سعودي عربستان، ترکیې او فرانسې په افغانستان کې د نجونو پر تحصيل ممنوعیت وغانده

۸صبح، کابل: د نجونو پر تحصيل د طالبانو د بندیز په تړاو د هېوادونو غبرګونونو په لړ کې سعودی عربستان، ترکیې او فرانسې هم د طالبانو دغه کار غندلی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت چهارشنبه د ليندۍ پر ۳۰ یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د طالبانو په خپل دغه اقدام سره، اسلامي هېوادونو هېښ کړي دي.

دغه هیواد د طالبانو له رژیمه غوښتي دي، چې د نجونو د لوړو زده‌کړو د بندولو پریکړه بیرته واخلي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په تړاو اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې زده‌کړه د هر انسان ښکاره حق دی.

په دې اعلامیه کې راغلي: «په افغانستان کې سوکالۍ او روښانه راتلونکي ته د رسېدو لپاره باید له استثنا پرته ټولو نجونو ته د تحصيل زمینه برابره شي. موږ هیله لرو چې پر دغی پریکړې بیا غور وشي او ژرترژره اړین اقدامات ترسره شي.»

بلخوا، د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې آن کلر لژانډر د طالبانو د چهارشنبې ورځې پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، چې دغه اقدام د افغان ښځو له بنسټیزو حقونو او آزادیو نه د ډېرو سرغړونو او محدودیتونو په نوملړ کې اضافه شوی دی.

تر دې وړاندې یو شمېر نورو هېوادونو هم د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو تړلو د پرېکړې په تړاو غبرګون ښودلی او غندلې يې ده.

ورته لیکنې

Back to top button