د جلاوطنۍ محدودیتونه؛ افغان لوبغاړې، چې ویې‌نشو کړای نړیوالو سیالیو ته لار ومومي

په خواشینۍ سره خپل تخنیکي – مسلکي بریلیکونه، رنګ په رنګ کمربندونه او ورزشي وسایل راته ښيي؛ هغه مدرکونه چې تر پنځلس کلنۍ پورې یې د زرګونه ستونزو په زغملو ترلاسه کړي دي. د نوي ځوانۍ په عمر نجلۍ ده چې په ایران کې یې د « شخصي دفاع» په برخه کې پنځه کاله زیار ایستلی، ترڅو په دې برخه کې د روزونکې تر کچې ورسیږي، خو د کډوالۍ د محدودیتونو له امله یې هیلې له خاورو سره خاورې شوې او اړ شوه چې ورزش پرېږدي.

فاطمه تاجیک اولس کاله عمر لري او د پروان ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ اوسېدونکې ده، خو زېږېدلې په ایران کې ده. د نوموړې کورنۍ، شاوخوا ۲۲ کاله پخوا په کابل ښار د لومړي ځل لپاره د طالبانو د واکمندیدو پر مهال، ایران ته کډوال شوې ده. تاجیک په یولس کلنۍ کې له ورزش سره د زیاتې مینې له امله، په ایران کې د « شخصي دفاع» ورزشي برخه کې شامله شوه.

دغې نجلۍ شاوخوا پنځه کاله په یاده برخه کې روزنه لیدلې او په دې موده کې یې ډیرې لاسته راوړنې هم لرلې دي. نوموړې په دې موده کې د ایران هېواد په کورنیو سیالیو کې دوه د سپینو زرو او برنز مډالونه ترلاسه کړي دي. هغه وايي، چې تازه یې وزرونه کړي وو خو محدودیتونو یې په جلاوطنۍ کې وزرونه ور مات او نوموړې یې پرې‌نه‌ښوده چې خپلو هیلو ته ورسیږي.

فاطمه تاجیک له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې موخې ته د خپلو هیلو د نه رسیدلو روایت کوي او وايي: «له یوولس کلنۍ راهیسې مې ورزش پيل کړی او هیله مې دا وه چې یوه ورځ د ورزش اتله شم. پنځه کاله مې په دغې برخه کې کار وکړ او کمربندونه مې په ترتیب سره بدلیدل چې د [تور] کمربند تر کچې ورسېد او ټاکل شوې وه راتلونکو ورځو کې د شخصي دفاع ورزش روزونکې شم. خو خپلو هیلو ته ونه رسېدم.»

دغه ځوانه ورزشکاره وايي: « په تهران کې د ولایتونو ترمنځ سیالۍ په لاره واچول شوې په هغو سیالیو کې زه اتلولۍ ته ورسېدم. ټاکل شوې وه چې تر هغو وروسته په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړم. خو دا چې د بهرني «هېواد» له اتباعو وم، په یادو سیالیو کې د ګډون اجازه رانه‌کړل شوه؛ ځکه د ایران تابعیت مې نه درلود او یوازې یوه عادي د اوسېدو اقامه لرم. وروسته له هغې مې زړه مات شو او ورزش مې پرېښود. اقتصادي ستونزې هم د ورزش پرېښودو لپاره بل لامل و.» فاطمه وايي که چیرې یې ملاتړ وشي کولای شي په دې ورزش کې د افغانستان په نوم ډیرې لاسته راوړنې ثبت کړي.

د فاطمې تاجیک په څېر زرګونه نجونې او هلکان په کور دننه د ستونزو له امله د افغانستان پرېښودو ته اړ شوي او په نورو هېوادونو له هغې ډلې ایران او پاکستان کې ژوند کوي او له ډېرو امتیازونو بې برخې دي. د ایران دولت بیا د نورو هېوادونو پر پرتله بهرنیو ښاروندانو لپاره فضا تنګه کړې ده. تر دې وړاندې هم په ایران کې افغان کډوالو له اجباري شړل کېدو، ښوونځیو ته د نه لاسرسي، د ویزې د تمدیدو په وخت کې له ناوړه چلند، د سیم کارت په اخیستلو کې له محدودیت، له انترنت څخه د ګټې اخیستنې او په دغه هېواد کې د بانکي حسابونو پرانېستل کېدو په اړوند یې شکایتونه کړي دي.

