي، داخلي شخړې زیاتوي، د قانون پلي کول ستونزمنوي، دولتي بنسټونه کمزوری کوي او بالاخره هېواد منحل کوي، له همدې امله دوی پر مرکزي حکومت ټینګار کوي. خو د پرمختللو او مخ پر وده هیوادونو تجربه چې کلتوري، ژبني او توکمیز کثرتیت لري، ښیي چې د دولت غیرمرکزي کول د ډیموکراسۍ د پیاوړتیا او د سیاسي پراختیا د پروسې لپاره یو پلیټ فارم ګرځیدلی. ځکه په دغه ډول نظامونو کې محلي حکومتونو ته د واک ورکولو او د واک د تخصیص زمینه برابریږي، د هیواد په چارو کې د خلکو ونډه زیاتیږي، د عامه خدمتونو د وړاندې کولو، مشارکت او زده کړې، اقتصادي پراختیا او د کار لپاره مناسب پلیټ فارم برابریږي. وده، پراختیا او د خلکو رضایت بنسټیز کیږي او ګډون او مشروعیت پراخیږي.
مرکزي سیاسي نظام چې د افغانستان له ټوټه کېدو د ساتنې نظام بلل کېده، یو ټپي، خونړی او طالب ځپلی هېواد یې د افغانستان خلکو ته وسپاره؛ ځکه چې د تېرو شلو کلونو مرکزي حکومتولۍ په مرکز او محیط کې د خلکو تر منځ سیاسي، اقتصادي او فرهنګي نابرابرۍ زیاتې کړې او پر ښې حکومتولۍ یې د حکومت بنسټ او د خلکو باور کمزوری کړی دی. له همدې امله د تېر حکومت هغه سیاستوال او سیاسي مشران چې اوس د حکومت غیر متمرکز کول غواړي، په افغانستان کې د دوه لسیزو حکومتدارۍ او د واک او شتمنیو د وېش له تجربې وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې د سیاسي واک له غیرمرکزي کېدو پرته دا کار نه کېږي. یو باثباته، پرمختللی او مخ پر وده افغانستان ناشونی دی. دغو سیاستوالو له یوې کلنې چوپتیا او د حکومتولۍ له شل کلنې تجربې وروسته اوس له استعارو نه په استفادې د خپل مطلوب راتلونکي سیاسي نظام بڼه د فدراليزم په توګه اعلان کړې ده. په تېرو حکومتونو کې د هزاره توکمو دوه مرستیالان سروردانش او محمد کریم خلیلي چې په تېرو شلو کلونو کې یې د افغان هزاره ګانو په استازیتوب تکیه کوله، څو څو ځلې په افغانستان کې فدراليزم رد کړ، خو اوس یې دواړو د یو داسي سیاسي سیسټم چې د فدرالي وروستاړی ولري غوښتنه کړې ده. تر دغه دوه سیاستوال او د حکومت برخه اخیستونکو څخه مخکې د افغانستان د ملي کنګرې ګوند عمومي منشي عبداللطیف پدرام د افغانستان فدرالي کېدل د خپلې سیاسي تګلارې او سیاسي مبارزې طریقه اعلان کړې وه.
هغه څه چې دا بحثونه یې ګرم او حساس کړي د اشرف غني د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر څرګندونې دي چې فدرالیزم یې قوميت ګڼلی او ویلي یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان کې فدرالي دولت جوړ کړي.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه، چې کابل ته د طالبانو له راتګ راهیسې یې د دغې ډلې پر ضد د جګړې اعلان کړی، د “غیر متمرکز اسلامي اعتدال” نظام غوښتنه کوي. سیاسي ګوندونه او سیاسي مشران هر یو په سیاست کې ځینې ځانګړي سیسټمونه او نمونې تعقیبوي، کوم چې د غیر مرکزي کولو اساس کمزوری کوي.
له همدې امله، کله چې د فډرالیزم او غیرمرکزي کولو په اړه په بېلابېلو اړخونو کې خبرې کېږي، د ثبات عوامل او د دې سیسټمونو د رامنځته کولو اجزاوو ته هم باید پام وشي. هر سیاسي نظام د عمومي کولو او پراخولو لپاره سیاسي ټولنپوهنې څېړنې ته اړتیا لري چې په افغانستان کې نه دي شوي. سیاستوالو د ګوندي باورونو او فکري پایلو پر بنسټ یو سیاسي سیسټم وړاندې کړی چې د علمي او سیاسي ټولنیزو څېړنو له زړه څخه نه دی راغلی. لږترلږه دا د ډیری سیاستوالو لپاره عمومي کېدای شي. خو له څو سیاستوالو پرته، داسې مفکرین شته چې د هېواد د ستونزو لپاره د حل لارې وړاندیز وکړي.
یو سیاسي سیسټم چې نشي کولی واک له مرکز څخه یوي څنډې ته ولېږدوي د بل هر عامل په پرتله د مطلقیت او د نظام بې ثباتۍ ته لاره هواروي. له همدې امله ولس ته د واک له سپارلو پرته بله حل لاره نشته او دا کار د سیمه ییزو ادارو په پیاوړتیا سره شونی دی. په تاریخ کې محلي ادارې د ملي حکومتونو تر ټولو پخواني بنسټ دي او په دې برخه کې ډېرې تاریخي بېلګې او تجربې شته. دا ډول ځايي حکومتونه د یونان په ښاري ایالتونو کې ریښې لري.
مرکزي کول له مهمو فکتورونو ګڼل کېږي چې د پرمختګ مخه نیسي. ټولنیز پرمختګ په بېلابېلو اړخونو کې د خلکو ګډون ته اړتیا لري او د خلکو له مشارکت پرته د خلکو په خوښه، ټولګډونه او دوامداره پرمختګ نشي ترلاسه کېدای. په سیاسي توګه، په هغو هېوادونو کې چې قومي او مذهبي توپیرونه پکې دي، یوازې غیر مرکزي کول کولی شي د ډیموکراسۍ د پراختیا او پیاوړتیا او ډیموکراسۍ بنسټیزه کولو لپاره یو پلیټ فارم چمتو کړي. د یوه پرمختللي سیاسي نظام د رامنځته کولو لپاره چې باثباته او د ډیموکراټیکو ارزښتونو پر بنسټ ولاړ وي، باید یوازې د سیاستوالو په رایو راضي نه وي، بلکې دا مسایل باید د سیاسي فکري مرکزونو او سیاسي او ټولنیزو تحلیلونو له لارې وڅېړل شي چې خلکو ته بیا د ټولنیز کولو لپاره رجوع وکړي؛ ځکه چې یوازې ډیموکراسي او د هغې پیاوړتیا په هېواد کې دوامداره، عادلانه او دیموکراتیک پرمختګ بنسټیز کولی شي.