طالب زندان او استاد مشعل سره محترمانه چلند!

لیکوال: سپین ګل

د طالبانو زندانونه، چې ښایي دمګړۍ د نړۍ پر مخ له تر ټولو وحشتناکو او مشهورو زندانونو څخه وي، د نړیوالو بشري ادارو او اړوندو څارونکو ادارو له پامه لویدلي بریښي.

تازه، د طالبانو له زندانه د خوشې شوي تعلیمي فعال او د پوهنتون د استاد (اسماعیل مشعل) یوه ویډیو څرګندوي، چې دی په طالب زندان کې له سختو شکنجو وروسته بد جسمي- عصبي وضعیت لري.

د نوموړي د کورنۍ غړو، د طالبانو له وېرې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو رسنیزه شوې ویډیو یې ښيي چې استاد مشعل، د کابل په یوه روغتون کې، د بد وضعیت امله بستر شوی دی.

اسماعیل مشعل، چې مخکې ژونالیست او لیکوال پاتې شوی، ګڼ کتابونه یې چاپ شوي. هغه د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لرلې او په کابل کې د یو شمېر خصوصي پوهنتونونو استاد و.

مشعل څه میاشتې مخکې په یوه ژوندۍ ټلویزوني خپرونه کې، د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو د دوام په غبرګون کې، خپل تحصیلي اسناد وڅېرل او وروسته یې د یوې سمبولیکې ګرځنده کراچۍ په جوړولو سره، د کابل په لارو کوڅو کې خلکو ته وړیا کتابونه وېشل.

د طالبانو استخباراتو نوموړی په دې تور ونیوه، چې ګواکې د دوی خلاف پارونکي ګامونه اخلي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي رئیس ملا عبدالحق حماد، په ښکاره نوموړی په دغه تور تورن او وویل، چې دوی حق لري داسې کسان احضار او حساب ورسره وکړي.

عبدالحق حماد، هغه مهال دا ادعا هم کړې وه، چې له استاد مشعل سره « محترمانه چلند» شوی دی.

د مشعل یو شمېر خپلوانو تر دې مخکې رسنیو ته ویلي وو، چې هغه د طالبانو له زندانه تر خوشې کیدو وروسته هم «په یوه ځای”کې نظر بند دی او د نه فعالیت ترڅنګ له خپلې کورنۍ سره د لیدو حق نه لري.

دغو سرچینو دې ته په پام سره، چې مشعل د کورنۍ د نفقې لپاره بل ګټندوی نه لري، د هغه د کورنۍ د اقتصادي او دغه راز رواني وضعیت په اړه هم اندیښنه څرګنده کړې وه.

اوس ملا عبدالحق حماد او بل کوم طالب مدافع نه دی څرګند شوی، چې له استاد مشعل سره د ادعا شوي «محترمانه چلند» د رسنیزې شوې ویډیويي ځواب ووایي او روښانه کړي، چې د دوی په اصطلاح په عمري عدالت او د سیمې په کچه سیاله واکمنۍ کې یې«محترمانه چلند» څه مانا لري او دا مانا له کوم پېچلي فلسفي- اخلاقي مکتبه سرچینه اخلي؟!

استاد مشعل د طالبانو زندان ته بیول شوی او ترې خوشې شوی یوازینی کس نه دی، چې ورسره د «محترمانه چلند» د داسې رواني او جسماني صدمې خبرونه ورکړل شوي.

هغه ښایي بختور وي، چې څو کسو پېژنده، خواخوږي یې ورسره لرله، تحصیلي اسناد یې په ژوندۍ ټلویزوني خپرونه کې څیرلي وو او د زده کړولپاره مبارزه یې رسنیزه وه، کنه خدایزده چې اوس به یې په مرګ څومره وخت تېر شوی وای او کورنۍ یا پېژانده خلک به یې خبر وای کنه؟

د طالبانو زندانونه، چې هره ورځ، د هېواد په هره څنډه کې، په هر نوم او پلمه، د دوی مخالفان او حتا پر طبیعت او سلیقه نابرابره ډېر عادي او له دنیا ناخبره کسان وروستل کیږي، ټوله نړۍ پکې په کیدونکو وحشتونو او جنایتونو خبریږي، خو لکه نه چې خبریږي، له څو محدودو نړیوالو بنسټونو پرته پرې د چا غږ نه خیژي.

