رینا امیري: د طالبانو افراط پالنه به د بې ثباتۍ او بې وزلۍ لامل شي

۸صبح، کابل: د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري د کابل ښار پارکونو تفریحي پارکونو ته د ښځو د تلو د مخنیوي په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په وړاندې غبرګون ښودلی دی.

رینا امیري د شنبې په شپه د لړم په ۲۲مه د ښځو په وړاندې د طالبانو له سیاستونو وروسته د افغانستان د رادیکال کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغې ویلي چې د طالبانو دا افراط پالنه به د لازیاتې بې ثباتۍ، بې وزلۍ او له افغانستانه د لازیاتو وګړو د تېښتې لامل شي.

نوموړې زیاته کړه: «هغه کسان چې له رادیکال شوي افغانستانه وېره لري، باید له زده کړو، په ډېری برخو کې له کار کولو او آن پارک ته له تلو د بې برخې کېدو په شان ښځو او نجونو خلاف د طالبانو د سیاستونو په اړه اندېښمن شي.»

د افغان مېرمنو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پارکونو ته د ښځو د تلو مخنیوی کړی دی.

د ویلو ده چې د طالبانو دا تصمیم له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

 

ورته لیکنې

Back to top button