روسیې پر امریکا تور ولګاوه چې په قصدي ډول د سیمې هېوادونه ناامنه کوي

۸صبح، کابل: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکا په قصدي ډول خپلې وسلې په افغانستان کې، د سیمې د هېوادونو د ناامنه کولو لپاره، پرېښي.
(بي اېن اېن) خبر ورکړ چې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې (ماريا زاخارووا) نن سه شنبه(د غوایي ۵مه)، په يوه خبري غونډه کې دغه څرګندونې وکړې.
د زاخارووا په وینا، ښايي په افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې، د ترهګرو ډلو لاس ته ولوېږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي دي چې امریکا په قصدي توګه په افغانستان کې خپلې وسلې پرېښي او هڅه کوي، چې د سیمې په هیوادونو کې یې د خپلو ګټو لپاره وکاروي.
هغې ټینګار وکړ چې د افغانستان او پاکستان اوسنی امنیتي کړکېچ، په جنوبي اسیا کې د لوېدیځ د بېپروا چلند څرګندې نښې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې، په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي، چې د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترامپ ویلي و، چې طالبان په افغانستان کې ۷۰۰۰۰۰ امریکايي وسلو ته لاسرسی لري او ویلي یې دي، چې ښايي دغه ډله هغه وسلې وپلوري.
روسیې په داسې حال کې پر امریکا تور لګلوي، چې خپلې وسلې یې په قصدي ډول په افغانستان کې پرېښي، چې دغو وسلو ته د پاکستاني طالبانو د لاسرسي په اړه مستند راپورونه لا دمخه خپاره شوي دي.