رینا امیري: افغان مېرمنې رښتینې اتلانې دي

۸صبح، کابل: د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې ویلي، چې د افغانستان ښځې رښتینې اتلانې دي او د ګواښونو، تاوتریخوالو او زندانونو پروړاندې درېدلې دي.
د افغان مېرمنو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري سه شنبه شپه ناوخته د لیندۍ پر اتمه د یوه ټویټ په خپرولو د ښځو له بشري حقونو د مدافعانو نړیوالې ورځې په مناسبت دغه موضوع یاده کړې ده.
هغه زیاته کړې: «د ښځو د بشري حقونو د مدافعانو پر نړیواله ورځ له افغان نجونو او ښځو تر مېړانې الهام بښوونکې بېلګې موندل، چې د زدهکړو، کار او د کورنیو د خوراکي توکو برابرولو لپاره مبارزه کوي، ستونزمنه ده.»
مېرمن امیري جوته کړې: «دوی واقعي اتلانې دي او د ګواښونو، تاوتریخوالي او زندانونو په وړاندې درېدلې دي. د نړۍ مشران، په تېره بیا د اکثریت مسلمانانو لرونکي هېوادونه باید د ثبات او سوکالۍ د لګښتونو په اړه یو موټی او پياوړی پیغام ورسوي، که نیمایي وګړي اجازه ونه لري دا کار ترسره کړي.»
دا په داسې حال کې دي چې تېره ورځ هم د هرات په لسمه امنیتي ناسته کې، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي نیکلاسن، د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی چې طالبان باید د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.