د سالنګ په تونل کې دویمه چاودنه؛ ۶۳ تنه مړه او ۳۲ تنه ټپیان شول

۸صبح، پروان: خبرې سرچینې د سالنګ په تونل کې د دویمې چاودنې خبر ورکوي.

باوري سرچینې یکشنبه د لیندۍ پر ۲۷ د پېښې د شاهدانو له قوله ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د تېلو د ټانکر له اور اخیستو سره د ګاز یو موټر هم چاودلی دی.

د سرچینې په وینا په دغو چاودنو کې د سالنګ تونل د چت یوه برخه نړېدلې او لسګونه مسافروړونکي موټر له سپرو کسانو سره یو ځای سوځېدلي دي.

سرچینې ټینګار کوي، چې تراوسه د ژغورنې ډلو ۶۳ مړي او ۳۲ ټپیان له دغه تونل څخه ایستلي دي.

له دې مخکې هم طالبانو د دې پېښې تلفات ۱۹ تنه مړه او ۳۰ ټپیان اعلان کړي وو.

تېره شپه ۸:۳۰ بجې د تېلو یوه ټانکر، چې له بغلانه کابل ته روان و د سالنګ د تونل په ۵۰ مترۍ کې اور واخیست.

ورته لیکنې

Back to top button