د کابل یو شمېر اوسېدونکي د کورونو د مالکانو له لوري د کورونو د کرایو له لوړېدو شکایت کوي. د دوی په وینا، په اوسنیو شرایطو کې چې د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې او عایدات کم شوي دي، د زیاتې کرایې د ورکړې وس نه لري. دوی وايي چې د کرایو لوړېدو د استوګنې د لګښت ورکړه ورته ستونزمنه او ان ناشونې کړې ده. دغه اوسېدونکي چې په خورا سختۍ سره یې د اوسېدو لپاره کور پیدا کړی، اوس اندېښمن دي که دغه کورونه پرېږدي، ښايي په مناسبه کرایه بل کور پیدا نه کړي. په همدې حال کې، د معاملاتو د لارښوونې د یو شمېر دفترونو مسوولان وايي چې د کورونو مالکانو په خپل سر د کورونو کرایې لوړې کړې دي او د معاملاتو دفترونو د دغو بیو په ټاکلو کې هیڅ رول نه دی لرلی.
د کابل یوه اوسېدونکې رخسار(مستعارنوم) چې د کور د کرایې له لوړېدو سره مخ شوې، وايي چې د کور مالک یو ځل بیا کرایه لوړه کړې او کورنۍ یې نور د هغې د ورکړې وس نه لري. هغه وايي: «کله چې موږ دې کور ته راغلو، میاشتنۍ کرایه دوه زره افغانۍ وه. تېر کال د کور مالک وویل یا باید درې زره افغانۍ نورې هم ورکړئ چې کرایه پنځه زرو ته ورسېږي، یا هم کور خالي کړئ. اوس یې بیا کرایه اته زره افغانیو ته لوړه کړې ده.» د هغې په وینا، د کورنۍ ټول غړي یې وزګار دي او د کور پر کرایې سربېره، باید د برېښنا، اوبو، خوراکي توکو او د ژوند نور لګښتونه هم پوره کړي؛ هغه موضوع چې د نوې کرایې ورکړه یې ورته ناشونې کړې ده.
رخسار زیاتوي: «نن وروستۍ نېټه ده چې موږ ته یې د کور د خالي کولو لپاره راکړې ده. هرڅومره چې مو هڅه وکړه، ومو نه کړای شول له خپل مالي توان سره سم کور پیدا کړو او ناچاره شوو د ښار په څنډه کې یو کور په کرایه ونیسو او هغې خوا ته کډه وکړو.»
د کابل دغه اوسېدونکې وايي: «خپل ټول توکي مو حوېلۍ ته راباسلي، خو دا چې د تېرو دوو میاشتو کرایه مو لا نه ده ورکړې، د کور مالک اجازه نه راکوي چې سامانونه انتقال کړو. هغه وايي لومړی باید د دوو میاشتو کرایه ورکړئ او نن کور هم خالي کړئ، ځکه غواړي بل چا ته یې په ۱۰ زره افغانۍ کرایه ورکړي. له سهار راهیسې مې هرې خوا ته لاس اچولی څو پیسې پور کړم، خو لا هم نه یم بریالۍ شوې او نه پوهېږم څه به کېږي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی نوید (مستعار نوم) هم د کور د کرایې له زیاتېدو شکایت کوي. هغه وايي له میاشتو لټون وروسته وتوانېد په مناسبه کرایه یو کور پیدا کړي، خو یوازې شپږ میاشتې وروسته، د کور مالک کرایه درې زره افغانۍ لوړه کړې ده؛ هغه پیسې چې د ده په وینا، د خپل میاشتني عاید په پام کې نیولو سره یې د ورکړې توان نه لري.
د کابل دغه اوسېدونکی وايي: «څو میاشتې وړاندې له نږدې دوو میاشتو سرګردانۍ وروسته، وتوانېدو په اووه زره افغانۍ کرایه یو کور پیدا کړو. که څه هم ډېرې اسانتیاوې یې نه لرلې، خو د دې لپاره چې کرایه مو یې ورکولای شوای، ومو نیوه. اوس له شپږو میاشتو وروسته، د کور مالک وايي یا باید ۱۰ زره افغانۍ کرایه راکړئ یا کور خالي کړئ.» د هغه په وینا، د کورنۍ یوازېنی نفقه پیدا کوونکی دی او میاشتنی عاید یې ۱۴ زره افغانۍ دی؛ هغه عاید چې په سختۍ سره د کور د کرایې، برېښنا او د ژوند د نورو لګښتونو لپاره بسنه کوي.
نوید زیاتوي: «که ۱۰ زره افغانۍ کرایه ورکړم، نو بیا په څلور زره افغانیو څنګه ژوند وکړو؟ هره ورځ شرایط نور هم سختېږي. که څه هم طالبانو په وار وار د کورونو د کرایو د لوړېدو د څېړلو او ورته د رسېدهګۍ خبرې کړې دي، خو تر اوسه هیڅ بدلون نه دی راغلی. د دې میاشتې تر پایه یې موږ ته وخت راکړی چې یا د ۱۰ زره افغانیو کرایه ومنو او یا کور خالي کړو څو بل چا ته یې په کرایه ورکړي. په رښتیا نه پوهېږم چې څه وکړم.»
