ثناءالله: طالبانو ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پرضد ونهکارول شي

۸صبح، کابل: د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د نورو هېوادونو پروړاندې د افغانستان خاورې د نه کارولو په اړه د طالبانو د ژمنې خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې تمه لري دغه ژمنه عملي شي.
جیونیوز راپور ورکړی، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله سه شنبه د مرغومي پر دیارلسمه نېټه په خپله ترټولو تازه مرکه کې د کابل لوري ته د افغانستان په خاوره کې د ټيټيپي د حضور او فعالیت د ثابتولو لپاره د پوره اسنادو له سپارلو خبر ورکړی دی.
ثناءالله ویلي، چې د نورو هېوادونو پروړاندې د افغانستان له خاورې د ګواښونو په اړه د طالبانو د ژمنو عملي کېدو ته په تمه دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې هېواد به یې د ټيټيپي په ګډون له هېڅ ترهګریزې ډلې سره خبرېاترې ونهکړي.
پاکستان باوري دی، چې په دغه هېواد کې پر ټاکلو پوځي هدفونو د ټيټيپي د جنګیالیو بریدونه په افغانستان کې پلان کېږي.
طالبان بیا د پاکستاني چارواکو دغه ادعا ردوي.
د ویلو ده، چې په روانه اونۍ کې د پاکستان د امنیت ملي شورا په یوه ناسته کې پرېکړه وکړه، چې له ځانه د دفاع لپاره د اړتیا په صورت کې به د افغانستان په خاوره کې د ټيټيپي پر پټنځایونو برید وکړي.