د کرایي کورونو اوسېدونکي باید له یوه کوره بل ته د کډې پرمهال د حوزې تایید پاڼه ولري

۸صبح، کابل: کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې د کرایي کورونو اوسېدونکي له یوه کور څخه بل ته د کډې پرمهال د اوړندې حوزې تصدیق پاڼې ته اړتیا لري.

ځدراڼ شنبه د لړم پر ۲۱ د یوې رسنۍ د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې په کابل ښار کې د طالبانو امنیتي حوزو د معاملاتو د لارښوونې دفترونو ته پاڼې ورکړې، چې له یوه بله ځای ته د لېږد پانې بلل کېږي.

د ښاغلي ځدراڼ په وینا د دغو پاڼو وېشل د «مجرمانو» په پېژندلو کې ډېره مرسته کولای شي.

طالبانو له دې مخکې د کورنیو د هویت د ثبت په موخه په ښارونو کې پاڼې وېشلې دي او ډکول یې جبري ګڼلي وو.

Back to top button