پر اوکراین د روسیې برید د نړۍ د ټولو ډموکراتیکو هېوادونو له خوا غندل شوی او پر یوه خپلواک هېواد يې برید او د یوه مشروع دولت له منځه وړل یې بللي دي. پر اوکراین د روسیې د برید محکومیت یوازې د نړۍ په سیاستوالو او دولتونو پورې نه دی محدود شوی؛ ځینو لیکوالو او روڼاندو هم دا برید جنایت او د زمانې بداخلاقي بللې ده. تقریباً د ملګرو ملتونو سازمان ټولو غړو هېوادونو د روسیې پر ضد په عمومي مجمع کې پر اوکراین د برید له کبله موافقه رایه ورکړې ده. چین، هند، ایران او منځنۍ اسیا چې روسیې ته نږدې هېوادونه دي، سپینه رایه کارولې ده. ځینې نور هېوادونه (احتمالاً کيڼ اړخي) پر اوکراین د برید اصلي پړ لوېديځ په ځانګړې توګه د شمالي اتلانتیک تړون سازمان غړي هېوادونه (ناټو) بللي دي. خو بشر د دغه خونړي جنګ پر وړاندې چې په نږدې ۱۶ ورځو کې يې له کبله میلیونونه کسان کډوال، مړه او ټپيان شول، څه دریځ باید ولري؟ دا د ختیځ او لوېديځ جګړه ده؟
پر اوکراین د روسیې برید پلویان هم لري. ځینې پر اوکراین د روسیې برید ستايي او وايي، چې د لوېديځ پر وړاندې په حقه روان دی. وايي، چې پوتین حق لري، ختیځ ته د ناټو مخکې تګ مخه ونیسي. هغه په حقه دی، چې د نفوذ سیمه ولري. خو کوم نړیوال اصول زبرځواکونو ته د نفوذ سیمې حق ورکړی دی؟
د شوروي جمهوریتونو د اتحاد تر پرځېدو وروسته، د ختیځې اروپا لکه اوکراین او منځنۍ اسیا هېوادونه خپلواک شول. له هماغه مهاله راهیسې ځينې د ختیځې اروپايي هېوادونه له ناټو یا اروپايي ټولنې سره یوځای شول او اوکراین هم هڅه کړې، چې له ناټو یا اروپايي ټولنې سره یوځای شي. هغه څه چې دلته مهم دي، د ختیځې اروپا هېڅ هېواد چې له ناټو سره یوځای شوی، په فشار یې داسې ګام نه دی اوچت کړی. دا هېوادونه د پخواني شوروي له پېر او کمونیستو واکمانانو څخه بدې او ناهېرېدونکې خاطرې لري. اوس دا هېوادونه ډموکراتیک دي او مشران یې د خلکو په سري رایو ټاکل کېږي. هېڅ یو د شوروي اتحاد شرایطو بیا راپورته کېدل نه غواړي. دا هېوادونه خپلو خلکو ته د روسانو سیاسي موډل نه مني. ټول يې په اروپايي کلتور او ډموکراتیک نظم سره ژوند کول غواړي. له همدې کبله، ناټو ختیځ او روسې ته وغځېده او دا غوښتنه د ختیځې اروپا او ناټو غوښتنه وه.
په اوکراین کې جنایت روان دی او هېڅ دلیل دا لوی انساني جنایت نه شي توجیه کولای. زبرځواکونه پر کمزور هېوادونو او ملتونو خپل تېري ته روایتونه جوړوي. امریکا د صدام حسین د اټومي وسلو د نابودولو لپاره پر عراق برید وکړ؛ د عراقیانو تر نابودولو وروسته د امریکا ادعا ثابته نه شوه او اوس عراق لوټه لوټه او د داعش په څېر د ترهګرو په ځاله اوښتی دی. امریکا د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره پر افغانستان برید وکړ؛ خو اوس هغه کسان چې د امریکا د برید په پایله کې له واکه ایسته شوې وو، د افغانستان اصلي واکمنان دي. امریکایانو سره له دې چې شل کاله مخکې يې طالبان له واکه وشړل، اوس ورسره ډیپلوماتیکې اړیکې پایلي او هره ورځ ورسره لیده کاته کوي. د دغې واکپالنې او استثماري فکر تاوان کمزوري هېوادونه پرې کوي.
