پروان کې د طالبانو پر یوې پوستې د مقاومت جبهې برید؛ دوه طالبان ووژل شول

۸صبح، پروان: د مقاومت جبهه په پروان ولایت کې د طالبانو پر یوې پوستې د برید خبر ورکوي.

د مقاومت په جبهه کې یوه باوري سرچینه، چې د خپل نوم له اخیستو ډډه کوي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې دغه برید شنبه شپه د سلواغې پر پنځه‌لسمه نېټه د جبل‌السراج ولسوالۍ په «تاجیکان» سیمه کې شوی دی.

د سرچینې په وینا، د دې پېښې له امله دوه طالب جنګیالي وژل شوي او د دې ډلې څلور نور ځواکونه ټپیان دي.

سرچینو ټینګار کړی، چې په دې برید کې د مقاومت جبهې ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

ځایي سرچینو هم په دې سیمه کې نښته تایید کړې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي..

له دې مخکې هم د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې د پروان ولایت په جبل‌السراج ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو چریکي بریدونه کړي او طالبانو ته یې تلفات اړولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button