په ایران کې له زده‌کړو د بې‌برخې کېدو منفي اغیزې

فاطمه اوسمهال د ایران په یوه ښوونځي کې د «معمارۍ» څانګې د یولسم ټولګي زده‌کوونکې ده. نوموړې نږدې دوه کاله وړاندې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو یوازې څو میاشتې وړاندې د ښوونځي د «معمارۍ» څانګې ته شامله شوې ده. نوموړې وايي: «کله مې چې دا څانګه وټاکله، غوښتل مې چې مسلکي انجنیره شم ترڅو له هغې وروسته هېواد ته بېرته راستنه او په جوړونه کې یې برخه واخلم. خو شرایط سخت شول او طالبان واک ته ورسېدل، د نجونو پرمخ یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ور وتړلې او ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکوي. له همدې امله هغه موخې مې چې پخوا په ذهن کې درلودې، اوس یې نه لرم او هره شېبه د خپل ځان او نورو نجونو د راتلونکې په اړه اندېښمنه یم. حتی ډیری شپې او ورځې چې د هېواد وضعیت راپه زړه شي، ژاړم.»

دغه زده‌کوونکې د هغو ځوانانو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانېستل کېدو غوښتونکې ده چې زحمت یې ویستلی او هوډ لري چې د هېواد په جوړولو کې برخه واخلي. فاطمه وړاندې وايي: «له طالبانو غواړم چې پوهنتونونه او ښوونځي پرانیزي. ډیرې اتلې نجونې شته چې غواړي زده کړې وکړي او زمونږ هېواد ته د خدمت جوګه شي. طالبان دې فکر وکړي که چیرې یې مېرمن، خور او مور ناروغان شي، آیا لازمه ده چې یو نارینه ډاکټر یې درملنه وکړي؟»

دغه زده کړیاله نړیوالې ټولنې ته په خپلو خبرو کې وايي:« له ټولې نړۍ غواړم چې افغانستان ته پام وکړي او وګوري چې خلک یې په څه وضعیت کې دي ټول په سختو شرایطو کې ژوند کوي. داسې شرایط واکمن دي چې نه مو پرېږدي حتی زده کړې وکړو.»

ویل کیږي چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې بیا ځلي واک ته تر رسېدو وروسته، د نجونو پر مخ د منځنیو او لېسو ښوونځي تړلي دي. ددغې ډلې چارواکو په تېرو ۱۷ میاشتو کې ددغو محدودیتونو د لګېدو لپاره ګڼ لاملونه وړاندې کړي دي. او تل وايي چې ژر به په دې اړوند پرېکړه وشي. طالبانو په دې موده کې د عامه افکارو او نړۍ والې ټولنې تر فشار لاندې هرې پلمې ته مخه کړې ده؛ د نجونو د زده کړیالانو د جامو له بدلون نیولې بیا د «افغانستان سنتي او شرعي قوانینو» له همغږي سره د ښوونیز نصاب تر بدلون پورې، دغه راز فرهنګي لاملونه. دغو لاملونو ونشوای کړای چې د هېوادوالو، د هېوادونو استازو او د نړیوالو سازمانونو قناعت ترلاسه کړي.

سربېره پر دې، د فاطمې تاجیک شکایتونه او غوښتنې، د هغو زیات شمېر هېوادوالو غوښتنې دي چې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او له زیات شمېر ستونزو او له ګڼ شمېر امتیازاتو بې‌برخې. ډیری هېوادوالو چې په نورو هېوادونو کې یې ډیر کلونه تېر کړي، افغانستان خپل کور ګڼي او د امنیت د ټینګښت په صورت کې حاضر دي چې بېرته راستانه شي، خو اقتصادي ستونزې، د کار نشتون، د ځاني او فکري امنیت نشتون همداراز د سیاسي ثبات نشتون ددې لامل کیږي چې د جلا وطنۍ ستونزې وزغمي او د هېواد د آبادۍ لپاره ورځې وشماري.

ورته لیکنې

Back to top button