افغانستان کې امنیت؛ سلبي که ایجابي؟

د افغانستان په شان هېواد چې له څلورو زیاتو کلونو راهیسې پکې جګړه روانه ده، تر امنیت بل څه پکې ډېر ارزښتناک نه دي. لومړۍ غوښتنه چې خلک يې له هرې واکمنۍ لري، امنیت دی. تر دې ځایه هېڅوک شک نه لري؛ خو مهمه خبره دا ده، چې امنیت په ایجابي او مثبته توګه تامین شوی که په سلبي او منفي. له ایجابي بڼې څخه موخه دا ده، چې د امنیت په راوستو سره د شخړو لمنه ټوله شي، لکه نور باثبات هېوادونه چې د پراختیا بهیر یې په ښه توګه طی کړی او خلک یې په سوکالۍ کې ژوند کوي. دا ډول امنیت ځینې اړخونه لري، چې همدا اړخونه یې له منفي امنیت څخه بېلوي.
د ایجابي امنیت یوه ځانګړه دا ده، چې د هغه هېواد يا سیمې اوسېدونکي احساس وکړي، چې حکومتوال لاسپوڅي نه دي او هغه مزد چې له عمومي سرچینو ترلاسوي، د خدماتو د وړاندې کولو په بدل کې يې اخلي. کله چې هېوادوال د درناوي احساس وکړي او حکومت خدمتګار وګڼي، دا حکومت خپل حکومت بولي او د وېرې پرځای باور پرې کوي. پر حاکم نظام د خلکو باور د دې سبب کېږي، چې نه یوازې قانون تر پښو لاندې نه کړي، بلکې قانون ته درناوی هم وکړي او په اجرا کې یې ورسره لاس یوسي. دا د ایجابي امنیت دویمه ځانګړنه ده. په هغې ټولنه کې چې د نظام او ولس ترمنځ باور وي، په سیاسي او ټولنیز ژوندانه کې د ګډون زمینه برابره شوې وي، ولس څنډې ته نه پورې وهل کېږي، دا د ایجابي امنیت درېیمه ځانګړنه ده. ګډون یوازې په حکومت کې ګډون نه دی؛ بلکې په عمومي برخه کې فعال رول درلودل او د خصوصي حریم خوندیتوب هم دی. هېوادوال حق لري، چې په خپل برخلیک ټاکلو کې رول ولري او چېرې چې کمی او زیاتی ویني، نیوکه کوي او د سمون لپاره یې هلې ځلې خو که اعتراض يې ځای ونه نیسي، په سوله ییزه لار پر واکمنې دستګاه فشار راوړي. سیاسي او ټولنیزو فعالانو ته د امن فضا رامنځته کول د ایجابي امنیت څلورمه ځانګړنه ده، ځکه چې خلک نه اړ کېږي، د خپل غږ د رسولو لپاره قهریه ځواک ته لاس واچوي او عمومي امنیت له تزلزل سره مخ کړي.
سلبي امنیت دا دی، چې ظاهراً آرام وضعیت د هېوادوالو د ځپنې او پر هغوی د فشار له کبله تحمیل شي. دا لار ښايي تر یوه وخت کار وکړي؛ خو تلپاتی امنیت نه شي راوستلی. هلته چې د واکمنې دستګاه غړي پخپله د قانون معادل وي او قانون یوازې پر کمزور او بې دفاع وګړو پلی شي، رښتینی امنیت نه شي راتللی. هغه څوک چې احساس وکړی، چې د یوې خبرې په او په متفاوت فکر کولو نیول یا هم ربړول کېږي، هېڅکله د امنیت په اړه نه شي ډاډمنېدای. سلبي امنیت مصنوعي امنیت دی او د پانګونې د جذبولو او د متخصصانو د تېښتې د مخنیوي لپاره کارنده نه شي تمامېدای. ځپل شوې ټولنه که ظاهراً امنیت هم ولري، په باطن کې د غچ اخیستنې احساس لري. هغه هېواد چې له تبعیض، نابرابرۍ او ظلم څخه ورنځېږي، تاوتریخوالي او پاڅون ته لاره ګوري. طالبان هم که ادعا کوي، چې امنیت يې ټینګ کړی، باید د ناورین ريښې یې موندلې او د تلپاتي امنیت په اړه يې فکر کړی وي. د مخابراتي انتنونو او د ارتباطي وسایلو د پرې کولو او د تلپاتي امنیت ترمنځ اوږد واټن شته.