په لښکرګاه کې د خوراکي توکو د بیو لوړېدل
احمدشاه شاداب

لښکرګاه ښار ته د ورغلو لارو له تړل کېدو وروسته، د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. د هلمند مرکز لښکرګاه چي د تېرو دوه اونیو راهیسې یې لارې بندې دي،د ښار په څنډو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي او ددغه ښار اوسېدونکي د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو له کمښت سره مخامخ شوي دي.
لښکرګاه ښار ته غځېدلی سړک له تېرو څو ورځو راهیسې د موټرو پرمخ تړلی دی او طالبانو د لښکرګاه- کندهار پر لاره امنیتي پوستې نیولي چې ترڅنګ یې پر سړک د مینونو چاودنې شوې دي.
د لښکرګاه ښار موټر چلوونکي وايي چې اوس په فرعي لارو تګ راتګ کوي، که څه هم پر دغو لارو د مینونو خطر هم ډېر دی، خومجبور دي چي خلک یو او بل ځای ته ولېږدوي.
هغوۍ وايي اوس عام وګړي د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې راګیر پاتې دي. دوی وايي که دولت د لارو د خلاصون لپاره چټک اقدام ونه کړي، ددې ښار اوسېدونکي به د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخامخ شي.
د خوراکي توکو سوداګر حاجي روح الله بارک هم وايي چې پر فرعي لارو د مینونو خطر ډېر دی او یو شمېر موټر هم د لارې د خرابوالي له امله ویجاړ شوي دي.
بارک وايي: «هغه سیمېچې د امنیتي ځواکونو په لاس کې دي، د خوارکي توکو له موټرو پیسې اخلي چي په وینا یې دا چاره هم د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو لامل شوې ده.» اخوا د هلمند د ترانسپورت رییس شرین شیدا وايي چې د کندهارـ لښکرګاه پر لاره طالبانو ټول لوی او کوچنی پولچکونه ویجاړ کړي دي.
شیدا وايي:«د لښکرګاه جوړښت داسې دی چې د نهرسراج د سړک له بندیدو وروسته، له بلې هیڅ لارې لښکرګاه ښار ته تګ راتګ نه شی کېدای!»
دا په داسي حال کې دهچې د هلمند ولایتي چارواکو، د لښکرګاه – کندهار د لارې د زرترزره خلاصیدو ډاډ ورکړی و، خو تراوسه دا کار نه دی شوی.