د روسیې یرغل او د هند د مرستې هیله؛ د اوکراین د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره به سبا نوې ډهلي ته ولاړه شي

پر اوکراین د روسیې د برید په دوام نړیوالو رسنیو هند ته د اوکراین د بهرنیو چارو د مرستیالې وزیرې د سفر خبر ورکړی چې له دغه هېواده د مرستې غوښتنه کوي.
هندو ورځپاڼې د شنبې په ورځ (اپریل۸)، د هند د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړ چې د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله امینه چپارووا به سبا په یوه څلور ورځني سفر هند ته ورشي.
ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو چارواکي به د دوه اړخیزو اړیکو، د اوکراین پر وضعیت او د نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړي.
په ورته وخت کې، دغه ورځپاڼې راپور ورکړی چې اوکراین له هند څخه د درملو، طبي تجهیزاتو او د جګړې په جریان کې د ویجاړې شوي بریښنا د زیربنا د ترمیم لپاره د انرژۍ د تجهیزاتو په ګډون د نورو بشري مرستو غوښتنه کړې.
د روسیې تر برید وروسته هند ته په خپل لومړي سفر کې، جاپارووا غواړي هند ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د سفر واړندې چې ټاکل شوې د جولای په میاشت کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره هند ته سفر وکړي، د سولې ټینګ پیغام ورسوي.
هندو ورځپاڼې زیاته کړه چې اوکراین غواړي د شانګهای په غونډه کې د ګډون بلنه ترلاسه کړي.
له بلې خوا، چپارووا ښايي د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته بلنه ورکړي چې کیف ته سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیه د اقتصاد په برخه کې د هند یو له اوږدمهاله متحدینو څخه دی او د اوکراین د سولې لپاره یې منځګړیتوب اغېزمن کېدای شي.