مقاومت جبهه: په هېواد کې ځانمرګي بریدونه د طالب مشرانو له خپلمنځیو اختلافاتو سرچینه اخلي

۸صبح، کابل: د افغانستان د ملي مقاومت جبهه د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ته نیږدې د ننني ځانمرګي برید په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان په ډېرو سیمو، په ځانګړي ډول کابل کې ډېر ځانمرګي بریدونه د طالب مشرانو له خپلمنځیو اختلافاتو سرچینه اخلي.
یادې جبهې، د وري په ۷ مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي:« طالبان، چې د مخکیني حکومت پر مهال یې خپله د افغان ځواکونو پر مرکزونو ځانمرګي بریدونه کول او هغوی یې شهیدانول، اوس خپله دغو بریدونو سره مخامخ دي او هره ورځ خلک په داسې بریدونو کې، د دوی د هلاکیدو شاهدان دي.»
ملي مقاومت جبهه ادعا کوي، چې په نننۍ پېښه کې ۸ طالبان او ۴ ملکیان وژل شوي او ۶ طالبان ټپیان دي.
د ویلو ده، چې یاده پېښه نن له غرمې وروسته په یوه بجه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته نیږدې رامنځته شوه.
د دغې چاودنې سیمه، د کابل ښار یوه له ګڼې ګوڼې ډکه سیمه ده او د داوودزي او ګلبهار سوداګریز مرکزونه ورته نیږدې دي.
په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې د دوی د جنګیالیو پر مرکز د ځانمرګي برید له امله، ۶ ملکیان وژل شوي او د ۳ طالبانو په ګډون یو شمېر نور کسان ټپيان شوي دي.