د طالبانو غچ اخیستنه، په یوه میاشت کې اته پخواني پوځيان وژل شوي او ۲۳ نور نیول شوي دي
لیکوال: امین کاوه

طالبانو پر هېواد له واکمنېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه. د دغې ډلې مشر د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو د رژیم د راتګ په لومړیو ورځو کې ویلي وو، چې له ټولو «خواوو او لورو» سره د طالبانو دښمني پای ته رسېدلې ده او هېڅوک به د دې ډلې د جنګیالیو او مشرانو له غچ اخیستونکي چلند سره مخ نه شي. د دغه فرمان له صادرېدو سره سره، سلګونه پخواني امنیتي ځواکونه د طالبانو لخوا په بېلابېلو تورونو نیول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي. طالبانو د روان لمریز کال په کب په میاشت کې لږ تر لږه اته پخواني سرتېري په ډزو وژلي او ۲۳ نور یې نیولي دي. تر دې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو او د ملکي وګړو د نیولو د نوي پړاو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. د دغه سازمان د موندنو له مخې، طالبان د پخوانيو پوځيانو د نیولو تر څنګ، د خپل رژيم ټول مخالفين له منځه وړي. په همدې حال کې امریکايۍ ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» په یوه څېړنیز راپور کې موندلې چې طالبانو پر افغانستان د دغې ډلې د واکمنېدو په لومړیو شپږو میاشتو کې د امنیتي بنسټونو د افسرانو په ګډون د پخواني حکومت شاوخوا ۵۰۰ کارکوونکي وژلي او یا یې هم په یو ډول لادرکه کړي دي.
له څه باندې ۱۹ میاشتو راهیسې د طالبانو لخوا د پخوانیو امنیتي ځواکونو د نیولو، شکنجه کولو او وژلو لړۍ روانه ده. په افغانستان کې پخواني پوځیان په بېلابېلو تورونو د طالبانو له غچ اخیستنې سره مخ کیږي او ډېری یې د دغې ډلې د استخباراتو لخوا نیول کېږي او زنداني کېږي او په ځینو موردونو کې وژل کېږي. تر دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې هم د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژلو او نیول کېدو په اړه ګڼ راپورونه خپاره کړي دي. د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې، طالبانو دروان لمریز کال په کب میاشت کې تر ۳۰ ډېر پخواني امنیتي پوځيان نیولي او شاوخوا لس یې وژلي دي. بلخوا، سرچينې ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي، چې يو شمېر پخواني امنيتي سرتېري تر نيول کېدو وروسته ورک دي او له مياشتو، میاشتو راهيسې يې د برخليک په اړه معلومات نه ترلاسه کېږي. تر دې وړاندې د نیول شویو کسانو خپلوانو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې ده، چې له طالبانو نه د ویرې له امله په میاشتو، میاشتو نه دي توانېدلي چې د خپلو خپلوانو د نیولو خبر رسنیز کړي.
په همدې حال کې طالبان پخواني امنيتي سرتېري له نيولو وروسته، سخت شکنجه کوي چې له امله يې يو شمېر يې تر شکنجې لاندې ساه ورکوي. په دې وروستیو کې دغې ډلې یو پخوانی سیمه ییز پولیس شکنجه او وژلی او بیا یې جسد سیند ته غورځولی دی. د بدخشان ولایت ځایي سرچینې وايي، تېره اوونۍ طالبانو د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو یو پخوانی غړی نصرت الله وژلی دی. سرچینې زیاتوي، چې طالبانو نوموړی د شپې مهال د جرم ولسوالۍ په «نوا» کلي کې نیولی دی. د سرچينو د څرګندونو له مخې، طالبانو نصرت الله له نيولو وروسته سخت شکنجه کړی او بيا يې وژلی دی. باخبري سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تاییدوي، چې د نصرت الله خپلوانو د هغه جسد په بهارک ولسوالۍ کې موندلی دی. د هغوی په وینا، د جمهوري نظام تر سقوط وروسته، نصرت الله پر شخصي چارو بوخت و. د هغه وژنه د دغه ولایت د سیاستوالو او پخوانیو چارواکو له پراخ غبرګون سره هم مخ شوې ده. پخواني والي او د پخواني دولت د ولسي جرګې يو شمېر غړو هم د طالبانو لخوا د نصرت الله وژل کېدل يوه زړه بوږنوونکې پېښه بللې ده. بلخوا، د ښاغلي نصرت الله خپلوان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې نوموړی«یو مېړنی او ښه سړی» بولي. د ښاغلي نصرت الله د خپلوانو په وینا، هغه یو مومن او خپلواک او آزاد افغانستان ته یو ژمن کس و.
