۸صبح، کاپيسا: د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې کاپیسا کې د طالبانو پر یوې پوستې د دې جبهې د ځواکونو په برید کې ۳ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د مقاومت په جبهه کې یوه معتبره سرچینه چهارشنبه د سلواغې پر پنځمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه برید سه شنبه شپه ۱۲:۳۰ بجې شاوخوا د کوهستان د دویمې حصې ولسوالۍ په «پل خواجه ها» سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې شوی دی.
د سرچینې په وینا، په دې برید کې د مقاومت جبهې ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
ځایي سرچینو هم په دې سیمه کې نښته تایید کړې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې له یوه کال راهیسې د کاپیسا ولایت د کوهستان د دوهمې حصې ولسوالۍ په «پل خواجه ها» سیمه کې د طالبانو پر دغې پوستې د مقاومت جبهې له خوا څو ځله بریدونه شوي دي.