تخار کې د طالبانو پر مرکزونو د مقاومت جبهې بریدونه؛ دوه طالبان مړه او دوه نور ټپیان شول

۸صبح، تخار: تخار کې ځايي سرچینې وایي چې د مقاومت جبهې ځواکونو په رستاق ولسوالۍ کې د طالبانو پر امنیه قوماندانۍ برید کړی دی.

په دې برید کې چې د لړم په ۲۱مه د جمعې شپې په یوه نیمه بجه ترسره شو، د مقاومت جبهې ځواکونو په رستاق ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ څو لاسي بمونه غورځولي دي. ددې برید له امله تلفات لا مالوم نه دي.

په دغه برید کې چې د جمعې په شپه ترسره شو یو راکټ، دوه میله کلاشینکوفونه، یو د شپې دوربین او یوه اندازه مهمات د مقاومت جبهې ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

طابانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تخار په رستاق ولسوالۍ کې له دې مخکې هم د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button