روسیه د کب په ۲۸مه نېټه د افغـانستان د سولې پـه اړه د یوې ناستې کوربتوب کوي

م. ظ. صمیم

روسیې د افغانستان د سولې په اړه په یوه ناسته کې د ګډون لپاره د حکومت مشرانو او ځینو سیاستوالانو ته بلنه ورکړې ده. په دغه ناسته کې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
ټاکل شوې دا ناسته د کب په ۲۸ نېټه په مسکو کې ترسره شي. د ملي روغې جوړې عالي شورا تایید کړې چې عبدالله عبدالله د روسیې له خوا بلنه ترلاسه کړې او په اړه یې په مشوره بوخت دی.
د ملي روغې جوړې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه ناسته کې د دولت مشرتابه، ځینو سیاسي شخصیتونو، د طالبانو مشرانو او د سیمې د ځینو هېوادونو او امریکا استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د اسلامي وحدت ګوند مشر او د سولې د عالي شورا پخواني رییس محمد کریم خلیلي هم څو ورځې مخکې وويل چې په دغه ناسته کې د ګډون بلنه ورته رسېدلې ده.
د هغه بلنلیک له مخې، چې د افغانستان په چارو کې د روسیې ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف له خوا افغان مشرانو ته لېږل شوی، ټاکل شوې دا ناسته د کب په ۲۸ نېټه د امریکا، چین، پاکستان، افغان حکومت، سیاستوالانو او طالبانو د استازو په ګډون په مسکو کې جوړه شي.
د رپوټونو له مخې، مارشال عبدالرشید دوستم، سیدمنصور نادري، محمد محقق، حامدکرزي، عبدرب الرسول سیاف او ځینو سیاستوالو ته په دغه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړ شوې ده.
د بلنلیک پر بنسټ په دغه ناسته کې به دوه د حکومت، دوه د ملي روغې جوړې د عالي شورا، پنځه تنه د طالبانو په استازیتوب او شپږ یا اوه تنه سیاستوالان ګډون وکړي.
ددې غونډې موخه د دوحې مذاکراتو چټکتیا بلل شوې ده. تراوسه حکومتي چارواکو او سیاستوالانو چې دغې ناستې ته وربلل شوي د خپل ګډون په اړه څه نه دي ویلي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په یوه ناسته کې وویل چې په دې هکله مشورې روانې دي.
مسکو له دې وړاندې دوه ځله د یو شمېر سیاستوالانو او د طالبانو ډلې د استازو په ګډون ناستو کوربه و.

ورته لیکنې

Back to top button