څه دپاسه دوه کاله کېږي چې پخوانی جمهوري نظام ړنګ او د طالبانو ډله واک ته رسېدلې چې ورسره سم په هېواد کې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي کړکېچ ترڅنګ د پخوانیو سترو بنسټیزو پروژو چارې په ټپه درېدلي دي.
د ننګرهار ولسونه وايي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دې ډلې په دغه ولایت کې د بنسټیزو لویو پروژو چارې نه دي پیل کړي چې په خبره یې که یې بشپړولو ته پام ونه شي؛ نو ښايي شوي کارونه یې هم ویجاړ او له منځه لاړ شي.
د ننګرهار اوسېدونکي وايي، طالبان د ملي پروژو د بشپړاوي پرځای د خپلو جېبونو پر ډکولو بوخت دي او اندېښنه څرګندوي چې که دغه ډله دې برخې ته سمه پاملرنه ونه کړي؛ نو نه جبرانېدونکی زیان به رامنځته شي.
په ملي او لویو بنسټیزو پروژو کې یو هم ننګرهار کې ختیځ روغتیايي کمپلېکس دی چې د پخواني جمهوریت پرمهال یې د رغونې چارې پیل شوې وې او نږدې ۸۰ سلنه چارې یې ترسره شوې وې، خږ واک ته د طالب ډلې له رسېدو وروسته یې کارونه په ټپه ولاړ دي او تر هغه وروسته یې یوه خښته هم په بله نه ده کېښودل شوې.
یاد روغتیايي کمپلېکس چې زر بستریزې خونې لري، د جلالاباد ښار ۶مې ناحیې اړوند د رېنګ روډ په سیمه کې موقعیت لري او ننګرهار مېشتي له واکمنو طالبانو غوښتنه کوي چې د یاد روغتيايي کمپلېکس د پاتې چارو پیل لپاره کوټلي ګامونه واخلي.
د ننګرهار اوسېدونکی کامران وايي نورو دولتي روغتونونو کې د ناروغانو زیاتوالي او د شته ستونزو د حل لپاره اړینه ده چې د ختیځ کمپلېکس زر بستریز روغتون پاتې چارې پیل او دغه روغتون د ناروغانو د درملنې په موخه ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
نوموړی زیاتوي: « د پوهنتون شفاخانه او صحت عامه کې بېروبار زیات دی، د ناروغ ډاډه علاج هم نه کېږي او طالبان دې دغې شفاخانې پاملرنه وکړي، باید ژر تر ژره یې د جوړولو کارونه شروع کړي او که چېرې دا شفاخانه جوړه شوه؛ نو په هغه نورو شفاخانو به رش هم کم شي او دلته به مریضان راشي، هم به هغه ډاکټران او هم به د دې شفاخانې ډاکټران د خپلو مریضانو سم علاج وکړي او د ولسونو مشکلات به هم حل شي.»
د ننګرهار خلک د طالبانو پر رژیم نیوکه کوي، چې دغه ډله پرځای د دې چې ټولګټو او لویو پروژو جوړاوي ته پاملرنه وکړي؛ هر څه یې له پامه ویستلي او هر یو یې د خپلو جېبونو پر ډکولو بوخت دی او د خلکو غوښتنو او شکایتونو ته هېڅ راز ارزښت نه ورکوي.
د ختیځ روغتیايي کمپلېکس ډېره برخه د پخواني جمهوریت پرمهال جوړه شوې چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې کارونه په ټپه ولاړ دي او خلک غوښتنه کوي، چې طالبان دې له یادې ملي پروژې سره لوبې نه کوي او د جوړونې لپاره یې باید عملي ګامونه پورته کړي.
د جلالاباد ښار اوسېدونکی عاشق الله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « په طالبانو باندې زمونږ غږ دی، چې دغه کمپلېکس جوړ کړي او دې ته توجه وکړي؛ دا وګوره ۹۰ فیصده چارې یې بشپړې شوي، کم تر کمه یو لس فیصده پاتې دي؛ نو له طالبانو زمونږ غوښتنه ده چې د دغه کمپلېکس چارې په بشپړ ډول ترسره کړي او دې ملت ته خدمت وکړي او دا وطن سازي، زمونږ وطن په مونږ او تاسې جوړېږي او طالبان دې د دې د جوړونې لپاره ژر تر ژره لاس پکار شي.»
خلک وايي، که طالبان ختیځ کمپلېکس زر بستریز روغتون جوړ کړي؛ له یوه لوري به د خلکو روغتیايي ستونزې حل او له بل لوري به په کور دننه ګڼو روغتیايي کادرونو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د ننګرهار اوسېدونکي باور لري، چې د ختیځ کمپلېکس په جوړېدو سره به د هغو ناروغانو هم مخنیوی وشي، چې د تورخم دروازې له لارې د پاکستاني پوځیانو له بد چلند سره سره بیا هم د خپلې درملنې لپاره هغه هېواد ته ورځي.
د ننګرها اوسېدونکی نصرالله زیاتوي: « دې شفاخانې ته د تکړه ډاکټرانو کمبود دی، په وطن کې ښه ښه استعدادونه لرو، باید دې شفاخانې ته ښه ښه استعدادونه او تکړه ډاکټران راولي، چې زمونږ مریضان چې پاکستان ته ځي؛ هغوی به هلته نه ځي او دلته په خپل وطن کې به یې مشکلات حل شي او مونږ به د پردیو له محتاجۍ خلاص شو؛ نو د طالبانو له دولت مې غوښتنه ده، چې دې وطن ښه په وفادارۍ خدمت وکړي او دغسې لویې شفاخانې جوړې او خلکو ته په واک کې ورکړي.»
دغه روغتیايي کمپلېکس د جلالاباد ښار په ۶مه ناحیه کې په ۲۰۱۹میلادي کال کې د حکومت له بودیجې، چې څه د پاسه یو مېلیارډ افغانۍ کېږي په دوه سوه شپېته جریبه ځمکه کې د جوړونې چارې پیل شوي، چې شپږ سوه بستره یې د سیمه ییز روغتون لپاره، دوه سوه بستره د نسايي ولادي لپاره، ۱۵۰ یې د معیوبینو او معلولینو لپاره او ۵۰ بستره د نري رنځ ناروغانو ته د روغتايي خدماتو لپاره جوړېږي.