۸صبح، پروان: خبرې سرچینې د سالنګ په تونل کې له خپلو دوو اولادونو سره د یوه طالب چارواکي د مړه کېدو خبر ورکوي.
سرچینې دوشنبه د لیندۍ پر اتهویشتمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې دغه کس محمدحنیف ناشر نومېده او د برېښنایي تذکرو د مرکزونو د سمون په چارو کې د طالبانو رییس و.
د سرچینو په وینا حنیف ناشر له خپلو دوو ماشومانو سره تېره ورځ د سالنګ په تونل کې د ګاز د ټانکر په چاودنه کې وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې په دې پېښه کې لږترلږه ۱۰۰ تنه مړه شوي دي.
طالبانو تراوسه د دغه چارواکي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
اوسمهال د سالنګ تونل تړلی دی او طالبانو له دې لار تګ راتګ منع کړی دی.