د سالنګ چاودنې، د غمیزې بل اړخ ناڅرګند دی

د سالنګ تونل کې د مرګونې اورلګېدنې له پېلېدو د دوه شپو او درېېو ورځو په تېرېدو سره، لاهم طالبان د دغې لارې پر پرانېستو نه دي بریالي شوي. سرچینې د سالنګ تونل دواړو غاړو ته د زرګونه مسافرو د اېسار پاتې کېدو خبر ورکوي او طالبان تورنوي، چې پر وخت د اور په کابو کولو اود سالنګ تونل په پاکولو کې پاتې راغلي دي. باخبره سرچينې د پېښې د شاهدانو له خولې وایي، چې لوګي او دوړې او د اور وژنې د پرمختللو وسايلو نشتوالى د دې لامل شوى چې د طالبانو د ژغورنې ډله د اور په کابوکولو کې پاتې راشي. خو طالبان په پرلپسې ډول وايي، چې اور کابو شوی او ډېر ژر به د سالنګ لاره د ترافیکو پر مخ پرانېستل شي. د رپوټونو له مخې، د سالنګ تونل کې د اورلګېدنې او چاودنو له امله لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مړه شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي. طالبانو د دغې اورلګېدنې له امله د اوښتو تلفاتو شمېر له ۴۰ تنو کم اعلان کړی دی. دغې ډلې دغه راز په تېرو دوو ورځو کې د پېښې ځای ته د خبریالانو د ورتګ مخه نیولې ده.
هارون د کابل – مزار د لويې لارې یو مسافر دی. نوموړی له تېرو دوو ورځو راهیسې د سالنګ د لارې د بندېدو له امله له خپلې مېرمنې او دوو وړو ماشومانو سره د جبل السراج ولسوالۍ د تاجکانو سیمې په یوه رستورانت کې اوسي. هارون، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په پرلپسې ډول د سالنګ پېښې ځای ته تر نږدې سیمې تللی، وايي: « دوه ورځې کېږي چې اور لګېدلی، خو طالبان نه دي توانېدلي چې کنټرول یې کړي. که یې ژر اقدام کړی وای، نو دا پېښه به د مرګ ژوبلې او بشري غمیزې لامل نه کېده. له لومړۍ چاودنې وروسته مرګ ژوبله زیاته شوه. طالبانو په مسلکي ډول د اور د کابو کولو لارې چارې نه دي زده کړي.»
د پېښې يو بل شاهد چې په دغه رپوټ کې یې د نوم له اخیستو ډډه کیږي، د لیندۍ په ٢٨مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، کیدای شي چې د سالنګ لاره تر دوو يا درېيو ورځو پورې خلاصه نه شي. د هغه په وينا، لوګي او دوړې او د اور وژنې د پرمختللو وسايلو نشتوالى د دې لامل شوى، چې د طالبانو د ژغورنې ډلې د اور په کابو کولو کې پاتې راشي. اجمل زیاتوي: « زما په اند د طالبانو لپاره دا ممکنه نه ده چې په دوو یا دریو ورځو کې د سالنګ تونل پاک کړي. ځکه چې په دې برخه کې د دوی کار ډېر پښه نیولی دی. اوس د سالنګ لارې دواړو غاړو ته ښځې، نارینه، سپین ږېرې، ځوانان او ان ناروغان اېسار پاتې دي. اوس مهال خلک (مسافر) په خراب اقتصادي حالت کې دي، د دې مالي وس نه لري، چې بیرته کور ته ستانه شي او یا په هوټلونو کې واوسي. له بلې خوا، هوا ډیره سړه ده او هېڅوک انتظار کېدلای نه شي». د کابل-مزار پر لاره اېسار پاتې ژر تر ژره د ټرافیکو پر مخ د دې لارې د پرانېستو غوښتنه کوي.
