د هلمند اوسېدونکي: له نجونو د زده کړو حق اخیستل لوی ظلم دی

د هلمند ګڼ شمېر اوسېدونکي د طالبانو له ادارې د هغې پرېکړه د بېرته اخیستو غوښتنه کوي چې تر امر ثاني پورې يې پوهنتونونو ته د نجونو محصلینو پر تګ بنديز لګولی دی.

هغوی وایي، نجونې باید زده کړې وکړي چې راتلونکي نسلونه د پوهې په ګاڼه سمبال او ټولني ته د خدمت وړ وګرځي .

د طالبانو ادارې مسوولینو د کابینې د هغې پرېکړې په تړاو نړیوال او کورني غبرګونونه مخ په زیاتېدو دي چې له مخې یې تر امر ثاني پورې ټولې ښځینه محصلینې له زده کړو راګرځولې دي .

د طالبانو دا پرېکړه نه یوازې د ننه په هېواد، بلکې په نړیواله کچه هم له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د نورو ولایتونو تر څنګ د هلمند اوسېدونکي هم له طالبانو غواړي چې پر ښځینه محصلینو لګېدلي بندیزونه ژر تر ژره لېرې کړي.

هغوی زیاتوي، چې د علم زده کړه پر نارینه وو او ښځینه وو دواړو فرض ده او طالبان باید نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي څو بېرته پوهنتونونو ته ولاړې شي او خپې زده کړې بشپړې کړي .

د لښکرګاه ښار یو اوسېدونکي جانان وایې، زده کړه پر نارينه وو او ښځينه وو فرض ده او د طالب چارواکو دا پرېکړه د شریعت خلا ف ده.

جانان وویل :«د ښځینه محصلینو پر وړاندې باید لګول شوي محدودیتونه لیرې شي، تر څو خپلې زده کړې وکړي او وړ نسلونه ورزوي.»

د هلمند ولایت یو بل اوسېدونکي زلمی هم وایي، هغه نجونې چې پر زده کړو بوختې وې، تر دې پرېکړې وروسته ډېرې ناهیلې شوې او که بېرته د دوی پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه خلاص نه شي ناوړه پایلې به ولري .

نوموړی وایې: «د طالبانو له ادارې مو غوښتنه دا ده چې د نجونو پرمخ پوهنتونونه او ښوونځي پرانیزي، ترڅو هغوی هم زده کړې بشپړې کړي.»

د هلمند یو دیني عالم هم د نوم نه ښودلو په شرط وایي، طالب چارواکي دې پر هغې پرېکړې له سره غور وکړي چې د نجونو پرمخ یې د پوهنتونونو دروازې تړلې او له ښځو یې د زده کړو حق اخيستي دی .

دغه دیني عالم وايي :«زموږ غوښتنه دا ده چې طالبان دې نجونو او ښځو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي، نه دا چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې يې پرمخ بندې کړي.»

د سیاسي چارو کارپوه یارمل هم له طالب چارواکو غواړي چې ښځینه محصلینو ته د زده کړو اجازه ورکړي ترڅو خپلې زده کړې بشپړې او د هېواد لپاره کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه: «په زده کړو سره د ښو او بد تر منځ توپیر ژر کېدای شي طالبان باید د ښځو پر زده کړو بندیزونه لیرې کړي ترڅو هغوي هم د نارینه وو په شان د زده کړو له حقه برخمنې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم په خپلو وروستیو څرګندونو کې د ښځینه محصلانو لپاره د پوهنتون درسي نصاب، له نارینه محصلانو سره په ټولګیو کې یو ځای درس ویل، لیلیو کې د نجونو پاتې کېدل او د حجاب نه مراعتول هغه څه بللي، چې له مخې يې نجونې له پوهنتونونو راوګرځول شوې. تراوسه څرګنده نه ده، چې کله به د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.

ورته لیکنې

Back to top button