اوس روسیې پر اوکراین برید ته د «نازي ځپنې» نوم ورکړی او وايي، چې په دغه هېواد کې روسانو ته سپکاوی کېږي؛ خو په دواړو هېوادونو کې څرګند واقعیتونه بل څه په ډاګه کوي. د فرهنګي سیاست له اړخه، په روسیه کې د اوکراین پر ضد برید منفي ښوول شوی؛ خو بل خوا په اوکراین کې د روسيې د برید پر وړاندې ژبنی او فرهنګي سیاست بیا مثبت ښوول شوی دی. د ځینو شمېرو له مخې، روسیه دوه میلیونه اوکراینيان لري. دا شمېره په ۲۰۰۹ کې پنځه میلیونه ښوول شوې وه. په روسیه کې هېڅ ښوونځی یا پوهنتون په اوکرایني ژبه دغو دوو میلیونو اوکراینیانو ته نشته. یوازې دا خبره نه ده، روسیې سره د کریمیې تر يوځای کېدو وروسته ډېری وګړو يې په اوکرایني ژبه خبرې کولې؛ اوس هغه ښوونځي چې په اوکرایني ژبه وو، تړل شوي دي. خو د اوکراین د ښوونې او روزنې وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې په دغه هېواد کې ۱۲۵ دولتي ښوونځي په روسي ژبه وو، ۴۳ خصوصي ښوونځي په روسي ژبه وو او د پراخولو لپاره یې هم قانوني خنډ نشته. دا شمېرې او فرهنګي او ژبنی سیاست ښيي، چې کوم هېواد تبعیضي چلن کاوه.
رښتیا خبره دا ده، چې روسان د چین له لوېديځ څخه د اروپا تر ختیځ پورې سیمه خپله سیمه ګڼي. دوی له دغې سیمې چې پکې خپلواک هېوادونه او ملتونه اوسېږي، تمه لري، چې د دوی تابعیت وکړي او له نړۍ سره خپلې اړیکې د دوی د ملاحظاتو پر بنسټ جوړې کړي. له همدې کبله د شوروي اتحاد پر مهال، د دغې سیمې ټول دولتونه د مسکو د هراړخیز ملاتړ او د تاوتریخجې کودتا په پایله کې رامنځته شوي وو او د استبداد تر نسکورېدو پورې يې ادامه ولرله. دا د روسیې لومړنی تېری نه دی. دغه هېواد پخوا هم پر کوچنیو هېوادونه یرغل کړی دی.
پر عراق، افغانستان او اوکراین یرغل راښيي، چې زبرځواکونه چې هرکله او هر چېرې وغواړي، برید کولای شي او هوډ ته يې څوک درېدای نه شي. تور اړخ يې دا دی، چې د جنایتونو کچه يې هم تول او ترازو کېږي نه او په پایله کې داسې نړیواله محکمه نشته، چې ځواب ویلو ته یې اړ کړي. په داسې حال کې چې د دغو جنایتونو په پایله کې میلیونونه انسان ټپیان او وژل کېږي او د ویجاړیو رغون هم نیمه پېړۍ وخت غواړي.
پر اوکراین برید د دغې جګړې تور اړخ دی. ښکلی اړخ یې بیا د دولت او خلکو یووالی دی. د روسیې پر وړاندې د اوکراین دولت او وګړو یووالی، د لوېديځو رسنیو تبلیغات نه دي. «کومه ورځ چې ولادیمیر پوتین خپلو سرتېرو ته پر اوکراین د برید سپارښتنه وکړه، ارینا غوښتل تر کار وروسته لومړی د ګډا ټولګي او بیا یوې مېلمستیا ته لاړه شي. درې ورځې وروسته، د انګلیسي ژبې دغې ښوونکې، په یوه پارک کې کوکتل مولوتف جوړول.» اوکراینیان له بهرنیو هېوادونو خپل هېواد ته ستانه شوي، چې د روسیه پر وړاندې وجنګېږي. د اوکراین پارلمان غړې چې تر وکالت مخکې د پوهنتون استاده وه، وايي چې له ۶۰ کلن پلار او ملګري سره چې په پوځ کې دی، وسله رااخیستې او ژمنه يې کړې، چې تر مرګه به د کیف دفاع کوي. د اوکراین مخکینی ولسمشر او د زلنسکي سیال اوس د روسیې پر وړاندې له پوځ سره یوځای شوی او جنګېږي. د اوکراین ولسمشر او لومړۍ مېرمن چې روسيې لومړی نمبر هدف دی، وسله رااخیستې او هره شېبه خلکو ته پيغام او د بریا هیله ورکوي. د کیف ښاروال د یرغل له لومړۍ ورځې تر ننه مسلح دی او د هېواد د دښمنانو پر ضد جنګېږي. دیارلس اوکرایني سرتېري چې روسي پوځیانو کلابند کړي وو او پوهېدل چې د روسان پر وړاندې مقاومت شونی نه دی، د مرګ او روسانو لاسته په لوېدیو کې يې لومړۍ ټاکنه غوره کړه. بې وسلې اوکرایني ملکیان د روسانو د ټانکونو مخې ته درېږي، چې د خپل وطن ساتنه وکړي. د اوکراین د ښکلا پخوانۍ ملکه اناستاسیا لینا د خپل هېواد د ساتنې لپاره پوځ کې نوملیکنه کړې. د اوکراین جګړه د ختیځ او لوېديځ ترمنځ جګړه نه ده.
د دغې جګړې پای او پایله روښانه نه ده. په پایله کې روسیه ښايي اوکراین وران ویجاړ کړي؛ خو د روسیې پر وړاندې د خلکو یووالی به ټولو وطنپالو او ازدیپالو ته سرمشق وي.