د پېښې د شاهدانو د څرګندونو له مخې، تر پرون مازيګر پورې ژغورندویه ډلې پر دې بریالۍ نه شوې چې د تونل ژورو ته ورسېږي څو د اورلګېدنې د قربانيانو جسدونه راوباسي. دغه سرچینې زیاتوي، ترهغې چې اور په بشپړه توګه مړ نه شي، د جسدونو لیږدول ستونزمن دي. د پیښې یو عیني شاهد وایي: « تر مازدېګر پورې تونل ته ننوتل شوني نه وو. اوس په تونل کې دننه ډېر مړي پاتې دي. تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. د ګازو یو ټانکر او د ډبرو سکرو څو لارۍ سوځیدلې دي. وضعیت خراب دی. له بغلانه د طالبانو د دفاع وزارت تازه ځواکونه اوس رسېدلي او د اور وژنې ډله هم له بغلانه راغلې ده، اور نه شي مړ کولای، تر هغې چې اور په خپله په عادي ډول مړ نه شي، نه مړ کیږي. د سالنګ شمالي غاړې ته هم ډیر جسدونه را اېستل شوي دي.
په همدې حال کې د طالبانو د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې اور کابو شوی او د دوی ټیمونه د سیمې پر پاکولو بوخت دي. د دغه وزارت د مسوولانو په وینا، ډېر ژر به د سالنګ لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي، خو کره وخت یې نه دی څرګند شوی.
د تېرو دوو ورځو په لړ کې د سالنګ تونل کې د اور لګېدنې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې بېلابېلې شمېرې خپرې شوې دي. سرچینو د دوشنبې ورځې ( د اګست د۲۸ مې) ناوخته په دغې اورلګېدنه کې د مړو شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وښود. د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه راز تر ٥٠ زيات کسان ټپيان دي. سرچینه زیاتوي، چې په دغه اور کې د ۱۶ مسافر وړونکو موټرو په ګډون تر ۳۰ ډېر موټر په بشپړه توګه سوځېدلي او طالبان د تونل له منځه سوځېدلي موټر د باندې راباسي. سرچينې د دغو مسافر وړونکو موټرو د سورلیو د برخليک په تړاو څه نه دي ويلي.
طالبانو په دې خونړۍ پېښه کې د مرګ ژوبلې شمېر تر دې کم بللی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ وویل، چې تر اوسه د سالنګ د اورلګېدنې له پېښې نه ۳۱ مړي او ۳۷ ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي. هغه وویل، چې دا وروستۍ شمېرې نه دي..
بلخوا، طالبانو هغو خبریالانو ته چې د پېښې ځای ته تللي په سم ډول د دې پېښې د خبري پوښښ اجازه نه ده ورکړي. یو خبریال چې په دغه رپوټ کې یې د نوم له اخیستو ډډه کیږي، ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو دوی ته اجازه نه ده ورکړې چې تونل ته ننوځي. د دغه خبريال په وينا، طالبان ظاهراً هڅه کوي چې د دغې پېښې د جزئياتو د خپرېدو مخه ونيسي.
دغه خبريال څرګندوي: د سالنګ غمېزه دومره لويه ده، چې طالبانو موږ ته د پيښې ځاى ته د تلو اجازه هم رانه کړه. طالبان په نامعلوم دلیل په دې تړاو کره جزیات نه ورکوي. نن د طالبانو د ټولګټو وزیر د پېښې په ځای کې و او د خبریالانو په ګډون هیچا ته اجازه نه ورکول کېده چې د پېښې ځای ته ولاړ شي.»
د سالنګ لاره د افغانستان یوه له مهمو لویو لارو ده چې د هېواد نهه شمالي او شمال ختیځ کې ولایتونه سره نښلوي. د میلیونونه هغو هېوادوالو خوراکي او سون توکي چې د شمالي سالنګ هغې غاړې ته ژوند کوي، له همدې لارې برابرېږي. دا لویه لار په تیرو کلونو کې هم د ناوړه پیښو شاهده وه. بلخوا په اساسي توګه د دې لارې نه جوړېدو د هېوادوالو نیوکې راپارولې دي
يو شمېرهېوادوال وايي، چې په تېرو دوو لسيزو کې د ميليونونو ډالرو له راتلو سره سره ،دغه لويه لاره په اساسي ډول نه ده جوړه شوې. بلخوا، یو شمېر کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د سالنګ لویه لار په معیاري توګه جوړه نه شي، نو د دې احتمال شته چې په راتلونکي کې ورته نورې پېښې هم وشي.