افغانستان ته شا کول د حل لاره نه ده

لیکوال: عبدالوحید وحید

ویجاړونکې جګړه، اوږدمهاله بې‌وزلي او د اقليمي بدلونونو په پايله کې د طبیعي ناورینونو له امله رامنځته شوې ناخوالې په تیرو څلورو لسیزو کې، د افغانستان د خلکو لپاره د بدمرغیو یو وژونکی ترکیب دی. له همدې امله نړيواله ټولنه نشي کولى له افغانستانه په شا شي او افغانان د پورته يادو شويو توپانونو له امله بې‌ياره او مددګاره پريږدي .

په افغانستان کې بشري ناورین پیچلي اړخونه لري. د بهرنیو مرستو د کمولو يا هم د بندولو او یا د طالبانو د حکومت د پياوړي کيدو د مخنیوي لپاره له افغانستانه د وتلو منطق د بریالیتوب په لور اغیزمنه لاره نه ښکاري، ځکه چې دا په حقیقت کې افغانانو ته د سزا کولو لامل کیږي. موږ داسې ډېرې بيلګي لرو چې سخت دریځي رژیمونه حتی د سیاسي بې ثباتۍ، تيت او پاشلي ناامنۍ او مات شوي اقتصاد سره د ډيرو کلونو لپاره پاتې شوي دي.  د لويديځ بنديزونه او انزوا به يوازې د افغان ولس ناوړه کړاوونه لا پسې خراب کړي.

زموږ په هېواد کې د سياسي مخالفو ډلو ترمنځ دایمي بې اتفاقي هم د افغانستان  راتلونکي ته ننګونې راپیدا کوي. له بده مرغه افغان مشران له تيرو پنځو لسيزو راهيسې په پرلپسې ډول د ملي ګټو پر وړاندې خپلې شخصي ګټې په پام کې نیسي. د توکمیز هویت پر سر ناندرۍ ، د واک پر بنسټ راڅرخيدونکي سیاستونه، په جنګي جرمونو کې د ککړتیا الزامونه، د فساد تورونه او له مخالفو ډلو سره د واحدې ملي اجنډا نشتوالی له طالبانو سره  تعامل په افغانستان کې د کړکیچ  د حل تګ لاره په ګوته کوي.

د حيرانتيا خبره ده چې په افغانستان کې ښه او بد له یو بل سره ګډ شوي دي.  د جګړې قربانيان او په جنګي جرمونو باندې تورن کرکټرونه ډیری وختونه  یو له بل سره تبادله شوي. يعنې د جګړې قرباني د جنګي جنايتکار په رول کې راڅرګند شوى او بل وخت جنګي جنايتکاران د جنګي جنايتونو قرباني ګرځيدلي دي.د طالبانو لخوا په راپرزول شوي جمهوري حکومت کې هم په بشري جنايتونو تورن اشخاص ښه ډېر وو او ښه غوښن رول يې درلوده. موږ د طالبانو په جګړه کې په حکومت کې د جنګسالارانو رول له پامه نشو غورځولاى.

لوستونکو ته به ياد وى چې د تير جمهوريت پارلمان په جنګي جرمونو باندي تورن افراد د عدالت له پلى کولو څخه نه يوازې رسماً مستثنى وګرځول بلکې و هم نازول شول. د کريکترونو دغه ډول بدلون  د عدالت د پلى کولو پروسه  له ستونزو سره مخ کوي، ځکه چې عدالت پلى کول د سولې او پرمختګ بنسټيز اصل دى. ستونزه دلته ده چې ټولو هغو افغانانو ته سزا ورکول هم ناشونی کار دى چې لاسونه يې د خپل ولس په وينو سره وي او په يو اړخ باندې د عدالت د پلى کولو غوښتنه پخپله بې عدالتي ده، خو په هر صورت د عدالت د پلى کيدو لپاره باید يوه لاره وموندل شي.

د افغانانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د مشترکاتو پربنسټ پرلپسې همغږي، اړين سياسي فشار او همېشنيو هڅو ته اړتیا ده چې د طالبانو مشرتابه ته په مسلسله توګه یو ګډ پیغام  ورکړي چې د افغانستان مديريت کولو دنده اوس دومره بسيط او ساده نه ده لکه څنګه چې هغوى تیر ځل مديريت کاوه. په تیرو دوو لسیزو کې ټولنه په پراخه کچه بدله شوې ده.  د طالبانو پخوانی رژیم له کلونو کورنیو جګړو او ګډوډۍ وروسته د ویجاړۍ او بې امنۍ په فضا کې واک ته ورسېده. دوی نسبي سوله راوستله، خو اوس د هغوى مکلفیتونه او مسوولیتونه د یوویشتمې پېړۍ د ځانګړتیاوو او نورمونو له مخې اندازه کېږي.

نن ورځ واکمنوطالبانو ته یو ډیر باثباته او ښه روزل شوی اداري ماشین په میراث پاتې دی، چې د دوه لسیزو پخوا په پرتله خورا پرمختللى دی.  افغانان له دولتي خدمتونو سره عادت شوي دي او نوی نسل خورا زيات پوهيږي چې په افغانستان او نړۍ کې څه تیریږي. هغوى د سياسي بدلونونو، ننګونو او ګواښونو په تړاو د بیلابیلو پرمختللو نظریاتو سره لوی شوی دی.  دا ستونزمنه ده که څوک فکر وکړي چې دا هرڅه په اسانۍ سره له منځه تللى شي او يا به هم د تاريخ څرخ مخ پرشا حرکت وکړي .

