۸صبح، کابل: د نجونو د زدهکړو او په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د کار د ممنوعیت په اړه د طالبانو د مشر له فرمان څخه نږدې یوه اونۍ وروسته د مقاومت جبهې دغه فرمان له نړیوالو ارزښتونو سره د طالبانو دښمني ګڼلې ده.
د مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې، چې دوشنبه شپه د مرغومي پر پنځمه نېټه خپره شوې ده افغانستان کې د ښځو پر زدهکړو او کار بندیز غندلی دی او هغه له نړیوالو ارزښتونو او اسلامي لارښوونو سره مخالف بللی دی.
د مقاومت جبهې په باور اوسمهال نړیواله ټولنه له طالبانو سره له تعامل څخه ناهیلې شوې او افغانستان کې هم میلیونونه تنه له دغې ډلې تنګ راغلي دي.
د مقاومت جبهې د طالبانو له خوا د ښځو د زدهکړو او کار ممنوعیت په غندلو کې د هېوادونو له یووالی هرکلی کړی او د دې ډلې پروړاندې یې د ګډ کار غوښتنه کړې ده.
د ویلو ده، چې د طالبانو له خوا د د ښځو پر کار او زدهکړو بندیز له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.