د دې تر څنګ، د ټولنیزو رسنیو کاروونکي یوه ويډیو لاس په لاس کوي او ادعا کوي چې په کندز ولایت کې د ملي امنیت یو پخوانی کارکوونکی د طالبانو لخوا په «وحشتناک» ډول وژل شوی دی. په دې ویډیو کې لیدل کېږی، چې یو تن د یوه کس چې ویل کېږي، پخوانی امنیتي سرتیری و، پر مخ پلاسټيکي کڅوړه راکاږي او بیا یې وژني. د افغانستان د ملي مقاومت جبهې هم ادعا کړې، چې دا ویډيو د ملي امنیت د یوه پخواني کارکوونکي ده. د دې جبهې مسوولان څرګندوي، چې د دوی معلومات ښيي، چې د دغه پخواني امنیتي سرتېری پښې د ۱۳۸۵ لمریز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د طالبانو لخوا د یوې شوې چاودنې له امله پرې شوې وې. طالبانو تر اوسه په دې تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.
طالبانو د پخوانيو امنیتي سرتېرو د وژلو او د شپې لخوا د خپل رژیم د مخالفینو او منتقدینو د ځپلو د هڅو په لړ کې د بغلان ولایت په پل حصار ولسوالۍ کې د پخواني حکومت دوه امنیتي سرتېري چې وروڼه هم وو، وژلي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، پينځه ورځې وړاندې طالبانو د شپې مهال د اندرابیو د پل حصار پر تغانک کلي یرغل وروړ او غوښتل يې چې د پخواني حکومت دوه امنیتي سرتېري ونيسي، چې له دغو دوو وروڼو سره مخ شوي دي. سرچینې زیاتوي، چې په بغلان کې د ملي پولیسو پخواني افسر عبدالحکیم اندرابي او د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو پخواني افسر نورالله اندرابي له ځانه دفاع کړې ده او بالاخره د طالبانو لخوا وژل شوي دي. خو د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي پر خپلې فیسبوک پاڼه دغه دوه وروڼه د ملي مقاومت جبهې د غړو په توګه یاد کړي دي.
سرچينې وايي، چې طالبان پخواني امنيتي ځواکونه له نيولو وروسته، سخت شکنجه کوي. په تېرو ۱۹ میاشتو کې ګڼ نیول شوي کسان د طالبانو تر شکنجې لاندې وژل شوي دي. د هغوی په ډله کې د تېر حکومت امنیتي ځواکونه هم شامل دي. د دې ډلې کسانو په هرات ولایت کې یو پخوانی سرتېری تر شکنجې لاندې وژلی دی. سرچينو د کب په ١٣مه، ٨صبح ورځپاڼې ته ویلي دي، چې طالبانو پخوانى سرتېرى ميرويس نورزى نيولى او تر سختو شکنجو وروسته يې وژلى دى.
د کندهار په ګډون په سویلي ولایتونو کې هم د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنې پېښې زیاتې شوي دي. سرچینې وايي، چې طالبانو د دغه ولایت په اړند سیمه کې یو پخوانی سرتېری په ډزو وژلی دی. یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د کب په ۱۴مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي دي، چې طالبانو د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې پخوانی سرتېری شېرمحمد له خپل کوره اېستلی او په ډزو یې وژلی دی. د کندهار دغه اوسېدونکی دغه راز وايي، چې طالبانو یو بل پخوانی سرتېری له اته ورځني بند وروسته، د یو میلیون او ۵۰۰ زره پاکستانيو کلدارو په بدل کې خوشې کړی دی.
پخواني نظامیان په پرلپسې ډول د طالبانو له غچ اخیستنو سره مخ کیږي. د شنبې په ورځ د کب په ۲۰مه، په کونړ ولایت کې د یوه پخواني امنیتي سرتیري جسد وموندل شو. د سرچينو په وینا، دغه پخوانى سرتېری امين الحق نوميده او په ډزو وژل شوى دى. د سرچينو د معلوماتو له مخې، طالبانو هغه وژلى او بيا يې جسد سيند ته اچولى دى. تر دې وړاندې هم په کونړ ولایت کې د پخوانیو امنیتي ځواکونو جسدونه موندل شوي وو.
