تقاعد شویو امریکایي جنرالانو د مخکینیو افغان پوځیانو لپاره د ملاتړ غوښتنه وکړه

۸صبح، کابل: امریکا کې یو شمېر مشهور تقاعد شوي پوځي جنرالان له یوې ولسي هڅې سره یو ځای شوي ترڅو له هغو افغانانو د ملاتړ د پیاوړي کېدو لپاره یو قانون تصویب کړي، چې افغانستان کې یې د امریکا په جګړه کې مرسته کړې وه.

واشنګټن پوسټ یکشنبه د ډسمبر پر ۱۸ راپور ورکړی، چې د پوځ درې پخواني مشران د هغو کسانو له جملې دي، چې له کانګرس څخه یې غوښتنه کړې ژرترژره اقدام وکړي او د امریکا له مخکینیو همکارو پوځیانو د ملاتړ لپاره بودیجه تصویب کړي.

دغو افسرانو په یوه لیک کې لوړپوړي قانون جوړونکي ته ولیکل، چې دغه اقدام د امریکا د ملي امنیت له ګټو سره مرسته کوي او «یوه اخلاقي اړتیا هم ده.»

دغو افسرانو په لیک کې زیاته کړې: «که کانګرس ونه شي کولای دغه قانون تصویب کړي امریکا به کم امنیت ولري. د پوځي متخصصینو په توګه دا زموږ دنده وه او ده چې راتلونکې نښتې ته چمتو شو. موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې په هرډول نښته کې به احتمالي ملاتړي هغه څه چې اوس له زموږ افغان متحدینو سره کېږي په یاد ولري.»

د دغې طرحې مدافعان وايي، چې دا قانون د ستونزو د کمولو لپاره جوړ شوی چې د کابل له سقوط مخکې پیل شوې وې او له هغې وروسته یې شرایط لا سخت شوي دي.

همداراز د امریکا پوځي افسرانو د هغو افغانانو لپاره د اسنادو د جوړولو غوښتنه کړې ده، چې له دایمي حضور پرته په امریکا کې دي او همداراز د هغو کسانو لپاره د معافیت بهیر چې د دوسیو هواری یې ښایي اسانه نه وي.

تر ۳۰ زیاتو تقاعد شویو افسرانو له دې جملې د پوځ پخواني لوی درستیز جنرال جوزف دانفورډ، د سمندري ځواکونو افسر مایک مولن، د ناټو مخکینیو لوړپوړو قوماندانانو ریچارډ مایرز او جیمز اسټاوریډیس او جنرال سکاټ مېلر چې د کابل له سقوط څو اونۍ مخکې یې د ځواکونو مشري پر غاړه لرله دغه غوښتنه لاسلیک کړې ده.

ورته لیکنې

Back to top button