د پکتیا د ډنډپټان اوسېدونکو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو نښتو پروړاندې اعتراض وکړ

۸صبح، کابل: د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ ته نږدې په سرحدي برخو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو د هغه څه پروړاندې، چې «پر افغانستان د پاکستان برید» یې بولي، اعتراض کړی دی.

د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ لسګونه اوسېدونکو سه‌شنبه د لیندۍ پر لومړۍ نېټه اعتراض کړی دی.

هغوی له دواړو لوریو غوښتي، چې نور له نښتې لاس واخلي.

تېره یوه اونۍ کې پاکستاني پوځیان او طالبان دوه ځله سره نښتي دي، چې په وروستۍ جګړه کې یو طالب او یو پاکستانی پوځي وژل شوي دي.

ویل کېږي، چې په دغو نښتو ګڼ شمېر ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

دواړه لوري ادعا کوي، چې د جګړې پیلوونکي نه وو.

په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ سرحدي نښتې زیاتې شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button