پر ښځو د طالبانو له لوري د محدودیتونو په لګولو، صحي خدمتونو ته یې ددغه قشر لاسرسی اغېزمن کړی او د له منځه تللو په حال کې دی. د طالبانو د سپارښتنې پر بنسټ، نارینه ډاکتران نهشي کولای د هغو شمېر ښځو چې محرم ورسره نه وي، درملنه یې وکړي. د دغې سپارښتنې پر بنسټ، په روغتیايي مرکزونو کې د هغو ناروغو ښځو چې محرم نه لري، قابلې به یې درملنه کوي. تازه مورد کې د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت، د ښځینه ډاکترانو تخصصي ازموېنه له منځه وړې ده. له همدې امله، د طب د څانګې د وروستي کال محصلین او ښځینه متخصصین نه شي کولای له خپل پایلیک نه دفاع وکړي. د شرعي محرم نه لرل او روغتيايي کارکوونکو ته د محرمیت کارت ورښودل، په روغتيايي مرکزونو کې بله ستونزه ده چې ډاکټر ته یې د ښځو لاسرسی محدود کړی دی. ډېر شمېر متخصص ډاکترانو د بې امنیو، برمته کولو، د ازادۍ نشتون او د طالبانو له لوري د محدودیتونو لګلولو له امله هېواد پرېښی دی. د بشر دوستانه مرستو کموالی، د روښانه سیاست نشتون او په هېواد کې له روغتيايي نظام څخه ناسم درک روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د نه لاسرسي له لویو لاملونو دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې په ښځو بې شمېره محدودیتونه لګولي دي. ددغو محدودیتونو لګول ښځې د ټولنیز ژوندانه په بېلابېلو برخو کې په بشپړ ډول څندې ته کړي دي. د زده کړې او کار له حق نه د ښځو بې برخې کولو تر څنګ، روغتيايي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی یې هم محدود کړی دی. ښځې او نجونې د طالبانو د دغې سپارښتنې پر بنسټ تر دې وروسته روغتیايي خدمتونو ته له ازاد لاسرسي هم بې برخې شوي دي. طالبانو په تېرو ۲۱ میاشتو کې، په بېلابېلو ولایتونو کې، پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو یو شمېر مقررات لګولي دي. د دغې ډلې د امر به معروف محتسبین د هېواد په ډېری سیمو کې له ډاکترانو نه دیني ازموینه اخلي.
د تخصص د دورې له بشپړېدو د ښځو بې برخې کول
د طالبان تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت د غوايي د میاشتې د دوهمې اوونۍ په لړ کې د یوې خبرپاڼې د خپرولو له لارې وویل چې یوازې نارینه ډاکټران کولای شي د تخصص د اکمال د ازموینې په بهیر کې ګډون وکړي. یاد وزارت ویلي دي چې نارینه ډاکتران باید د غوايي د میاشتې تر ۲۴مې نېټې پورې نوم لیکنه وکړي. د طب له څانګې نه فارغ شویو ډاکترانو ته د تخصص د اکمال ازموینه اجازه ورکوي ترڅو په یاده څانګه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د طالبانو تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت د ډاکترانو لپاره د تخصصي څانګو لړلیک اعلان کړی دی. ددغه لړلیک پر بنسټ د نارینه و لپاره په ځانګړو تخصصي څانګو کې زده کړې او فعالیت په نظر کې نیول شوی او هېڅ ښځینه نه شي کولای په تخصصي ازموینه کې ګډون وکړي. د اعلان شوي لړلیک پر بنسټ، په جراحي او عمومي داخلې څانګو او پر هغو پورې اړونده نورو څانګو لپاره تخصصي برنامې اعلان شوې دي، خو د نسايي ولادي برخه په بشپړ ډول له دغه لړ لیک نه لیرې کړای شوې دهص.
