د روسیې په مشرۍ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا: لاوروف نیویارک ته ورسېد

روسيې رسنیو خبر ورکړی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د روانې میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډو د مشرۍ لپاره، نیویارک ته تللی دی.

تاس خبري اژانس نن دوشنبه (اپریل ۲۴مه) راپور ورکړ چې اټکل کېږي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر به د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره، د امنیت شورا د غونډو تر مشرۍ مخکې، وګوري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې (ماریا زاخارووا) نیویارک ته د لاوروف تګ تایید کړی دی.

په همدې حال کې په ملګروملتونو کې د روسیې دایمي استازي (واسیلي نیبنزیا) د ملګروملتونو له سرمنشي سره د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر د کتنې په درشل کې وویل چې هېواد یې د خبرو لپاره ډیر موضوعات راټول کړي دي.

په راپور کې راغلي:«لاوروف د امريکا د بهرنيو چارو د وزير انتوني بلينکن په ګډون، د څو هېوادونو لوړ پوړو ديپلوماتانو ته بلنه ورکړې، چې د روسيې په مشرۍ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډو کې ګډون وکړي.

که څه هم ویل شوي چې لا هم د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې لپاره کوم پلان نشته، خو د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر (سرګي ریابکوف) ویلي چې ښايي دغه غونډه ترسره شي.

سرګي لاوروف وویل چې مسکو به هیڅکله د واشنګټن لخوا د خبرو وړاندیز رد نه کړي.

د یادولو وړ ده چې روسیه د روان کال په اپریل میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره یي مشري په غاړه لري.

Back to top button