رویټرز: جی۷غونډه په روسیې د بندیزونو سختولو او له چین سره د «باثباته او رغنده» اړیکو جوړولو پریکړه وکړه

د جاپان په هيروشيما ښار کې د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هېوادونو د غړو له درې ورځنۍ غونډې وروسته، نړيوالو رسنيو خبر ورکړ چې دغه غونډه پر روسيې د بنديزونو د سختولو او له چين سره د سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا په پرېکړې سره پای ته ورسېده.
رویټرز نن شنبه (د می په ۲۰مه) د اوو بډایه هېوادونو د غونډې د وروستۍ ګډې اعلامیې مسوده ترلاسه کړې، چې په کې موافقه شوې ده، چې روسیې ته هر ډول هغه صادرات بند کړي چې په اوکراین کې ددې هیواد له روانې جګړې سره مرسته کوي.
د ګډې اعلامیې په مسوده کې راغلي چې نوي بندیزونه به د پوتین د جنګي ځواک، د صنعتي ماشینونو او تخنیکي وسایلو صادرات په نښه کړي؛ خو د فلزاتو او الماسو له سوداګرۍ څخه به د روسیې عاید دوام ومومي.
دا پداسې حال کې ده، چې د نړۍ اووه بډایه هېوادونه، چين د اقتصادي امنيت لپاره يو ګواښ ګڼي، خو د خپلې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې پر دې موافقه کړې چې له بېجينګ سره د نړۍ د دويم ستر اقتصاد په توګه، همکاري پياوړې شي.
د اعلامیې په مسوده کې ویل شوي: «زموږ د پالیسۍ تګلارې چین ته د زیان رسولو لپاره نه دي ډیزاین شوي، موږ نه غواړو چې د چین پرمختګ او اقتصادي وده کمزوری کړو.»
د ۷ بډایه هېوادونو د ډلې غړو، د ټایوان په تنګي کې، د سولې پر ټینګښت ټینګار وکړ او له چین یې هم وغوښتل چې روسیه دې قانع کړي چې پر اوکراین «تیري» پای ته ورسوي.
د نړۍ د اوو بډایه هېوادونو د مشرانو غونډه، د جاپان په هیروشیما ښار کې، جوړه شوې وه چې شاوخوا ۸۰ کاله وړاندې د امریکا د اتومي بم په نښه کړی و.
د جاپان لومړي وزیر (فومیو کیشیدا) وویل چې دا ځای یې په اټومي وسلو د کنټرول په موخه غوره کړی.
د جي۷ د مشرانو د غونډې وروستۍ اعلامیې په یوه برخه کې، د فرانسې، بریتانیا او متحده ایالاتو مشرانو، د اټومي وسلو د خاوندانو په توګه، د «له اټومي وسلو پاکې نړۍ» ته خپله ژمنتیا، د ریښتیني، عملي او مسؤلانه چلند له لارې څرګنده کړي ده.