د شرعي محرم درلودل او د ښځو لپاره د محرمیت کارت
طالبانو ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې له محرم پرته دې دندو نه ورځي. دغه سپارښتنه په یو شمېر ولایتونو کې ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته په شفاهي ډول شوېده. باخبره سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې په کندهار کې د امر به معروف او نهی عن المنکر ریاست ښځینه کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې له محرم پرته نه شي کولای خپلو دندو ته حاضرې شي. دغه سپارښتنه د یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۹مه د دغه ریاست کارکوونکو ته په شفاهي ډول شوې ده. دغه راز یاد ریاست ښځو ته د محرمیت کارتونه هم ورکړي دي. د سرچینو په خبره، ښځینه روغتیايي کارکوونکې ددې ترڅنګ چې باید محرم ولري، د محرمیت کارت هم باید له ځان سره ولري.
په همدې حال کې، یوه ښځینه ډاکټره چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته مني چې دوی ته د طالبانو له لوري ویل شوي چې روغتون ته د راتللو پر مهال له ځان سره خپل شرعي محرم هم باید ولري. نوموړې وايي چې کاري شرایط ورته ستونزمن شوي دي. دغه ډاکتره وايي: «کار یو کس کوي خو دوه کسه باید حاضر وي چې دا لګښت لرونکی دی او د نه اجرا وړ دی. داسې شمېر ډاکټرانې شته چې نه مېړه لري، نه پلار لري، نه ورور. هغوی له دا ډول محدودیتونو سره څنګه ځان عیار کړي. که چېرې یوه ښځه محرم هم ولري، دا څومره شونې ده چې یو نارینه هر ورځ د خپلې مېرمنې تر څنګ کښیني او وویني چې څه ډول د خلکو له ښځو نه درملنه کوي.»
د دیني ازموینې او د امر به معروف او نهی عن المنکر نه د فعالیت د جواز ترلاسه کول
د روغتیايي کارکوونکو په تېره د ښځینه ډاکترانو له جدي ستونزو نه یوه هم د دیني ازموېنه او دغه راز د طالبانو د امر به معروف او نهی عن المنکر له ادارې نه د فعالیت د جواز ترلاسه کولو په موخه د لس زره افغانیو ورکړه ده. تر دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې موندلې وه چې د طالبانو د امر به معروف او نهی عن المنکر محتسبینو د روغتیايي مرکزونو کارکوونکو ته په شفاهي ډول ویلي دي چې ډاکټران باید دیني ازموېنه کې ګډون وکړي او همداراز ډاکتران او ښځینه پرستاران باید د فعالیت د جواز ترلاسه کولو لپاره ۱۰ زره افغانۍ ورکړي.
په غزني کې طالبانو ددغې ډلې د امر به معروف او نهی عن المنکر له ادارې نه د روغتيا په برخه کې د جواز ترلاسه کول، جبري کړي دي. په غزني کې روغتیايي کارکوونکو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي دي چې طالبانو هغوی ته سپارښتنه کړې ده چې د امر به معروف او نهی عن المنکر له اجازې پرته، د ښځینه ناروغانو د درملنې حق نه لري. سرچینې زیاتوي چې د طالبانو د سپارښتنې او فرمان پر بنسټ روغتیايي کارکوونکي اړ دي چې دیني ازموینه کې ګډون وکړي او د فعالیت د جواز په بدل کې د دغې ډلې د امر به معروف او نهی عن المنکر ادارې ته لس زره افغانۍ ورکړي.
