د مقاومت جبهه: پرته له اجماعجوړېدو د نړیوال تروریزم پر وړاندې بریا ناشونې ده

۸صبح، کابل: د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وایي، له افراطیت او نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د بېلابېلو جریانونو ترمنځ اجماع ته اړتیا ده.
دغې جبهې نن چهارشنبه (د غوایي ۶مه) یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې د طالبانو ضد جهادي شخصیتونو د منسجمولو په لټه کې دي.
د مقاومت جبهې د طالبانو په وړاندې په پراخ انسجام باندې په ټینګار سره اعلان وکړ چې دغې موخې ته د رسیدو لپاره یې یو تشکیل جوړ کړی.
د ملي مقاومت جبهې په اعلامیه کې راغلي: «موږ په دې باور یو چې د ازادۍ او له افراطیت او نړیوال تروریزمه د افغانستان د ژغورلو سترې موخې، له بشپړې اجماع پرته، نه شي تر لاسه کېدای!»
د جمعیت اسلامي د مشرانو په ګډون د جهادي مشرانو ترمنځ اختلافات شته چې اوس په دوو څانګو ویشل شوي دي. داسې ښکاري چې د مقاومت جبهه هڅه کوي چې دغه اختلافات پای ته ورسوي.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو پرضد ګڼ شمېر څېرې د دويم ځل لپاره، د اتريش په پلازمېنه ويانا کې، راغونډې شوې دي. په دې غونډه کې د طالبانو د مخالفو خوځښتونو پر اجماع او لا زیاتې همغږۍ ټینګار وشو.