بدخشان کې موسمي ناروغۍ ۵۰ سلنه زیاتې شوې دي

۸صبح، بدخشان: بدخشان کې روغتیایي سرچینې په دغه ولایت کې د موسمي ناروغیو د زیاتېدو خبر ورکوي.

د بدخشان د ولایتي روغتون ډاکترانو سه شنبه د مرغومي پر دیارلسمه نېټه ویلي، د ۳۰۰ ناروغانو په منځ کې چې هره ورځ دغه روغتیایي مرکز ته راځي ۵۰ سلنه یې پر تنفسي ناروغیو له دې جملې والګي، زکام او یخنۍ وهلو اخته دي.

د سرچینو په وینا د بدخشان د مرکز فیض‌اباد ښار په روغتون کې بېلابېل عمرونه لرونکي کسان پر موسمي ناروغیو اخته دي.

سرچینې زیاتوي، چې ډېری دغه ناروغان بېړنۍ، عادي معاینې، خوارځواکۍ او د نویو زېږدلو ماشومانو برخو ته لېږل کېږي.

بدخشان ولایت نږدې ۳۰ اداري واحدونه لري. د دغه ولایت په ډېری سرحدي ولسوالیو کې په پوره امکاناتو سمبال روغتیایي مرکزونه شتون نه لري.

ورته لیکنې

Back to top button