ښځې له محرم پرته صحي مرکزونو ته د تللو حق نه لري
روغتیايي مرکزونو ته له شرعي محرم پرته د ښځو د ورتګ له منع کېدلو وروسته، د طالبانو د امر به معروف او نهی عن المنکر اداره ویلي دي چې ناروغې ښځې حق نه لري چې د کورنۍ د نورو ښځو له لوري روغتونونو ته ولېږدول شي. د دغه بنسټ په خبره، په روغتیايي مرکزونو کې له ناروغو ښځو سره د ښځینه پایوازانو اوسېدل، «غیر اخلاقي او غیر شرعي» عمل دی. د غزني ولایت مقر ولسوالۍ کې د طالبانو یوې ابلاغیه کې چې ډېرو خلکو یې په اړه معلومات ترلاسه کړل پکې راغلي دي چې په روغتیايي مرکزونو کې دې له محرم پرته له ښځو یا هم له ښځینه پایوازنو مخنیوی وشي. په غزني کې طالبانو ویلي دي چې له کوره بهر له شرعي محرم پرته د ښځو تګ راتګ او دغه راز له محرم پرته په روغتیايي مرکزونو کې د هغوی درملنه «ګناه» شمېرل کېږي.
پر دې سربېره، په روغتيايي مرکزونو کې له محرم پرته د ښځو د ورتګ د مخنیوي په اړوند د طالبانو د امر به معروف او نهی عن المنکر وزارت سپارښتنه د ننګرهار تر اوسېدونکو هم رسېدلې ده. دغه سپارښتنه د سې شنبې په ورځ د ۱۴۰۱ د غوايي په ۲۷مه، ددغه ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د طالبانو چارواکو ته ابلاغ شوې ده. ددغې سپارښتنې پر بنسټ، هېڅ ښځه چې حجاب، چادري او محرم ونه لري، روغتیايي مرکزونو ته د تګ حق نه لري.
د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې د ډاکټرانو غبرګون
په همدې حال کې یو شمېر ډاکټران چې د طالبانو له لوري د نیول کېدو له وېرې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د محدودیتونو لګول، ددې ترڅنګ چې روغتیایي خدمونو ته یې د ښځو لاسرسی محدود کړی هغوی یې له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کړي دي. د هغوی په خبره، په هېواد کې د جګړو او شخړو له امله، ډیری ښځې پخپله د کورونو مسوولیت پر غاړه لري او یا هم په کور کې نارینه نه لري چې وکولای شي د محرم په توګه له هغوی سره روغتیايي مرکزونو ته ولاړ شي. یو له دغو ډاکترانو وايي: «دوی وايي چې نارینه ډاکتر حق نه لري چې یوه ناروغه ښځه چې محرم نه لري، درملنه یې وکړي، خو که ښځینه ډاکټرانې هم نه وي، ځکه ښځینه ډاکټرانې کېدای شي په کورونو کې نارینه ونه لري، څه وکړي؟ ومري؟ دا د اندېښنې وړ ده.
دغه راز یو شمېر ډاکټران د ښځینه ډاکټران لپاره د تخصصي ازموېنې له منځه وړل خواشینونکي بولي. د هغوی په خبره، طالبان ښځینه ناروغانو ته اجازه نه ورکوي ترڅو نارینه ډاکټر ته ورشي دا په داسې حال کې ده چې د تخصصي بنستونو دروزاې هم د ښځینه ډاکترانو پر مخ تړي؛ چې دا له زغم نه لیرې ده.
ډاکټره شمسیه (مستعار نوم) ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: « کله چې ښځینه ډاکتره د تخصص اخیستلو حق نه لري، دا ددې لامل کېږي چې ورځ تر بلې د ښځینه متخصصینو په شمېر کې کموالی راځي او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی به زیانمن شي. په نسايي-ولادي څانګه کې د تخصص د ازموینې له منځه وړل، لویې ستونزې زېږوي. دغه راز د اګزیت دولتي ازموینه کې هم ښځېنه ډاکټرانې ګډون نه شي کولای. تاسو فکر وکړئ تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د ښځینه متخصصینو ډاکټرانو په نشتون کې، روغتیايي سیسټم څومره زیان وویني.»
