ښونځي او مدرسه د طالبانو له نظره

لیکوال: اتل سالار هاشمي

د طالبانو اوسني امیر بلوچستان کې د دستار بندیو یوې غونډې ته د وینا مهال ویل: «ما ته یو چا پر ټلیفون وویل چې شیخ صاحب مدرسه جوړه کړم که سکول؟ ما ورته وویل: نور زه هيڅ نه در ته وایم، که مدرسه جوړه کړې، نو ملا محمدعمر به ځنې را ووځي او که سکول جوړ کړې، نو کرزی به ځنې را وځي.»

د زابل د شاجوی ولسوالی یوه مشهور دیني ملا (سلام ګل اخوندزاده) د شاجوی بازار کې یوې غونډې ته ویل: «یو کفر ده یو اسلام، یو ښونځي ده یوه مدرسه، کفر له ښونځيه راغلی دی او اسلام له مدرسې».

هېره دې نه وي چې دغه وینا يې د طالبانو په تېره دوره کې کړې وه او دغه غونډه د طالبانو د شمال زون مشر ملا (نور الله نوري) جوړه کړې وه او د هغه په مشري ترسره کېده.

د ښونځي او مدرسې په اړه که د طالبانو او همفکره ملایانو ویناوې يې را واخلم، نو مقاله به اوږده شي، له دې دوو خبرو څخه موږ اټکل کولای شو چې دوی د ښونځي په اړه څه نظر لري؟

د دوی له نظره اسلام ته ور پېښ چېلنجونه او د مسلمانانو اوسنۍ ربړه، له ښونځيه را زېږېدلې ده! په اسلامي نړۍ کې الحاد ته د خلکو مخ اړول، کمونیزم او سوسیالیزم ته د خلکو میلان، د خلافت او امارت په مقابل کې جمهوریت او سیکولریزم ته تمایل، د همدې ښونځي موجودیت له امله بولي!

د (امر ثاني) خبره هسې د ښونځي د تړلو لپاره یوه پلمه ده. دوی حتا د خپلې تېرې دورې له وخته همدا خبره کوي، چې د ښونځي لپاره پر یوه ښه اسلامي طرحه کار کوي. او د هغې تر بشپړېدو وروسته به ښونځيو ته اجازه وشي، اما دغه طرحه په تېرو ۲۵ کلونو کې جوړه نه شوه او لا هم ښونځي بند دي.

زموږ د ټولنې ملا یوازې مدرسه لیدلې ده، نه په ښونځي خبر دی نه يې په نصاب، هغوی ته په غوږ کې یو څه خبرې ورڅڅول شوې دي، که د ښونځي له یوه شاګرد یا یوه استاده تېروتنه شوې وي، نو دوی ټول ښونځي ورسره بدناموي، په داسې حال کې چې مدرسه هم له دغه ډول تېروتنو خلاصه نه ده، د مفتي (عزیز‌الرحمن) ویډیو ټولې نړۍ وليده! که د همدې یوه شخص له امله ټولې مدرسې بدې وای، باید تړل شوې وای، طالبان اصلاً د یوې سپږې لپاره ټول پوستین سوځوي.

زموږ ملا که یو لور ته ډېر وروسته پاتی دی، په فکري لحاظ یوازې تر خپل فکري ښونځيه خبرتیا لري، مشاهده يې یوازې د خپلې مدرسې شوې ده او هغه کلی چې دی پکې اوسي، ویلي يې یو څو ژړ ورقي کتابونه دي چې له ننه هر یو څو سوه کاله پخوا لیکل شوي دي او د نن وخت یوه ستونزه هم نه په حلېږي! له دغسې یوه چاپېریال، ټولنې او نصابه فارغ کسان، د ښونځي له هغو کسانو سره عقده لري، چې هم يې ژبې زده وي، هم کمال لري، هم له ټولنې سره په ژبه پوهېږي، هم ځان او ټولنې ته کار موندلای شي، دوی د خپلو تکلیفونو غوره ثمره په لاس نه شي راوړلای، بالمقابل يې د ښونځي کسان راوړلای شي، له همدې ځایه يې عقده ورسره اخیستې ده.

یو مهم ټکی بیا دا هم دی چې زموږ د جامعې ملا زموږ د ښونځي کس ته په دیني برخه کې قناعت بخښونکی تعبیر نه شي وړاندې کولای. د هغه کېدونکی تعبیر تر ګڼو پوښتنو لاندې دی! کله چې له ملا څخه پوښتنه کېږي، د خبرې لپاره يې دلیل او معقول تفسیر غوښتل کېږي؛ نو ملاصاحب بس درب  ټاپه در باندې ولګوي! دا بل هغه ټکی دی چې ملا يې د ښونځي په مقابل کې حساس کړی دی. دوی فکر کوي چې دغه پوښتونکي کسان کافران دي، پوښتنې يې پر اسلام، خدای او پيغمبر نیوکې دي، اخروي حکم يې په جهنم کې یوه د اور کنده ده! له دغه سوء تفاهمه ملا ته فکر پيدا شوی دی چې ددې ټولو تر شا د ښونځي لاس دی.

