د مسکو پنځمه ناسته به د جمعې په ورځ د روان کال د سپټمبر په ۲۹مه، د روسیې د تاتارستان جمهوري پلازمېنه کې ترسره شي. په دې ناسته کې به، د چین، هند، ایران، پاکستان او د مسکو د استازي په ګډون د مرکزي اسیا د جمهوریتونو استازي ګډون وکړي. هغه څه چې په دې ناسته کې توپیر لري، د طالبانو د استازي ګډون دی. د روان کال د جولای په نیمايي کې، په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر لیدنې ته ورغی او نوموړي ته یې په رسمي ډول په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه. پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، تر دا مهاله د مسکو فارمت تر نامه لاندې درې ناستې په لاره اچول شوي او دا دوهم ځل دی چې طالبان په هغه کې ګډون کوي. ددغې ډلې نه په استازیتوب، د رییس الوزرا مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر په ۱۹ د مسکو فارمت په درېیمه ناسته کې ګډون کړی و، خو طالبانو ته په څلورمه ناسته کې چې د ۲۰۲۲ د نوامبر په ۱۶مه ترسره شوه، بلنه ورنکړل شوه.
د اوسنۍ ناستې په اړه څو ټکي مهم دي:
۱- د روسیې لپاره لا هم طالبان ښه ټاکنه ده. دا چې ځیني فکر کوي مسکول له طالبانو سره زاویه پیدا کړې او د دې ډلې له مخالفې ډلې سره اړیکې پالي، ډېر د پام وړ نه ده. که چېرې داسې وای، د مسکو په ناسته کې به یې د طالبانو له استازو هرکلی نه کاوه. البته دا په داسې حال کې ده چې روسیې له طالبانو نه د بلنې لامل، د ټولګډونه دولت د رامینځته کېدو لپاره د دغې ډلې د غاړې نه ایښودل اعلان کړي دي. په دې مانا چې په ناسته کې ګډون کوونکي هېوادونه، په ټولییز ډول به د پورتنۍ موضوع په اړه خپله اندېښنه د طالبانو له استازي سره شریکه کړي. د روسي چارواکو دغه استدلال واقعین هم د تعجب وړ ده او له طالبانو سره د مخامخ کېدو په اړه د هغوی ناراحتي ښيي. په سیمه ییزه ناسته کې طالبانو ته بلنه ورکول د دې پرځای چې دغه ډله د نړۍ غوښتنو ته غاړه کېږدي، لا هم په خپل دریځ درېږي؛ ځکه فکر کوي چې صلاحیت لرونکې واکمني لري او د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او نړۍ هم ورته مشروعیت ورکوي.
د روسي چارواکو استدلال د هغه څه له امله د تعجب وړ دی چې د تېر کال په نوامبر کې، د مسکو په څلورمه ناسته کې طالبانو ته نه بلنه ورکول یې هم د ټولګډونه دولت رامینځته کولو ته د دې ډلې غاړه نه ایښودل اعلان کړي وو. د مسکو د چارواکو په نظر طالبانو ته بلنه یا نه بلنه ورکول یو لامل لري: د ټولګډونه دولت نه رامینځته کول. که چېرې داسې وي، عقل داسې وايي چې طالبانو ته نه بلنه ورکول کولای شي د یادې موضوع په برخه کې ددې ډلې پر وړاندې د ګټور فشار په توګه عمل وکړي، نه هغوی ته بلنه ورکول.
۱- نه یوازې روسیه چې د سیمې ډیری هېوادونه هڅه کوي د طالبانو باور ترلاسه کړي نه دا چې له دوی نه لیرې واوسي. ډیری فکر کوي چې لویدیځو هېوادونو په تېره د امریکا متحده ایالتونو ته د طالبانو ډېر نږدې والی، د دې ډلې پر وړاندې به د سیمې د هېوادونو په تېره چین، ایران او روسیې تګلاره بدله کړي. دا فکر دومره سم نه دی. برعکس، هرڅومره چې طالبان لویدیځو هېوادونو ته نږدې شي، د سیمې هېوادونه په هماغه کچه هڅه کوي له طالبانو سره د تعامل لاره غوره کړي ترڅو د دې ډلې رضایت ترلاسه کړي. خو که چېرې طالبان د سیمې هېوادونو لمنې ته ولوېږي، لویدیځ هېوادونه کولای شي هغې لارې ته چې وغواړي هدایت کړي؛ ځکه چې د فشار ګټور ابزار په واک کې لري، په داسې حال کې چې د سیمې هېوادونه یې نلري.
