۸صبح، کابل: د افغانستان په اړه د ملګروملتونو سازمان د پرېکړهلیک له تصویب وروسته د مقاومت جبهې د دغه پرېکړهلیک پروړاندې غبرګون ښودلی دی.
د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې شنبه د لړم پر ۲۱ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، چې د ملګروملتونو سازمان په افغانستان کې له ترټولو ترهګریز واکمن رژیم څخه غوښتي ترڅو د دغه هېواد د وګړو امنیت ټینګ کړي.
دغې جبهې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د رعایت او نشهیي توکو د سوداګرۍ د درېدو په تړاو د ملګروملتونو سازمان غوښتنو ته په اشارې ویلي: «د طالبانو د عاید ترټولو غوره لار د نشه یي توکو کرنه، تولید او بازار ده.»
د مقاومت جبهې په وینا هغه پېښې چې افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې شوې دي امنیت، اقتصاد او له نشهیي توکو او د ترهګرۍ له پراختیا سره د مبارزې په برخو کې د دې ډلې د بېوسۍ ښکارندویي کوي.
د ویلو ده، چې د ملګروملتونو سازمان افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ ۱۵ میاشتې وروسته تېره ورځ خپل لومړی پرېکړهلیک لاسلیک کړ. په دغه پرېکړهلیک کې راغلي، چې افغانستان پر یوه «خطرناک» هېواد بدل شوی دی.