تاجکستان کې د روسیې سفیر: افغانستان اوس د نړیوالو ترهګرو پر اډې بدل شوی

۸صبح، کابل: تاجکستان کې د روسیې سفیر سیمیون ګریګوریف وایي ناټو له هغه هېواده شاته شوې، چې اوس د نړیوالو ترهګرو ډلو پر اډې بدل شوی دی.
تاجکستان کې د روسیې سفارت پر خپله فیسبوکپاڼه د ګریګوریف پیغام خپور کړی او لیکلي یې دي، چې نوموړي دغه څرګندونې چهارشنبه د سلواغې پر شپږویشتمه نېټه له افغانستانه د پخواني شوروي د ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړې دي.
هغه زیاته کړه، چې «ترهګر» د افغانستان او تاجکستان پولو کې ځایپرځای شوي او د ټولو ګډو ګټو لرونکو هیوادونو امنیت او د ګډ امنیت د تړون سازمان ته ګواښ دی.
هغه یادونه وکړه، چې نن په تاجکستان کې د روسیې ۲۰۱ پوځي اډه نه یوازې د تاجکستان بلکې د ټولو متحدینو د امنیت ضمانت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ګډ امنیتي تړون د سازمان د ګډو ځواکونو مشر اناتولي سیدروف هم ویلي و، چې د افغانستان او تاجکستان پولې ته نږدې څلور زره داعش جنګیالي ځایپرځای شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱ پوځي اډه له دغه هېواده بهر د روسیې یو له سترو پوځي مرکزونو څخه ده، چې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته څېرمه موقعیت لري.