بلخوا، طالبانو په همدې میاشت کې د پنځو ورځو په لړ کې په هلمند ولايت کې په بېلابېلو عملياتو کې د پخواني حکومت ١٦ نظامیان نيولي دي. سرچينو د کب په ٨مه، ۸صبح ورځپاڼې ویلي دي، چې طالبانو د تېرو ١٥ ورځو په لړ کې په تېر حکومت کې د هلمند د والي د مرستیال بشير احمد شاکر په ګډون ٣٥ پخواني نظامیان نيولي او شکنجه کړي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، داسې ګنګوسې شته چې ګواکې یو شمېر دغه کسان وژل شوي دي، خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې په دغو بنديانو کې څوک وژل شوي او څو تنه یې ژوندي دي.
طالبانو د کب په میاشت کې د پکتیکا ولایت د بکخېلو ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان بدرالدین حیدري ونیوه. سرچينو د تلې په ٩مه، ٨صبح ورځپاڼې ته وويل، چې هغه د جمهوري نظام له سقوط وروسته، شخصي کارونو ته مخه کړې وه. د دغې ډلې جنګیالیو هغه له نیولو وروسته په ډزو وواژه.
دغې ډلې د کب په ۶مه، د شنبې په ورځ د کابل ښار په ۱۱مه ناحیه کې یو پخوانی سرتېری شاه اغا نوري او د هغه زوی ویس نوري نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي. سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، شاه اغا نوري د تېر حکومت د کورنیو چارو وزارت افسر و. سرچینې زیاتوي، چې نوموړی د پنجشیر ولایت اصلي اوسېدونکی و او په کابل ولایت کې اوسېده.
د طالبانو د نيونو په لړ کې په تېر حکومت کې د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ د امنيت امر ګلمت خېل هم د دغې ډلې د غړو لخوا نيول شوى دى. سرچينې د کب په ٢٢مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي دي، چې ګلمت خېل د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته ايران ته تللى و، خو نوی بېرته هېواد ته راستون شوی و، چې د طالبانو د استخباراتو د ځواکونو لخوا ونیول شو. دغې ډلې د پخوانيو امنيتي ځواکونو د نيولو په لړ کې، د تېر حکومت د ځانګړې قطعې يو غړى ويس الدين هم نيولى او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولی دى. د سرچينې د معلوماتو له مخې، نوموړى د کب په ٢٢مه، د اندراب درې په کاسه تراش کلي کې له خپل کوره نیول شوی دی.
په خوست ولايت کې ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو د اسدالله په نوم يو پخوانى نظامي د سه شنبې په ورځ، د کب ٢٣مه، په خوست ښار کې له خپل کوره نیولی دی. د سرچينو په وینا، تر اوسه څرګنده نه ده، چې طالبانو هغه چېرته لېږدولی دی. دغه سرچینې ټینګار کوي چې نوموړی په خوست کې د طالبانو د استخباراتو لخوا نیول شوی دی. اسدالله په خوست کې د پخواني حکومت د پوځ د لوا د کشف آمر و. په همدې حال کې په بلخ ولایت کې پخوانی نظامي محمد عزیز هم یو له هغو پوځيانو دی، چې له خپل ورور سره د طالبانو لخوا نیول شوی دی. نوموړی د طالبانو د رژیم له راتګ وروسته، مزارشریف ښار ته تللی او له کومې ډلې سره یې اړیکې نه دي لرلې. سرچينې د کب په ٢٠مه، ٨صبح ورځپاڼې ته وويل، چې دغه پخوانى پوځي د پنجشېر ولايت اصلي اوسېدونکى دی.
پردې سربېره، د کب په ۲۳مه، د طالبانو استخباراتو پخوانی پوځي رومل پنحشیری له خپل کوره نیولی دی او نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی. سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې ښاغلی رومل د جمهوري نظام پر مهال د پوځ د کمانډو غړی و.
د طالبانو لخوا د پخوانيو امنيتي ځواکونو د نيولو لړۍ په داسې حال کې چټکه شوې، چې دې ډلې مدني فعالان، اعتراض کوونکې ښځې او نجونې او د خپل رژيم مخالفې نورې ډلې هم نيولي، شکنجه کړي او ځورولي دي. د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده لخوا د عمومي بښنې له اعلان سره سره، د طالبانو د استخباراتو کسان د پخوانیو پوځیانو نیولو، شکنجه کولو او وژلو ته دوام ورکوي.