امنیت شورا: سراج الدین حقاني غواړي ملا هبت الله ګوښه او ملا یعقوب مشر کړي

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، د طالبانو د کورنیو چارو چارسمبالی وزیر سراج الدین حقاني هڅه کوي، چې د طالبانو د دفاع وزارت چارسمبالي وزیر لپاره د طالبانو زیات ملاتړ په برابرولو سره هغه د ملاهبت الله اخندزاده پر ځای د طالبانو مشر شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل نوي راپور کې، چې د دې شورا د کمېټې د مشر (هرنان پرز لوس) له خوا لاسلیک شوی، دغه کمیټه چې د ۱۹۸۸ کال د(۲۰۱۱) پرېکړه لیک له مخې تشکيل شوی. راپور د روان زیږدیز کال د جون په لومړۍ نېټه چمتو شوی او نن شنبه (د غبرګولي په ۲۰مه) خپور شوی.
ددغه راپور پر بنسټ، حقاني هڅه کړې چې د ملاهبت الله مذهبي مشروعیت کمزوری کړي او د طالبانو د علماوو شورا قانع کړي چې نوموړی د دې ډلې د مشرۍ لپاره مناسب نه دی.
په دې راپور کې دې ته اشاره شوې چې حقاني د طالبانو د مشرتابه د څوکۍ د ترلاسه کولو پر ځای، تر دې مهاله د «پاچا جوړونکي» رول لوبوي.
په راپور کې يادونه شوی: «د طالبانو د رهبرۍ ترمنځ ځینې اختلافات څرګند دي، خو طالبانو خپل يوالي او د خپل مشر د واک ساتلو ته لومړیتوب ورکړی، چې لا نور هم د پیاوړې کېدو په حال کې دي.»
راپور وړاندوینه کوي چې د طالبانو داخلي يوالی به تر راتلونکو یو یا دوو کلونو پورې وساتل شي، او داسې نښې نشته چې په کابل کې میشت نور طالب چارواکي به وکولای شي د سیاستونو پر ټاکلو د پام وړ تاثير ولري.
د امنیت شورا په وینا، د طالبانو ترمنځ اختلافات په خوست ولایت کې د سراج الدین حقاني له وینا سره پیل شول؛ چېرته چې هغه د دغې ډلې په رژيم کې د واک پر انحصار سختې نيوکې وکړې.
په راپور کې دا هم لیکل شوي چې پر هبت الله اخندزاده راچاپېر علماوو هغه ته مشوره ورکړې چې د نورو نظرونو ته غوږ ونیسي؛ خو هغه د طالبانو د کورنیو چارو له وزارته د سراج الدین حقاني د ګوښه کولو، د دې ډلې د دفاع وزارت له څوکۍ د ملا یعقوب او د ملا یعقوب د مرستیال فضل محمد مظلوم د ګوښه کولو پرېکړه وکړه، خو د ملا هیبت الله د واکمنۍ د ننګولو له امله دغه برطرفۍ عملي نه شوې.
امنیت شورا زیاته کړې، چې له اختلافاتو سره سره به د طالبانو ترمنځ همغږي تر راتلونکو یوه یا دوو کلونو پورې وساتل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تل د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو راپورونه ورکول شوي دي.
طالبانو تر اوسه د امنیت شورا د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندیزونو د څارنې کمېټې، په خپل نوي راپور کې ليکلي، چې طالبان بېرته د ٩٠ لسيزې پښتنون محوره سياستونو ته ورګرځېدلې دي.