د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د روسیې روليټ لوبه

لیکوال: شانتي ماریت دسوزا

ژباړن: علي سجاد مولایي

سرچینه: دیپلومات

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو په واکمنېدو سره، روسیې په افغانستان کې د خپل رول د بیا لوبولو لپاره یو نادر ستراتیژیک فرصت وموند. خو دا فرصت له منځه ولاړ، ځکه چې مسکو خپل ټول نظامي ځواک او ستراتیژیک فکر د اوکراین جګړې ته ځانګړی کړ. د طالبانو او افغانستان پروړاندې د روسیې سیاست لږ تر لږه د اوس لپاره له تناقضه ډک دی. روسان هڅه کوي چې له یوې خپلې امنیتي اندېښنې کمې کړي او له بلې خوا د چین په همکارۍ طالبان ارام کړي، څو له افغانستانه د امریکا او ناټو په وتلو سره رامنځته شوې تشه ډکه کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو لخوا د واک نیول د روسانو لپاره یوه ښه پیښه وه. راپورونه ښیي، چې د روسیې او ایران مالي مرستو او تجهیزاتو له اورپکو سره مرسته وکړه چې خپله موخه په چټکۍ سره ترلاسه کړي. خو په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ ایتلافي حکومت کې د روسیې د متحدینو او ملګرو د شاملولو لپاره د مسکو هیله پوره نه شوه. د طالبانو جاطلبو ډلو واک په لاس کې واخیست او د حامد کرزي، عبدالله عبدالله، احمد مسعود، هزاره ډلو او جمعیت اسلامي په څېر ګوندونو او کسانو سره یې هر ډول همکاري رد کړه. د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر میاشت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، چې هېواد به یې تر هغه وخته دغه ډله په رسمیت ونه پېژني چې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو په ګډون د طالبانو ژمنې نه وي پوره شوې.

په همدې حال کې په راتلونکو څو میاشتو کې روسان دې ته اړ شول چې دغه ترخه ګولۍ تر ستونې تېره کړي او خپل B پلان تعقیب کړي، یعنې په هر حال له طالبانو سره سوداګري وکړي. د حیرانتیا خبره نه ده چې په کابل کې د روسیې سفارت لا هم فعال دی. د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې روسیې، له پاکستان سره یوځای له طالبانو سره د «عملي تعامل» پر اړتیا ټینګار وکړ. د ۲۰۲۲ کال په اپریل میاشت کې روسیې په مسکو کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازو ته وسپاره.

ښکاره خبره ده چې مسکو هیله لرله چې په افغانستان کې د اقتصادي او ستراتیژیک ثبات لپاره خپله بدله شوې تګلاره وکاروي، خو په دې شرط چې طالبان وکړای شي د هېواد د پیاوړو مدیرانو په توګه ځان ثابت کړي. همدارنګه روسیه هیله منه وه، چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره یې امنیتی اندېښنو ته ځواب ورکړل شي. د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۵ مه، د خراسان اسلامي دولت (ISKP) پورې اړوند یوه ځانمرګي بریدګر په کابل کې د روسیې پر سفارت برید وکړ، چې دوه کارکوونکي او څلور ملکي افغانان یې ووژل. دغه برید مسکو یو ځل بیا د طالبانو په اړه فکر کولو ته اړ اېست.

پر بدبینۍ د هیلې دا پرلپسې بدلیدل د افغانستان په اړه د روسیې د تګلارې ځانګړتیا ده. له یوې خوا، مسکو د هېواد په اداره کولو او د خپلو ډیری امنیتي اندیښنو د حل په برخه کې د طالبانو له مزمنې ناتوانۍ خبر دی. داسې ښکاري چې د ترهګرۍ د اندېښنو په محوریت سره د افغانستان په اړه د یوې سیمه ییزې تګلارې د رامنځته کولو نوښت د همدې مسألې د حل په موخه شوی دی. له بلې خوا، په اوکراین کې د روسیې بوختیا مسکو دې ته اړ باسي چې طالبان د یوه «بې بدیل موجود» په توګه ومني. مسکو په ډاګه کوي، چې له طالبانو سره یې سوداګریزې اړیکې باید  نړۍ لید او یا د هېواد د اداره کولو د تګلارې له بدلونه د دې ډلې په انکار سره کمې نه شي.

د روان کال د اپريل په ۲۸مه، په ډيلي کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د دفاع وزيرانو په غونډه کې د روسيې د دفاع وزير سرګي شویګو په افغانستان کې د مېشتو وسله والو ډلو لخوا د منځنۍ اسيا هېوادونو ته پر ورپېښو ګواښونو ټينګار وکړ. شویګو د شانګهای د همکارۍ سازمان له غړو هېوادونو د ترهګرۍ پر وړاندې د همغږۍ او ګډو هڅو د زیاتولو غوښتنه وکړه او ویې ویل، د داعش، القاعدې، د ازبیکستان د اسلامی غورځنګ او د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په څېر د بېلابېلو نړیوالو ترهګرو ډلو او سازمانونو د نفوذ احتمال شته او دا ګواښ مخ پر زیاتیدو دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شیګو څرګندونې په چټکۍ سره رد کړې. هغه د اپریل په ۳۰ مه وویل: «د روسیې حکومتي چارواکي باید پر دې پوه شي چې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستانه د سیمې د هېوادونو او نړۍ امنیت ته کوم ګواښ نه دی رامنځته شوی.» د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د روسیې د هغې ادعا په غبرګون کې چې ګواکې د اسلامي دولت زرګونه وسله وال د افغانستان په شمال کې راټول شوي او د منځنۍ اسیا د سیمې ثبات  ګواښي، ورته څرګندونې کړې وې.

مسکو چې  یو ځل بیا له سخت وضعیت سره مخ شوی دی، په می میاشت کې په کازان کې د روسیې او اسلام په اړه نړیوال اقتصادي فورم کې د طالبانو یوه پلاوي ته بلنه ورکړه. د دغه پلاوي مشري د طالبانو د صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کوله. د دې غونډې په څنډه کې د طالبانو پلاوي له روسیې او د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) له غړو هېوادونو سره په افغانستان کې د بالقوه سوداګریزو او اقتصادي فرصتونو په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د روسیې ستونزه یوازې په دغه هېواد پورې محدوده نه ده، په افغانستان کې د نوې لویې لوبې په ترڅ کې د سیمې ډېری هېوادونه له ورته سناریوګانو سره مخ دي. په دې اړه د روڼتیا نشتوالی چې ایا له طالبانو باید لېرېتوب غوره کړای شي او که ومنل شي، په کابل کې د میشت ځواک په ګټه پرېوځي. د دې پر ځای چې د سیمې هېوادونه د طالبانو پر رژيم اغېز وکړي، دغه ډله توانېدلې چې له هغوی سره د همکارۍ لپاره انګیزه رامنځته کړي. دا چې له یوې خوا روسۍ رولیټ لوبه د زور اخیستو په حال کې ده او وضعیت لاهم کړکېچن دی، روسان یو ټولګډونه حکومت غواړي او له بلې خوا له ناچارۍ طالبانو ته د دوستۍ لاس ورکول په دې ورځ کې یو نورم ګرځیدلی دی.

ورته لیکنې

Back to top button