په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت اعلان کړی دی چې د کوربه هېواد د نه همکارۍ له امله یې د دغه سفارت دروازه په « خواشینۍ اوناهیلۍ» سره تړلې او کیلي یې د هند حکومت ته سپارلې ده. دغه سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د خلکو د تمو، د هند د نه ملاتړ او په کابل کې د یوه مشروع حکومت د نشتوالي له امله نه دی توانیدلی چې په دغه هېواد کې د افغانستان د سیاسي استازولۍ فعالیتونو ته دوام ورکړي. خو یو شمېر پخواني ډیپلوماتان له افغان سفیر سره د نوي ډيلي ترینګلو اړیکو ته په نغوتې سره وايي چې دغه هېواد د سفارت له تړل کېدو سره ضمني رضایت لرلی دی. د هغوی په وینا، هند نه غواړي چې له پاکستان سره په سیالۍ کې د افغانستان د لوبې ډګر پریږدي. له بلې خوا په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت تړل کېدو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي. په هند کې مېشت افغان کډوال د سختې اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې په دغه هېواد کې د کونسلي خدمتونو نه وړاندې کېدو او د سیاسي ملاتړ نشتوالي د کډوالو او محصلانو برخلیک له جدي ننګونو سره مخ کړی او د هغوی راتلونکی ناڅرګند دی.
د طالبانو لاس ته د افغانستان له لوېدو وروسته، د هېواد یو شمېر سیاسي استازولۍ په بهر کې له ګڼو ننګونو سره مخ شوي دي. په کابل کې د یوه مشروع او قانوني حکومت د نشتوالي له امله یو شمېر کوربه هېوادونو د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د افغانستان د سفارتونو له فعالیتونو ملاتړ کړی او د سیمې ځینو نورو هېوادونو د دغه هېواد سیاسي استازولۍ طالبانو ته سپارلې دي. په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د هند د بهرنیو چارو وزارت ته د یوه لیک په لېږلو سره له دغه هېواده غوښتي چې د افغانستان د سیاسي استازولۍ ورسپارل ومني.
په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت پرون اعلان وکړ چې د روان کال د اکټوبر له لومړۍ نېټې يې خپل کار درولی دی. د دغه سفارت په خبرپاڼه کې راغلي: «په ډېرې خواشینۍ او ناهیلۍ سره په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت د خپلو فعالیتونو د بندولو پرېکړه اعلانوي.»
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه اقدام له ډېر غور او د افغانستان او هند ترمنځ تاریخي اړیکو او اوږدمهالو همکاریو ته په پام سره شوې ده. په دې اعلامیه کې ویل شوي چې په هند کې د افغانستان سفارت د کوربه دولت د نه ملاتړ له امله تړل شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ په هند کې د ډیپلوماټیک ملاتړ د نشتوالي او په کابل کې د یوه کارنده قانوني حکومت د نشتوالي له امله د افغانستان او د دې هېواد د وګړو د ګټو د خوندیتوب په برخه کې د تمو او لازمو الزاماتو په پوره کولو کې خپلې نیمګړتیاوې منو.»
په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د تړل کېدو په اعلامیه کې راغلي چې د دغه هیواد په ځینو ښارونو کې به کونسلي خدمتونه دوام ولري. د اعلامیې په متن کې یادونه شوې ده: «موږ پرېکړه کړې چې افغانانو ته له بېړنیو کونسلي خدمتونو پرته د دې ډیپلوماتیکې استازولۍ ټول فعالیتونه کوربه هېواد ته د سفیر تر لېږلو پورې ودروو.»
بلخوا، په دوحه کې د افغانستان د سفارت پخوانی شارژدافیر عظیم الله ورسجي وايي چې په نوي ډیلي کې د هېواد سفارت د هند په رضایت سره تړل شوی دی. نوموړی پر دې باور دی، چې د هند حکومت له دې پېښې خوښ دی، ځکه له پیله یې د سفیر په توګه د فرید ماموندزی له ټاکل کېدو سره مخالفت کاوه. د ښاغلي ورسجي په وینا، د هېواد د ډیپلوماسۍ په برخه کې د اشرف غني سلیقه یي چلند د سیمې له هېوادونو سره په سیاسي اړیکو کې د جدي ستونزو لامل شو چې اغېزې یې نن هم لیدل کېږي.
په دوحه کې د افغانستان د سفارت پخوانی شارژدافیر چې په نوي ډیلي کې هم د کار تجربه لري وايي چې هند نه غواړي له پاکستان سره په سیالۍ کې د افغانستان د لوبې ډګر پریږدي. نوموړی وايي، نوی ډیلی له طالبانو سره د تعامل په سیالۍ کې په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندي کولو په لټه کې دی او هڅه کوي له هرې ممکنې لارې دغه ډله له ځان سره همغږې کړي، په داسې حال کې چې په سیمه کې د طالبانو خطر له داعش او القاعدې کم نه ګڼي.
دغه پخوانی افغان دیپلومات ټینګار کوي چې هند د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال په افغانستان کې خپل بایلاټ ومانه. د هغه په وينا، د هند د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان، افغانستان او ايران د چارو مسوول هغه مهال په قطر کې د دغه هېواد د سفير په توګه وګومارل شو، څو له طالبانو سره د خبرو اترو دروازې پرانيزي او له دې ډلې تضمینونه ترلاسه کړي.