واقعیت دا دی، چې طالبانو افغانستان په ټوله کې خلکو ته په یوه ستر زندان بندي کړی او هر هغه څوک، چې د دوی د وژنو او ورانونو ملاتړی او همکار نه وي پاتې شوی، وهي یې، شکنجه کوي یې، بندیانوي یې، وژني یې او نور هر څه یې چې زړه وغواړي، هغسې وحشت او ظلم ورسره کوي.

د دغه وضعیت پر وړاندې څنګه مستند سازي، منسجم اعتراض او اقدامات چې لازم دي، له بده مرغه هیڅ څرک یې نه بریښي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي دفتر او ګڼ نور داسې دفترونه له نړیوالو د پریمانه امکاناتو له ترلاسه کولو سره فعال دي، خو لکه نه چې دي فعاله، یا ورته ویل شوي چې په داسې پېښو بیخي ځانونه غلي کړئ او د طالبانو مسلم حق یې وبولئ، د چا اخ هومره نه پرې خیژي.

په ډېرو مواردو کې لیدل کیږي، چې د یوناما او ځینو نورو نړیوالو ادارو اړوند کسان د طالبانو تر دیپلوماتیکې برخې دوی ته زیاته لابي کوي او د دوی ټول جنایتونه یا پټوي او یا ډېره عادي او چاره منعکسوي.

ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالاتو له شاوخوا یو کال راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د څارنې لپاره ځانګړي استازي هم اعلان کړل، څو د بشري حقونو د نقض موارد وڅاري، خو لکه دا ګومارنې هم چې غولونکې او تېر ویستل وي، چې نور خلک د دوی په تمه شي او دوی له ځان تېر راوستو سره د طالبانو بشري جنایتونه هېر او د خلکو له پامه لیرې وساتي.

د طالبانو د رژیم په څه باندې یو نیم کلنه واکمنۍ کې تراوسه مشخصه نه ده، چې دغې ډلې د سړک سر له جنایتونو ور اخوا، خپلو زندانونو ته څومره خلک، په څومره پلمو او تورونو راوستي، څومره یې شکنجه کړي، څومره یې وژلي او څومره لا هم د بې‌قانونه او بې اصوله ډلې په ولکه کې بندیان دي؟

بله د پام وړ خبره دا ده، چې نړیوال سازمانونه د یو شمېر هغو کسانو د خوشې کیدو لپاره غږ پورته کول، خپل یوازینی مسوولیت بولي، چې د طالبانو له لوري یې نیول کیدل، د سانسور په اوج کې رسنیز کیږي، خو تر دې وروسته چې خوشې شي، د هغوی پوښتنه نه کیږي، چې ولې بندیان شوي ول، څه ورسره وشول او د کومو ضمانتونو په اخیستو بیرته پریښودل شول؟

د طالبانو د دغو جنایتونو پر وړاندې د بشري حقونو د مدعي هېوادونو او نړیوالو سازمانونو چلند او کمزوری نظارت ټول د پوښتنې وړ دي.

افغانان که دوی سره د طالبانو دا ډول جنایتونه نه شي هېرولای؛ د خپلو هغو سیاستوالو، ډلو، نړیوالو سازمانونو او هېوادونو چوپتیا هم او غیر منسجم‌والی هم نه شي هېرولای.

دا وضعیت، چې دوام یې پر طالبانو د خپل ظلم کاسه ژر نسکوروي، ورسره د افغانانو له نظره د نړیوالو سازمانونو اعتبار او ریښتینولي هم تر پوښتنې لاندې راولي او کیدای شي یوه برخه خلک عقده‌یي او د همداسې سازمانونو خلاف د طالبانو او نورو افراطي ډلو د راتلونکو اهدافو په ګټه وکاروي!

ورته لیکنې

Back to top button