نو ملا له ښونځی سره فکري مخالفت لري. ملا ښونځی د دین او ځان مقابل سنګر بولي. دوی فکر کوي چې په ټولنه کې د ښونځي له رواجېدو سره اسلام ته خطر پېښېږي. د ملا حیثیت ورسره را لوېږي او د ملا له بې ارزښته کولو سره، سمدلاسه، اسلام او دین ته خطر جوړ شو.

تر هغو چې د ښونځيو په اړه د ملایانو دغه فکري مغالطه حل نه شي، زموږ ښونځي به له ملا څخه روغه ورځ ونه ویني. د ملایانو له ناسم برخورده اوس په ټولنه کې، د ښونځي او مدرسې د کسانو ترمنځ فکري جګړه را پيدا شوې ده، دا اختلاف نور هم پراخېږي او ټولنې ته له بدو ورځو پرته، نور هيڅ هم په میراث نه ور پرېږدي.

نه ملا دا فکر کوي چې ښونځی د ټولنې اړتیا ده، نه يې اوس ځينې فکري مخالفین فکر کوي چې ملا د ټولنې یو حقیقت دی، باید دواړه تعامل سره وکړي، که خبره همداسې د اوس په شان جریان ومومي، نو امید نه کېږي چې دا وړۍ دې شړۍ شي.

د نجونو د ښونځي او تعلیم په اړه هم زموږ د ملا نظر، له ټولې نړۍ بېل دی. ملایانو ته په هیواد کې د زده کړو چاپېریال ورته غیر اسلامي ښکاري. دوی فکر کوي چې د تعلیم لپاره د نجونو او ښځو راوتل حرام دي، ځکه ښځه یوازې له اشد ضرورت پرته بهر نه شي وتلای! نو تعلیم يې اشد ضرورت نه دی، باید پر کور کې کېني. له محرم پرته وتل يې روا نه دي او د تعلیم لپاره ټولې بې‌محرمه را وځي، مختلط درسونه يې جواز نه لري او دلته پوهنتونو کې ښځې او هلکان په یوه صنف کې درس ته کېني!

که له ملا سره همدغه ډول د کلیوال ذهنیت اسلامي تعبیر ومنل شي، نو څو پوښتنې را پيدا کېږي، ښونځي او پوهنتون ته د ښځو-نجونو وتل حرام دي، مګر همدغه ښځې د کلي ګودر ته راوځي، په سیمه کې زیارتونو ته راوځي، د کلي ودونو کې په سلهاؤ ښځې یوه کور ته راټولېږي، ښکلې جامې اغوندي، سینګار کوي، اتڼونه کوي، دریاګانې وهي، پيرانو ته ورځي، فال په ګوري، تاویزان په کاږي، د اولاد نه درلودو پر مهال د ملنګانو په دربارونو کې شپې او ورځې ورته سبا کوي، په یوه کور کې وروڼه ګډ سره اوسي، ورېندار له لېور سره یو ځای اوسي، هره ورځ سره ويني، مخ يې ور لڅ وي او خبرې سره کوي! نو که ښونځي ته راوتل په کلي او ناحیه کې حرام وي، دغه ټول کارونه بیا څنګه روا دي؟ که نه دي روا، بیا يې ولې پر ضد اقدام نه کېږي؟ تر ننه دې ولې په وینا او خبرو کې نه دي یاد کړي؟

دا څنګه د یوه بام دوو هواؤ کیسه؟ اساسي خبره په دې ځای کې داده چې د ملا نه له ښونځي سره جوړه ده او نه يې د نجونو له تعلیم سره، دواړه د هغه د کلیوال ذهنیت له مخې، شرعا حرام دي! دا چې نړۍ بدله شوې ده، نو ځکه خلک ور باندې خاندې! او دوی ورځ تربلې په سیاسي او اقتصادي لحاظ منزوي کېږي، نو د مصلحت له مخې د حرمت خبره په خوله نه کوي، د مخنیوي لپاره يې ګڼې پلمې را مخته کړې دي، چې د نجونو د تعلیم او ښونځيو پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي، څو ټولنه همداسې په تیاره کې د ملا منګولو ته پاته شي.

 

 

 

ورته لیکنې

Back to top button