سالنګ لویه لار د تګ راتګ پرمخ وتړل شوه

۸صبح، کابل: سیمهییزې سرچینې له سختو واورو او توپان وروسته د سالنګ لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکوي.
د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وايي، چې سالنګ لویه لار چهارشنبه له غرمې مخکې د مرغومي پر ۲۱ د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
د سرچینو په وینا سالنګ لویه لار د سختو واورو او توپان وروسته له هر ډول احتمالي پېښو د مخنیوي په موخه تړل شوې ده.
سرچینې زیاتوي، چې د سالنګونو د خوندیتوب او ساتنې د کارکوونکو له خوا د لویې لارې په بېلابېلو برخو کې تدابیر نیول شوي دي.
د ویلو ده، چې سالنګ لویه لار له درېیو ورځې راهیسې د سختو واورو له امله د باروړونکو موټرو پرمخ تړل شوې وه.