اندراب کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د نښتو بیا پیل

۸صبح، بغلان: سیمه‌ییزې سرچینې د بغلان په اندرابونو کې د طالبانو او د مقاومت جبهې د ځواکونو ترمنځ د نښتو له زیاتېدو خبر ورکوي.

ځایي سرچینې دوشنبه د مرغومي پر پنځمه نېټه وایي، چې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښتې له تېرې شپې راهیسې د بغلان د اندرابونو په تغانک، خُج او باغ دره کلیو کې روانې دی.

د سرچینو په وینا په دغو نښتو کې دواړو لوریو ته تلفات اوښتي، خو کره شمېر یې روښانه نه دی.

په همدې حال کې د مقاومت جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي پر خپلې فېسبوک‌پاڼې په اندراب کې د دغې جبهې پر مرکزونو د طالبانو د څو بریدونو د په شا تمبولو خبر ورکړی دی.

موده مخکې بغلان کې د مقاومت جبهې د ځواکونو پر یوه مرکز د طالبانو د برید له امله د دغې جبهې یو غړی ووژل شو او ۱۳ نور ونیول شول.

ورته لیکنې

Back to top button