یوه سرچینه چې په خپله هم طبیب دی، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «د طب د څانګې ښځینه محصلینې چې وروستی کال یې و، او درسونه یې هم بشپړ شوي وو، خو له بده مرغه چې د خپلو پایلیکونو د دفاع حق نه لري. دا وضعیت روغتیايي کیفیت او کمیت له لوی بن بست سره مخ کوي چې جبران یې ناشونی دی.» دغه سرچینه وايي: «طالبانو په ډېری روغتیايي مرکزونو کې ویلي دي چې که چېرې یوه ناروغه ښځه له محرم پرته روغتون ته راغله، نارینه ډاکتر یې د درملنې حق نه لري، او د قابلو له لوري دې درملنه وشي. قابله چې په دې برخه کې هېڅ نه پوهیږي؛ روښآنه ده چې دا وضعیت به د روغتیايي خدمتونو کیفیت او عرضه تر پوښتنې لاندې راولي. په بل عبارت، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي حق له ښځو اخیستل کېږي.»
پر ښځو د دغو محدودیتونو لګول داسې مهال ترسره کېږي چې افغانستان لا هم په نړۍ کې د ښځو د مړینې په لوړه کچه کې دی. د ملګرو ملتونو د سازمان د جمعیت صندوق اټکل کړی چې تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې به افغانستان کې ۵۱ زره ښځې د زایمان له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي. ددغو شمېرنو پربنسټ، په منځني ډول په کال کې ۱۲ زره او ۷۵۰ ښځې د زایمان پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په همدې حال کې، د بې پولې ډاکټرانو په یوه راپور کې د افغانستان روغتیايي سیسټم یې له کاره لوېدلی بللی دی. دغه بنسټ د روان کال د فبروري میاشت په ۶مه یې ویلي دي چې د هغوی موندنو ښودلې چې له کاره لوېدلی روغتیايي سیستم، پراخه بې وزلي او پر ښځو د محدودیتونو لګول، د افغانستان اوسني بشري ناورین ته لمن وهي. په افغانستان کې د بې پوله ډاکترانو د سازمان استازي فیلیپ ریبیرو ویلي دي: «زمونږ په ځینو پروژو کې د ډاکترانو پر ځای له قابلو نه کار اخیستل ستونزمن دی. که ښځې د زده کړو حق ونه لري، د داکترانو وروستی نسل، قابلې او پرستاران به له کومه ځایه شي؟» په راپور کې د بې پوله ډاکترانو سازمان له طالبانو غوښتي دي چې زده کړو او کارکولو ته د ښځو لاسرسی تضمین کړي.
په هممهاله ډول د روغتیايي خدمتونو نه وړاندې کول د افغانستان د خلکو په تېره د ښځو او ماشومانو له اصلي ستونزو څخه دي. په یو شمېر ولسوالیو او حتی په ځینو ولایتونو کې د قابلو، ډاکترانو او ښځینه پرستارارنو کموالی، د دې لامل شوی چې ډیری ښځې د درملنې مناسبو خدمتونو ته لاسرسی ونه لري. دا مهال په افغانستان کې روغتیايي مرکزونه د بهرنیو مرستو ملاتړ له ځان سره لري. که دا مرستې کمې شي یا هم بندې شي، د افغانستان روغتیايي وضعیت به له لوی ناورین سره مخ شي.
د طالبانو تر واک لاندې د مرکزي احصاییې ادارې د ۱۴۰۱ کال د درېیمې ربعې په راپور کې ویلي دي چې د هغوی شمېرنې ښيي چې تر دا مهاله په هېواد کې ۱۹۹ دولتي روغتونونه او ۵۳۰ خصوصي روغتونونه فعالیت لري. دغه بنسټ په خپل راپور کې ویلي دي چې په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد په کچه ۴۵۴ جامع روغتيايي مرکزونه، یو زر او ۷۷ اساسي روغتيايي مرکزونه او یو زر او ۱۰۲ فرعي روغتيايي مرکزونه فعال دي. ددغه راپور پر بنسټ، د ۱۴۰۱ کال په درېیمه ربعه کې د دولتي لابراتوارونو شمېر یو زر او ۲۶۳ و او د خصوصي لابراتوارونو شمېر یو زر او ۵۴۴ ته رسېدل.