د لغمان اوسیدونکي: روغتیایي خدمتونه مو په نشت حساب دي

٨صبح، لغمان: د افغانستان په ختیځ ولایت لغمان کې ځایي خلک د روغتیایي خدمتونو له نشتوالي جدي شکایتونه کوي.
د یاد ولایت اوسېدونکي وایي، واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته په مرکز او ولسوالیو کې روغتیایي خدمتونه په نشت حساب دي او په دې برخه کې طالب واکمنان کوم عملي ګام نه پورته کوي.
د لغمان د بادپښ ولسوالۍ اوسېدونکی سیدمحمد وایي، کوم روغتیایي مرکزونه یې چې په سیمو کې فعال دي؛ تر ډېره په کې درمل او نور روغتیایي امکانات نه لري، چې له امله یې ولسي خلک مرکز مهترلام ته خصوصي روغتونونو ته د درملنې په موخه اړ کېږي.
دده په خبره، په خصوصي سکتور کې یې درملنه ډېره ګرانه پریوځي او باید طالبان په دې برخه کې د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي.
سید محمد زیاتوي: (( په بادپښ ولسوالۍ کې روغتیایي مرکزونه نشته او که وي هم؛ خدمات یې ډېر کم دي. مخکې دلته جګړې وې، خلکو ته د صحت برخه کې خدمت نه دی شوی، په دولتي شفاخانو کې د نشتو امکاناتو له امله خلک مجبورېږي، چې مرکز کې شخصي شفاخانو ته لاړ شي او دا کار ډېر ګران تمامېږي.))
د لغمان د یو شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکي هم شکایت کوي، چې د طالب واکمنو د بې پروایۍ له امله ولسي خلک د روغتیا په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکی نصیر احمد وایي، په روغتیایي مرکزونو کې د درملو، ښځینه ډاکټرانو او نورو طبي امکاناتو نشتوالي خلکو ته لویې ستونزې جوړې کړي.
دی وایي، په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه ډاکټرانو نشتوالي د میندوارو مېرمنو د مړینې کچه هم لوړه کړې ده.
نصیر احمد وویل: (( زمونږ د ولسوالۍ مرکزي کلینیک کې ډاکټران شته؛ خو درمل او نور امکانات یې صفر دي. په لرې کلیو کې بیا کلینیکونو کې ښځې ډاکټرانې نشته، چې له همدې امله د ماشوم پیدا کېدو په وخت کې ګڼې میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي، دا ټول د طالبانو بې پروایي ده؛ ځکه د پخواني حکومت پرمهال طالبانو د روغتیایي خدمتونو مخنیوی کاوه او اوس چې حاکمان دي د حل لپاره یې هېڅ نه کوي.))
د لغمان ځایي اوسېدونکي د روغتیایي ستونزو د حل لپاره پر طالبانو او نړۍ والو مرستندویه بنسټونو غږ کوي، چې دې ولایت ته دې پاملرنه واړوي؛ ترڅو د روغتیا په برخه کې د آرام ساه واخلي.
بل لور ته لغمان کې د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو واکمنان د خلکو ستونزې او نیوکې مني او د حل ژمنې یې کوي.
د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو رئیس ډاکټر محمد آصف ساپی وایي، د پخوانیو جګړو له مهاله ګڼ غیر فعاله روغتونونه یې هم فعال کړي، چې په خبره یې له دې سره په لغمان ولایت کې د فعالو روغتونونو شمېر له “٧٨” څخه “١١٤” ته لوړ شوی دی.
وایي، هڅه کوي د بهرنیو همکارو موسسو په ملاتړ د لغمان ټولو سیمو ته روغتیایي خدمتونه لا پراخ کړي.
ساپي وویل: (( د پخواني حکومت پر وخت چې د جنګ له امله کوم روغتونونه تړل شوي وو اوس بېرته خلاص شوي، پخوا ټول لغمان کې “٧٨” صحي مرکزونه فعال وو او اوس دا تعداد “١١٤” ته رسېدلی. مونږ کوشش کوو، چې د خارجي موسسو په همکارۍ خپل خدمات لا پراخ کړو؛ ترڅو د خلکو مشکلات را کم شي.))
لغمان مېشتي دغه راز پر طالبانو نیوکې کوي، چې ددغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې یې ګرځنده روغتیایي مرکزونه هغو سیمو ته ځانګړي کړي، چې د پخواني جمهوري حکومت پرمهال یې ددغې ډلې فکري او جګړه ییز ملاتړ کړی.
ځایي خلک پر نړۍ والو مرستندویه بنسټونو غږ کوي، چې طالبان تر فشارونو لاندې راولي؛ ترڅو د روغتیایي خدمتونو په برخه کې له توپیریز چلند لاس واخلي.