په همدې حال کې یوه ډیپلوماتیکه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي چې د افغانستان او هند اړیکې د مخکیني حکومت پر مهال تر هغې وروسته زیانمنې شوې چې ښاغلي غني د هند پر حکومت د ډېر فشار په راوستو سره ترې وغوښتل چې د ده له لوري د معرفي شوي سفیر باورلیک ومني. خو د هند حکومت په دې تړاو ملاحظه لرله.
دا سرچینه دغه راز ادعا کوي چې ښاغلی ماموندزی د خپلو بهرنیو سفرونو له امله ان د هند د دولت لخوا منوع الدخول شوی و، خو ځان ته یې « د اوړو پزه جوړه کړه » او کوربه هیواد ته یې فرصت برابر کړ.
سرچينه دغه راز ادعا کوي چې د افغانستان ځینو کونسلګریو له کابله د خپلو کورونو کرايه ترلاسه کړې او د هند د حکومت له خبرتيا پرته له کابله د پيسو لېږل ممکن نه دي، په داسې حال کې چې ډېرو هېوادونو د افغانستان سياسي استازولیو ته خبردارى ورکړى چې که د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل سره رسمي اړيکې ټينګې کړي نو د فعاليتونو مخه به یې ونيول شي.
په همدې حال کې په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت تړل کېدو په دغه هېواد کې افغان کډوال او محصلان له جدي ننګونو سره مخ کړي دي. دوی وايي چې د سفارت په نشتوالي کې د کونسلي خدمتونو او سیاسي ملاتړ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.
په هند کې یو افغان محصل اسحاق سروري وايي چې د سفارت په نشتوالي کې به زرګونه محصلان له پراخو ستونزو سره مخ شي. ښاغلی سروري زیاتوي چې محصلان په نوي ډيلي کې د افغانستان په سفارت کې د خپلو تحصیلي اسنادو تاییدولو ته اړتیا لري. د هغه په وينا، اوسمهال سلګونه محصلان د خپلې تحصیلي دورې د پاى ته رسېدو په درشل کې دي او په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت له لوري د خپلو سندونو له تاییدۍ پرته نه شي کولای له هنده ولاړ شي، ځکه له دې کار پرته یې اسناد د اعتبار وړ نه دي.
دغه محصل وايي، د تحصيلي اسنادو د تاييد تر څنګ د لسګونو نورو محصلانو د پاسپورټونو نېټه هم تېره شوې او د پاسپورټونو تمدید ته اړتيا لري. د هغه په وينا، دغه محصلان په ډيلي او شاوخوا سيمو کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په حيدراباد او ممبيي کې د افغانستان د سفارت کونسلګریو ته د تللو لګښت نه لري.
يو شمېر نور محصلان هم وايي، چې د هند حکومت سلګونه محصلان له بې برخلیک حالت سره مخ کړي او د هغوی پر وړاندې يې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي. په هند کې د هېواد یو محصل نصیر احمد وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته هند اعلان کړی و، چې په دغه هېواد کې مېشتو ټولو افغان محصلانو ته د لا نورو لوړو زده کړو بورسونه ورکوي، خو سږ کال یې په دې برخه کې پر خپلې ژمنې عمل نه دی کړی. هغه زیاتوي: «سږ کال یې بورس را نه کړ، په سلګونو کسان بې برخلیکه دي، خو هند د دې لپاره چې ښايي طالبان یې خوښ کړي وي، افغانستان ته په زرګونو انلاين بورسونه ورکړل، په داسې حال کې چې خلک د خوړلو ډوډۍ نه لري، برېښنا او انټرنېټ خو پرېږده. ستونزې خورا ډېرې دي.»
بل خوا په نوي ډيلي کې یو بل افغان کډوال قيس ملک زاده وايي، چې په هند کې د افغانستان د سفارت تړل کېدو د کډوالو لپاره خورا ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي. د هغه په وينا، اوسمهال سلګونه کسان د پاسپورټونو غځولو ته اړتيا لري او د سفارت په نشتوالي کې به دغه کسان له پراخو ننګونو او اجباري اېستل کېدو سره مخ شي. د هغه په وينا، په هند کې هغه افغان کډوال چې د پاسپورټونو د اعتبار موده یې تېره شوې، نه شي کولای د ځان لپاره کور په کرايه ونیسي او په دغه هېواد کې خپلې نورې ستونزې هوارې کړي.
ښاغلی ملکزاده وايي: «ډېرو کسانو خپل د کډوالۍ کارتونه اخیستي او درېیمو هېوادونو ته ځي، خو پاسپورتونه یې تمدید ته اړتیا لري. له تمدید پرته، هیوادونه وېزې نه ورکوي. هغه کسان چې د کډوالۍ کارت لري د خپلې وېزې تمدید ته اړتیا لري.» نوموړی که څه هم په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت په فساد تورنوي، خو ټینګار کوي چې له دغو ستونزو سره سره د کډوالو ستونزې په ضمني توګه حل کېدونې وې.
د یادونې وړ ده، چې هند تر دې وړاندې په وار وار د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، د ترهګرو ډلو له خوا د افغانستان له خاورې د نه استفادې او د طالبانو له خوا د بشري حقونو د رعایت غوښتنه کړې ده. خو تر اوسه یې په کابل کې د خپل سفارت له پرانیستلو سره سره، د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی او نه یې هم د افغانستان د سفارت تړلو او د دې سیاسي استازولۍ لیک ته غبرګون ښودلی دی.