د کابل یو بل اوسېدونکی لطیف (مستعار نوم) هم د کور د کرایې له ناڅاپي لوړېدو شکایت کوي. هغه وايي د روان کال په وري میاشت کې یې یو کور په پنځه زره افغانۍ کرایه کړ؛ هغه کور چې د ده په وینا، ان په همدغو پیسو هم نه ارزېده او ډېرې برخې یې خرابې وې. نوموړي په خپل شخصي لګښت هغه ترمیم کړ څو لږ تر لږه د اوسېدو وړ شي، خو اوس د کور مالک کرایه څلور زره افغانۍ لوړه کړې ده.
د کابل دغه اوسېدونکی وايي: «کله چې مو دا کور واخیست، ډېر ځایونه یې خراب وو. په خپلو پيسو مې ترمیم کړ څو مې کورنۍ پکې ژوند وکړای شي. اوس، له څو میاشتو وروسته، د کور مالک وايي یا باید نهه زره افغانۍ کرایه ورکړم یا کور خالي کړم.» هغه وايي چې د یوې اووه کسیزې کورنۍ سرپرست دی او د کراچۍ چلولو له لارې د ژوند نفقه برابروي.
لطیف زیاتوي: «یوه اوونۍ کېږي چې د کور مالک ماته وخت راکړی څو یا د نهه زره افغانیو کرایه ومنم یا کور خالي کړم. د دومره پیسو د ورکړې وس نه لرم او مجبور یم کور پرېږدم.» هغه د مناسب کور د پیدا کولو سختۍ ته په اشارې سره وايي: «څو ورځې کېږي په دې توده ګرمه هوا کې تږی او وږی، د کور په لټه کې یم. کور پیدا کېږي، خو کرایې یې خورا لوړې دي. له کاره هم پاتې یم. که په مناسبه کرایه کور پیدا نه کړم، ښايي مجبور شم د خپلې کورنۍ لپاره خیمه ووهم، ځکه بله هیڅ لاره راته نه ده پاتې.»
په همدې حال کې د معاملاتو د لارښوونې د یوه دفتر مالک جاوېد (مستعار نوم) وايي چې له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو له راستنېدو وروسته، د شته کورونو شمېر کم شوی او د کرایې او گروۍ بیې لوړې شوې دي. د هغه په وینا، اوس ان د ۴۰ تر ۵۰ زره ډالرو په ګروۍ د څلورو خونو د یوه کور پیدا کول هم ستونزمن شوي دي. هغه وايي: «د تقاضا د زیاتوالي له امله، د کرایې یا ګروۍ لپاره د کور پیدا کول خورا سخت شوي او مالکانو هم بیې لوړ کړي دي. یوازې کم شمېر کسان د دغو لګښتونو د ورکړې وس لري.» د هغه په وینا، ډېری کورنۍ د درنو کرایو د ورکړې وس نه لري او په ستونزمن وضعیت کې دي.
جاوېد زیاتوي: «هیڅوک د بېوزلو خلکو وضعیت ته پام نه کوي. که د یو چا میاشتنی عاید ډېر هم وي ۱۵ زره افغانۍ دی، که همدا پیسې د کور پر کرایه مصرف کړي، د خپل ژوند نور لګښتونه څنګه پوره کړي؟ واقعاً شرایط خورا ستونزمن شوي دي.»
د معاملاتو د لارښوونې د یو بل دفتر مالک نعیم (مستعار نوم) وايي چې د کورونو کرایې مالکانو په خپل سر لوړې کړې دي او د معاملاتو دفترونو د دغو بیو په ټاکلو کې هیڅ رول نه دی لرلی. هغه هم د کورونو د کرایې او ګروۍ د بیو لوړېدل تاییدوي او د کډوالو پراخ راستنېدل د بیو د لوړېدو یو له اصلي لاملونو ګڼي.
نعیم وايي: «د کرایې او ګروۍ د بیو د لوړېدو ستر لامل د غوښتونکو د شمېر زیاتوالی دی. موږ د معاملاتو په دفترونو کې هڅه کوو مالکان قانع کړو چې خپل ملکونه په مناسبه بیه کرایه ورکړي، ګرو یې کړي او یا یې وپلوري. که څه هم کله ناکله دا هڅې پایله ورکوي، خو په ډېرو مواردو کې مالکان پر خپلې پرېکړې ټینګار کوي او زموږ منځګړیتوب ډېر اغېز نه لري.»
د معاملاتو د لارښوونې د دفتر دغه مسوول زیاتوي: «د معاملاتو دفترونه د قانون له مخې د کرایې د بیې د ټاکلو صلاحيت نه لري او هیڅ داسې قانون هم نشته چې مالکانو ته اجازه ورکړي څو د تړون له لاسلیک وروسته، مستاجر د زیاتې کرایې ورکړې ته مجبور کړي. له دې سره سره، ځینې مالکان په خپل سر کرایې لوړوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې د کورونو د مالکانو له لوري د کرایو له خپلسري لوړېدو شکایت کړی و او ویلي یې وو چې طالبان د کورونو کمښت او د بیو لوړوالي ته هیڅ پاملرنه نه کوي.
د کابل ځینو اوسېدونکو ویلي وو چې د کرایي کورونو بیې ورځ تر بلې لوړېږي. دوی زیاته کړې وه چې د طالبانو له لوري هیڅ ډول څارنه نشته او کرایه کوونکي د کورونو کمښت ته په کتو، د لوړو بیو له منلو پرته بل هیڅ انتخاب نه لري.






