د سالنګ لویه لار د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه

۸صبح، بغلان: د سالنګ لویه لار له څلورو ورځو وروسته بېرته د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.

دغه لار، چې د پرله‌پسې چاودنو او اورلګېدنې له امله تړل شوې وه چهارشنبه غرمه‌مهال د لیندۍ پر دېرشمه نېټه د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.

د سرچینو په وینا د ژغورنې ډلو له ډېرو هڅو وروسته د قربانیانو مړي او د موټرو سوځېدلې برخې د نن ورځې تر ۱۲:۰۰ بجو پورې د سالنګ له تونل څخه وایستل.

اوسمهال یوازې کوچني مسافر وړونکي موټر کولای شي له دې لارې تګ راتګ وکړي.

د سالنګ په تونل کې سرچینې وایي، چې اوس د هوا د تصفیې او برېښنا سیستمونه فعال شوي دي.

شنبه د لیندۍ پر ۲۶ له اورلګېدنې او چاودنې وروسته د سالنګ په تونل کې ۱۰۰ تنه مړه او کابو ۱۲۰ نور ټپيان شول.

د ویلو ده، چې د قربانیانو خپلوان لا هم د تونل په دواړو لوریو کې د خپلو کورنیو د غړو د پیدا کولو په لټه کې دي.

ورته لیکنې

Back to top button