طالبان باید په دې پوه شي چې په هغوى سيمو باندي هم واک چلوي چې خلک يې په تيرو دوو لسیزو کې د هغوي د خونړیو بریدونو شاهدان او ډيرى وخت قربانيان وو. هغوى د طالبانو له سختو تګلارو څخه ناخوښه دي.  د دغو سیمو واکمني او کنټرول د طالبانو د مشرتابه لپاره اصلي ننګونه ده.  طالبان د داخلي او بهرني مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره پراخ مسولیتونه په مخ کې لري او باید د خلکو توقعات پوره کړي.  ولس  ډاډ ترلاسه کړي چې له هغوى سره د طالبانو چلن  د درناوي په چوکاټ کې تنظیم شوى دى، ترڅو هرڅوک د سیاسي مخالفينو په ګډون د جنسیت، توکم، طبقې یا د هغوى عقیدې ته له کتو  پرته، د متقابل درنښت احساس وکړي.

که څه هم، د ژمنو ماتولو، ټول بښنې فرمانونه، د رسنیو پر وړاندې د زور زیاتي شاليد، همدارنګه د ښځو پر زده کړو او په کار کولو بندیز د دې ښکارندویي کوي، چې طالبان د مشروعیت په ترلاسه کولو کې ناکام شوي دي.

دا هم څرګنده نه ده چې د طالبانو مشرتابه د اوسني نيمګړي ليدلوري، کمزورې پوهې او د ښې حکومتولۍ د ځانګړتیاوو په اړه د کمې تجربې په درلودلو سره، د ملي او نړیوال مشروعیت لپاره د پیچلو مسئلو لکه ټول شموله حکومت جوړولو، بشري حقونو ته د پام کولو، اقتصاد، د بې‌وزلۍ له منځه وړلو او د نړیوالې ټولنې امنیتي اندیښنو ته په مسئولانه ډول د مثبت غبرګون ښودلو اراده دې ولري! خو د افغانانو او نړیوالو په مخ کې د غوره بدیلونو او نورو انتخابونو د نشتوالی له امله تعامل ښایي يوازنى غوراوى وي.

چارواکي باید په دې پوه شي چې د بندیزونو او نړیوالې انزوا له امله به افغانستان له بده مرغه تر ټولو ډیر زیانمن شي او افغانان به هغه فرصتونه له لاسه ورکړي چې هیڅکله به جبران نشي. دا به له وخته مخکې وي چې ووایو چې  که  رژیم په سملاسي ډول د سمون او بدلون لپاره ګامونه پورته نه کړي،  په افغانستان کې به څه ډول ناخوالې رامنځته شي، خو کورنۍ جګړه، ګډوډي او حتی نور له تصوره ورهاخوا ویجاړونکي صورت حال د رامنځته کيدو اټکل کيداى شي.

البته د دې پوښتنې ځواب چې ايا طالبان به وکولای شي خپل حکومت پياوړی کړي، په دې پورې اړه لري چې د نړۍ د تعامل شکل او هڅې څنګه همغږي کېږي، ګډ پيغامونه په څه ډول لېږدول کېږي، طالبان د خپل حکومت پر وړاندې مسايل څنګه مديريت کوي، اپوزيسيون ته څه ډول ځواب ورکوي او تر ټولو مهمه دا چې د هیواد اقتصاد اداره کول او له لويديځ سره په کوم چوکاټ کې تعامل کوي.

د طالبانو له خوا د واک تر لاسه کولو وروسته، افغانستان  د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره، د څو لسيزو ناکامو هڅو په پایله کې، نوي پړاو ته داخل شو.  د طالبانو په واکمنۍ کې د هغوى لخوا د ناتو ځواکونو د ماتولو او د حکومت د نسکوريدو جګړه پای ته ورسېده، خو د هېواد د جګړې عمده لاملونه لا هم نه دي حل شوي.  هغوى ښځې له زده کړو او کار څخه بې برخې کړې، په هیواد کې د رغونې د سترو پروژو ترټولو لوی بهرني تمویل کونکي یې د خپلو سختو او ناوړه تګلارو له امله د پروژو بندولو ته اړ کړل، د بشري حقونو سرغړونې او د راپورونو له مخې، د نړیوالو ترهګرو ډلو پټنځایونو شتون، زموږ د هېواد راتلونکې تياره کوي او د حل لارې پيچلتيا ته بيايي.

نړيواله انزوا او بېلابېل بنديزونه چې ملت ځوروي، ټول په افغانستان کې د اوسني رژيم د ناوړه  سياستونو پايلې دي. حاکمه ډله به خپل ملي او نړیوال مکلفیتونه هغه مهال په بریالیتوب سره ترسره کړي چې یو ریښتینی مشروع، په ملي کچه تصویب شوي او په نړیواله کچه تایید شوی سیسټم او یو اساسي قانون رامینځته کړي او نړيواله له طالبانو سره رغنده تعامل او د سمون وړ ستونزو ته د هغوى د جدي توجه غوښتنو ته په مسلسله توګه دوام ورکړي.

واکمنه ډله دیني، ملي او اخلاقي مکلفیت لري چې د واک له اوسنۍ انحصاري نسخې څخه ووځي، د ښځو پر زده کړو او کارکولو سمدستي بندیزونه لیري کړي، د دولت جوړښت پراخ کړي، د متقابل احترام کلتور په پښو ودروي، انسان وپيژني.  د نورو خلکو وقار، حتی که د دوی نظرونه یا ارزښتونه د دوی څخه توپیر ولري.  فرض کړئ چې هرڅوک د زده کړې لپاره یو څه لري که دوی د زده کړې لیوالتیا ولري. دا نوښت به یقینا د هیواد پریښودو د بشري ناورین پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

یادونه:

مقاله کې راغلي نظرونه او فکرونه، لیکوال پورې تړاو لري، ورځپاڼه یې پخلی یا رد نه کوي.

اداره

ورته لیکنې

Back to top button