موسمي بدلونونه؛ یونیسف: افغانستان کې ۱۵ میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا لري

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق پر ماشومانو د موسمي بدلونونو د اغېزو خبر ورکړی دی.
یونیسف شنبه د لړم پر ۲۱ یوه ټویټ کې لیکلي، چې د موسمي بدلونونو له امله سېلابونو افغانستان او د سویلي اسیا نور هېوادونه ښکېل کړي دي.
د ملګروملتونو سازمان له ماشومانو د ملاتړ صندق ټینګار کړی، چې اوسمهال د موسمي بدلون له امله په زیانمنه نړۍ کې ژوند ته د ماشومانو چمتوالی ډېر اړین دی.
د یونیسف د معلوماتو له مخې اوسمهال ۱۵ میلیونه نجونې او هلکان د موسمي بدلونونو په پایله کې مرستو ته اړتیا لري.
د راپورونو له مخې افغانستان په داسې حال کې چې د موسمي بدلون په ناورین کې هېڅ رول نه لري، په نړۍ کې د موسمي بدلونونو له امله شپږم زیانمن هېواد دی.