د بېلګې په توګه، لویدیځ دولتونه د نړۍ لوی اقتصادي هېوادونه دي او کولای شي چې طالبان مالي ملاتړ ته وهڅوي یا یې هم وځپي. دغه راز، کولای شي د طالبانو چارواکي له هر ډول تحریمونو سره مخ کړي، لکه څنګه یې چې وکړل. په داسې حال کې چې دغه ابزارونه د سیمې د ځبرځواکو په واک کې نه دي او که چېرې یې هم ولري، ناشونې ده چې د طالبانو پر وړاندې وکارول شي. کېدای شي په دې برخه کې روښانه بېلګه د سوریې هېواد وي. سمه ده چې روسیه او ایران په واک کې د اسد په پاتې کېدو کې بریالي شول، خو ویې نه شوای کړای له جګړې وروسته د ویجاړو شویو په بیارغونه کې ونډه واخلي؛ ځکه چې د لویدیځې نړۍ له لوري تر اقتصادي تحریم لاندې دي. اوس، سوریې چین ته لاس نیول چې داسې ښکاري چین هم له دې هېواد سره مرسته ونشي کړای. د ملاتړو کمزورتیا، کېدای شي د وخت په تېرېدو، سوریه لویدیځ ته لېواله کړي.
د سیمې هېوادونه په تېره روسیه هغه مهال له طالبانو سره اړیکې پرې کوي او کېدای شي د دې ډلې مخالفو ځواکونو ته مخه کړي چې د افغانستان له خاورې یې په روښانه ډول ګټې یې د طالبانو یا نورو ډلو چې تروریستي بلل کېږي، له لوري وګواښل شي. له هغه پرته، د هغوی لپاره د منلو وړ ټاکنه، له طالبانو سره د تعامل سیاست دوام دی. سمه ده چې روسیه د افغانستان له اړخه اندېښنه لري، خو تر دا مهاله یې ګټې په مخامخ ډول د افغانستان له خاورې تر برید لاندې ندي راغلي؛ هغه څه چې پاکستان ورسره مخ دی. دوه کاله کیږي چې پاکستاني پوځیان د پاکستاني طالبانو د تحریک د بریدونو په ترڅ کې وژل کیږي؛ خو نه یوازې له طالبانو سره د تعامل لاره بدلوي، بلکې نور هېوادونه هم له دې ډلې نه ملاتړ ته هڅوي.
۲- د مسکو شعارونه او غوښتنې په ظاهره ډېرې ښکلې دي، خو د هغو د پلي کېدو لپاره په ناسمه لاره ګام ږدي. د ټولګډونه دولت د رامینځته کېدو او په افغانستان کې روان ناورین ته د پای ټکی ایښودلو لپاره هڅه که د هر هېواد له لوري ترسره شي، د خوښۍ خبره ده، خو هغه مهال کولای شو د مسکو نیت جدي وګڼو چې د طالبانو مخالفې ډلې سره هم ښې اړیکې وپالي. د بېلګې په توګه، دا به سمه وه چې په ناسته کې د طالبانو مخالفو ځواکونو ته هم بلنه ورکړل شوې وای. په افغانستان کې د ټولګډونه دولت پر رامینځته کېدو د روسیې او نورو هېوادونو ټینګار په دې مفهوم دی چې طالبان د هېواد انحصاري خاوندان نه دي، بلکې د قضیې یو اړخ دي. خو د افغانستان د ناورین د حل لپاره، د قضیې یوه لوري ته بلنه حل لاره نه ده، بلکې نور هم ناورین ته لمن وهي.